په دې ګڼه کې :
عمر عباس هلک او چرګ غږولی!
انجينر طارق نجيب بليک هول راپېژني .
نورالحق حداد وا يي: مينه له مينې پيدا کېږي .
استاد نجيب منلی اغېزمنې سياسي ليکنې راښئ !
عبدالله مسيزي د سر ګړنې او محاورې راټولې کړي.
نياز علي خاکسار د ماه عالم شهزاده د ژوند داستان بيانوي .
خوشال خليل د تلويزونو په باره کې هسې يوه خبره کوي .
ابراهيم شينواري د فوق العاده مثبتو خلکو نهه عادتونه ترجمه کړي.
احمد جمال جمال مچلګه درپيژني په ارزښت او شاليد يې رڼا اچوي .
د کرکټ بورډ اجرايوي ريئس شفيق الله ستانکزي مرکه به مو خوښه شي.
قاسم خان مندوخېل د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د هغې وينا متن ژباړلی چې د افغانستان د پارلمان ودانۍ پرانستې ته يې کړې ده.
د سردار ولي بې کور طنز ، د ممتاز اورکزي، نعيمه غني، ميوند درځار په ليکنو سربيره، د مبارک شاه داودزي، صابر شينواي او نصرت ارمان لنډې کيسې هم په زړه پورې دي.
همدارنګه دا ځل مينه په خپلې ځولۍ کې د جاويد واګ، استقلال مومند، جعفر الماس، عزت الله ځواب، سيدشاه سعود، مبارک خاموش، ساجد سمون، مهربان ستومان، سحاب موسم او نورو شعرونه هم لري .
تاسې کولای شئ مازيګر کتابپلورنځي ته راشئ او مينه د ځان ملګرې کړئ!