تاند- د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې سختو سېلونو په لسګونو تنه وژلي او په سلګونو کورونه یې له زیاتو کرنیزو مځکو سره ویجاړ کړي دي.

له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د کابل په سروبي، خوست، لغمان، ننګرهار او نورستان کې سېلونه بهېدلي دي.

تر ټولو زیات تلفات او زیانونه یې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پېښ کړي دي.

په دې ولسوالۍ کې تراوسه پوري د ۴۲ تنو مړي موندل شوي خو وېره ده چې نور کسان به هم مړه وي او جسدونه به یې سېل وړي وي.

د سروبي روغتون او په لسګونو دوکانونه هم سېل لاندې کړي دي.

د افغانستان د ملي اردو ځواکونه د خلکو د ژغورلو او د مړو په موندلو کې له خلکو سره مرسته کوي.

په خوست ښار او پنځو ولسوالیو کې یې د یوولس تنو مړي موندل شوي خو یو شمېر نور ورک دي. ویل کېږي چې په ننګرهار کې هم لږترلږه ۱۷ تنه مړه شوي دي.

په دې ولایت کې له تېرو درو ورځو راهیسي د مرګ ژوبلو پر له پسې خبرونه ورکول کېږي.

نن په جلال اباد ښار کې د یوې چاودنې له کبله لږ ترلږه ۱۶ تنه ژوبل شول، پرون نهه تنه ووژل شول او ۲۲ ژوبل شول. وړمه ورځ په شېرزاد ولسوالۍ کې نژدې یو نیم سل وسله وال او عام خلک د جګړې قرباني شول.

په نورستان کې د سېل په وجه د انساني ضایعاتو په اړه تراوسه پوري لا دقیق حال نشته. مګر چارواکي وايي چې ۱۵۰ جریبه مځکه ویجاړه شوې ده او ډېر خلک بې کوره شوی دي.

په ننګرهار، خوست، سروبي او لغمان کې هم په سلګونو جریبه ولاړ فصلونه سېل ویجاړ کړي دي.

له ډیورند پورې خوا ته د سېل تاوانونه

په کراچۍ کې سېل
په کراچۍ کې سېل

له ډیورند کرښې پورې خوا ته هم سېلونو په لسګونو تنه وژلي او وېره ده چې ډېر نور، چې سېل وړي، مړه وي.

د پاکستان د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د یوې اوونۍ د ورښتونو او سېلونو په نتیجه کې لږترلږه ۴۵ تنه مړه شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې تراوسه د اتو تنو مړي موندل شوي، په قبایلي سیمو کې ۱۲ تنه وژل شوي او یو شمېر بې درکه دي. په چترال کې پنځه تنه وژل شوي. په بلوچستان کې د څلورو تنو د وژل کېدو خبر ورکړای شوی.

په پنجاب او سند کې هم د ورښتونو په پایله کې سېلونه بهېدلي او یو شمېر کسان یې وړي دي.

په کراچۍ ښار کې د سخت باران او سېل له کبله د خلکو کاروبار په ټپه درېدلی. دولتي او شخصي ادارې بندې دي او اکثره خلک له کورونو څخه نه شي وتلی.

One thought on “د سېلونو له کبله د مړینو او زیانونو شمېر مخ په زیاتېدو دی”
  1. کوم بل هیواد کې چې انسان پکې ارزښت لري، داسې ورځ به یې ملي ماتم اعلان کړې وای، خو انسان وژنه زموږ وطن کې ښکاري چې اوس په کلتور بدله شوې. ځکه نو له ټولنیز ضمیر سره مو ټکر نه کوي او هغه ته هیڅ ټکان نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *