په پېښور کې د افغانستان کونسل
په پېښور کې افغان  کونسلرعبدالله پويان په پېښور کې د افغان کډوالو د شورا له يو پلاوې  سره  په خبرو کې څرگنده کړې ده ډيرژربه په قونسلگرۍ کې بدلونه راشي او کاربه  اهل ته وسپارل شي  پويان زياته کړه  د پاکستان له حکومته منندويه يو چې افغان کډوالو ته يې ځاى ورکړى دى ،ترې هيله کوي چې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي ،همداراز په نيږدي راتلونکي کې به  د افغان کډوالو ټولې ستونزې  له ولسمشر ،او اړوندو افغان  وزيرانوسره شريکې کړو دحل لارې چارې به ورته ولټول شي نوموړې داهم وويل د خېبرپښتونخوا د ايالتي چارواکو سره هم کتنې پيل کړي ،دکونسلگري د ټولو افغان کور دى او په ډاډه زړه کولاى شي چې خپلې ستونزې راسره شريکې کړي
 په پاى کې  دپښتو د دود له مخې د درنښت پگړۍ ور پر سرکړه 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *