لیکوال: بروس کوئن
ژباړه: حبیب میرخېل

د څېړنې فنون

په ټولو ټولنیزو تحقیقاتو کې له علمي مېتودونو کار اخستل کیږي، خو هغه ځانګړي فنون، چې د اطلاعاتو د راټولولو او تحلیل له پاره شتون لري، د ټولنپوهنې په بېلابېلو څېړنو کې سره توپیر لري. څلور هغه فنون، چې له نورو ډېر په ټولنیزو څېړنو کې ترې کار اخستل کیږي عبارت دي له: ازمیښت، کتنه، نمونه اخستنه او د مورد څېړنه.

در ازمیښت پرمهال که دا په لابراتوار یا څېړنیز ډګر کې وي، ټول متغیرات له یوه متغییر( خپلواک) پرته، ثابت ساتل کیږي یا تر څارنې لاندې نیول کیږي او ټولنپوه د هغه څه په ثبتولو کار کوي، چې د ازمیښت پرمهال یا هم د خپلواک متغیر د لاسوهنې پرمهال رامنځته کیږي. کتنیزه څېړنه ځکه له ازمیښت سره توپير لري، چې ټولنپوه په خپل ازميښت کې خپلواک متغیر ته د دخالت اجازه نه ورکوي، بلکې یوازې هغه څه، چې په طبیعي توګه د هغه له دخالت پرته جریان لري، له نیږدې څخه ګوري. نمونه اخستنه هغه مهال په کاریږي، چې څېړونکی د اطلاعاتو په راټولولو پیل کوي. هغه دغه کار د ډلې له یوې برخې یا یوه ګروپ سره چې د ټول جمعیت یا څېړنې د موضوع استازیتوب کوي، د پوښت پاڼو یا مرکې له لارې ترسره کوي. څېړونکی د اطلاعاتو له استخراج وروسته، د څېړنې پایلو ته په ټوله احصائیوي ټولنه کې عمومیت ورکوي. په پای کې موردي مطالعه هغه مهال کاریږي، چې څېړونکی وغواړي د خپلې پام وړ ښکارندې په اړه بشپړ او تفصیلي اخذ پرته له دې، چې اړوند اطلاعات یې د پوښتنو او مرکې مخه ډپ کړي، له ځان سره ولري. که څه هم د یوه ځانګړي مورد مطالعه تر ډېره هېڅ ډول فرضیه نه شي ثابتولای، خو بیا هم ډېرکله د یوه کلي تعمیم د بارزو بېلګو یا فرضیې د شرح له پاره د سرچینې په توګه ارزښت لري.

له دې امله، چې هر یو له دې فنونو د ټولنپوهنې وسایل دي، داسې چې هر یو یې یوه اړتیا پوره کوي یا ځانګړې مسله مطرح کوي، هغوی په لاندې څلورو برخو کې په تفصیل سره بیانوو.

که څه هم ازمیښت یا علمي تجربه د لابراتوار په نوم په ځانګړي ځای کې ترسره کیږي، که ټول څارل شوي متغیرات ثابت پاتې شي، کولای شو دغه میتود په ورځني ژوند یا د هغه د پېښېدو په ځای کې هم وکاروو. په بل عبارت، په هر ځانګړی ازمیښت کې یوازې خپلواک متغیر دی، چې څېړونکی په قصدي توګه له یوه ازمیښت څخه بل ازمیښت ته د تېرېدو له پاره بدلون ورکوي.

څېړونکی د ازمیښت پر پایلو د خپلواک متغیر د تغییراتو د اغېز پر څرنګوالي د پوهېدو له پاره خپله تر څېړنې لاندې موضوع د کنټرول په یوه ډله یا لږترلږه د ازمیښت په یوه ډله وېشي. د کنټرول له ډلې څخه موخه د پرتلنې له پاره د ثابتو بنسټونو رامنځته کول دي: د دې ډلې کسان په ازمیښتي موقعیت کې ځای نیسي او وروسته د خپلواک متغیر په بدلون سره د هغوی ځوابونه د ازمیښت ډلې له ځوابونو سره پرتله کیږي.

څېړونکی د ډلو د ځوابونو په پرتلنې سره کولای شي د خپلواک متغیر( تر ازمیښت لاندې) د اغېز په اړه مانا لرونکو پایلو ته لاس رسی پیدا کړي.

۱ مثال:

هغه څېړونکی چې وغوإړي د اقتصادي کارپوه په دوره کې د زده کوونکو د پرمختګ له پاره د اوریزو او انځوریزو وسایلو اغېز وسنجوي، باید یوه ازمیښتي طرحه چې په کې د کنټرول یوه ډله او لږترلږه یوه د ازمیښت ډله شامله وي، ترتیب کړي. د کنټرول ډله هغو پنځوس دقیقه يي درسونو او لکچر ته غوږ نیسي، چې په کې ښوونکی له تورې تختې، رسمونو، جدولونو او دېته ورته نورو وسایلو کار اخلي. د ازمیښت ډلې زده کوونکي هم د لومړۍ ډلې په شان لکچر ته غوږ نیسي خو دلته د تورې تختې، رسمونو او جدولونو په ځای له اوریزو او انځوریزو وسایلو لکه فلم او سیلاډ څخه ګټه اخستل کیږي. څېړونکی د لکچر په پای کې د دغو دواړو ډلو په ازمایلو سره کولای شي د زده کړې پر بهیر د اوریزو او انځوریزو وسایلو د اغېز په اړه مقدماتي پایلو ته لاس رسی بیامومي.

څېړونکی په لومړي مثال کې غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې یوازې د اوریزو او انځوریزو وسایلو شتون یا نه شتون نه کوم بل عامل، د ازمیښت پر جریان اغېز کړی دی. د همدې له پاره، هغه د کنټرول او ازمیښت ډلو غړي له هر نظره سره یو شان ټاکي؛ په بل عبارت، څېړونکی دوې یادې شوې ډلې داسې ټاکي، چې د دوی ترمنځ یوازې مانا لرونکي توپیرونه د اوریزو انځوریزو وسایلو د شتون اغېز په یوه ډله او د نه شتون یې پر بله ډله کې ښکاره کړي.

له آره ټولنپوه کولای شي په دوو لارو د کنټرول او ازمیښت ډلې وټاکي:

1. د سره ورته جوړې د ټاکنې لاره(the matched – pair technique): په دې لاره کې ازمایوونکی ډلې په داسې ډول تنظیموي، چې د کنټرول ډلې د هر غړي پر وړاندې د ده یو سیال کس د ازمیښت په هر ګروپ کې ځای ولري ـ له سره ورته افرادو موخه هغه کسان دي، چې د یو شمېر سترو متغیراتو له مخې پوره سره ورته وي.

2. د تصادفي ټاکنې لاره(the Random Assignment technique): په دې لاره کې کسان د احصائیوي تصادف له مخې د کنټرول یا ازمیښت په ډلو کې وېشل کیږي.

۲ مثال:

یو ځل بیا د اوریزو انځوریزو وسایلو اغېز ته ورګرځو. ازمیونکی د سره ورته جوړې له مخې غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې هره یوه له ډلو، د مثال په توګه د نویو راغلیو ( لومړي ټولګي) محصلینوبرابره شمېره او د لوړو ټولګیو محصلین په بر کې لري. په دې ترتیب، د ازمیښت په ډله کې د لوړو ټولګیو د هر محصل پر وړاندې د ده یو بل هم دوره محصل د کنټرول په ډله کې شتون لري او د لومړي کال د هر محصل پر وړاندې په مقابله ډله کې هم د لومړي کال محصل شتون لري. نورو متغیراتو لکه د ازمویل کېدونکو افرادو جنس، تحصیلي رشتې او نورو ته هم باید پاملرنه وشي. په دې توګه ازمیوونکی کولای شي سره ورته جوړې له تازه راغلیو نجونو یا ان د اقتصاد د لومړي کال د جینکیو له منځه په فرضي توګه وټاکي ـ ښکاره خبره ده، چې د نورو متغیراتو لکه جنس، سن، مذهب او … له مخې ټاکنه د ازمیښت په ډول او اهدافو پورې تړاو لري.

۳ مثال:

هغه ټکي مو، چې په لومړي مثال کې د کنټرول او ازمیښت ډلو په اړه یاد کړل، ممکن د تصادفي ټاکنې په برخه کې هم کار ورکړي. که داسې وي، ازمیوونکي کولای شي له ټولو ممکنه مواردو د الفبا فهرست تنظیم کړي او د الفبا په ترتیب لومړی کس په فرضي توګه د کنټرول په ډله او دویم کس په ازمیښت ډله کې، درېیم په کنټرول او څلورم په ازمیښت ډله کې ځای پرځای کړي؛ په همدې ترتیب تر پایه ـ د تصادفي ټاکنې نورې لارې هم شتون، لکه پچه اچونه یا د تصادفي اعدادو له جدول څخه ګټه اخستنه او نور.

د کتنې پر بنسټ څېړنه

د کتنې پر بنسټ ولاړې څېړنې هم لکه د ازمیښت په شان هم په ټولنه کې دننه او هم په لابراتوار کې ترسره کیږي. له دې سربېره، د کتنو پر بنسټ ولاړې مطالعې له ازمیښت سره ځکه توپیر لري، چې دلته ټولنپوهنه خپلواک متغیر ته تر څېړنو لاندې کسانو باندې د ازمیښت د اغېز له پاره دخالت نه ورکوي، بلکې هڅه کوي څو په اوسني غیر ساختګي موقعیت کې منظمې کتنې ثبت کړي. کله، چې منظمې کتنې په توصیفي او غیر رسمي توګه وړاندې شي، هغې ته انطباعي مطالعه(impressionistic study) وايي.

د کتنې پربنسټ ولاړې مطالعې په برخه کې څېړونکی کولای شي تر څېړنې لاندې موضوع سره متقابله اړیکه ولري یا یې ونه لري. دغه کار له دې سره اړه لري، چې وغواړي پر هغه د خپل ګډون په اغېز پوه شي.

۴ مثال:

هغه څېړونکی، چې غواړي د وړکتون د ماشومانو د یوې ډلې متقابل عمل مشاهده کړي، کولای شي هغوی د یوې یومخیزې هندارې تر شا، په یوه ځانګړي لابراتواري ټولګي کې تر نظر لاندې ونیسي. خو که په فرضي توګه یوه ډله ټولنپوهان وغواړي د یوه کوچني ښار په اړه د کتنې پر بنسټ څېړنه د یوې ۱۲ میاشتنۍ دورې په ترڅ کې ترسره کړي، باید د ښاریانو په ژوندانه کې ډېر ګډون ولري؛ داسې، چې له ښاریانو سره د مرکې او کتنو ترڅنګ، کله ناکله د هغوی په ورځنیو کارونو کې هم ونډه واخلي، مثلا ً د هغه کس ملګرتیا وکړي، چې خپل د کار ځای ته ځي. په حقیقت کې که چېرې څېړونکي فکر کوي، چې هغه ښار ته کډه کول اړین دي، باید دغه کار وکړي او د مطالعې پر مهال په هماغه ښار کې و اوسیږي.

۴ـ۲ نمونه یي څېړنې

فرض کړی، چې څېړونکی ځانګړې ډله یا جمعیت په پام کې نیسي او غواړي د هغه د غړیو د عقایدو، ارزښتونو او نظریاتو په اړه تعمیمات په لاس راوړي. دغه څېړونکی کولای شي د ډلې له یوه غړي د پوښتنې او مشاهدې له لارې د همدې ډلې د غړیو واحدو باورونو لنډیز ترلاسه کړي. خو که د هغه د پام وړ ډله له حده ډېر لویه وي، مثلا ً «په یوه ګڼ مېشته هېواد کې له ۶۵ کالو د لوړو نارینه وو نفوس» له دغو ټولو کسانو سره مرکه یا آن کتنه یې عملي نه ده. له همدې امله څېړونکی ډېرکله داسې نمونې ټاکي، چې د یاد شوي ټول جمعیت استازیتوب کوي. که د هغه موخه د عمومیت منونکو پایلو لاسته راوړنه وي، د ده نمونه یي جمعیت باید د لوی جمعیت استازی وي، یا لږترلږه د هغه جمعیت عمومي ځانګړنې په ټولیزه توګه ولري.

۵ مثال:

که وغواړو د یوې روزونکې موسسې د استوګنو کسانو څېړنه وکړو، باید ډاډ ترلاسه کړو، چې تر څېړنې لاندې د ټول جمعیت بېلګې او ځانګړنې ـ لکه عمر، نژاد، تحصیلي کچه، نوع، جرم، د محکومیت وخت، جرمي سابقه، پخواني عقاید او ټول هغه متغیرات – ولري، چې په دې مطالعه کې مهم دي. د لازمو اطلاعاتو د راټولولو له پاره تر ډېره له دوو لارو یانې مرکې او پوښت پاڼې کار اخستل کیږي . څېړونکی خپلې پوښتنې د افرادو پر وړاندې مطرح کوي. معمولا ً دوه ډوله مرکه کارول کیږي: منظمه او آزاده مرکه. په منظمه مرکه کې د هر ځواب ویوونکي له پاره پوښتنې په منظمه او یو اړخیزه توګه مطرح کیږي. دا ډول مرکه دومره انعطاف منوونکې نه ده، خو هغه اطلاعات چې راټولیږي، په ډېره اسانۍ په پرتلیزو جدولونو کې ځای مومي او د څېړونکي وروسته ګامونه اسانه کوي. د آزادې مرکې په برخه کې مرکه کوونکی له خورا زیات انعطاف او ځواب ویوونکی د خپلو ځوابونو په برخه کې له پوره آزداۍ برخمن دی. په دې لاره کې کولای شو پوښتنې په تفصیل سره توضیح کړو، مهمو او مانا لرونکو ځوابونو ته ډېر کله زیات چانسونه ورکول کیږي. آزادې مرکې د منظمو مرکو برعکس تر ډېره په داسې ځوابونو پای ته رسیږي، چې پرتلنه یې ډېره ستونزمنه ده.

۶ مثال:

که فرض کړو یو ټولنپوه غواړي په بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي ډلو کې د رای اچونې نمونې وڅېړي، په یوه منظمه مرکه کې کولای شو لاندې پوښتنې مطرح کړو:

له لاندې عبارتونو کوم یو د رایو ورکولو په اړه ستاسو له انګېرنې سره دقیقا ً سر خوري؟
یوازې په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون کوم؛
یوازې په مهمو محلي ټاکنو کې ګډون کوم؛
هم په ولسمشریزو او هم په محلي ټاکنو کې ګډون کوم؛
هېڅکله په ټاکنو کې ګډون نه کوم، یا ډېر لږ رایې ورکوم.
آزاده مرکه ممکن د آزادو خبرواترو په بڼه ترسره شي؛ لکه:
پوښتنه: معمولا ً کوم وخت رایه ورکوئ؟
ځواب: په تېرو شلو کالو کې مې د ښوونځیو د والدینو او روزونکو په ټولنو کې ګډون کړی.
پوښتنه: آیا په ولسمشریزو ټاکنو کې هم ګډون کوئ؟
ځواب: هو. هر څلور کاله یوځل یوازې د والیانو په ټاکنو کې ګډون کوم او دا هغه یوازیني داخلي ټاکنې دي، چې په کې رایه ورکوم.
لکه څرنګه چې وینی، په دې مثالونو کې د څېړونکي موخه سره ورته اطلاعاتو ته لاس رسي ده، خو په لاس راغلي اطلاعات تر یوه حده توپیر لري.

د مورد مطالعه

موردي مطالعه د میداني مشاهدې تر ټولو ډېره کارېدونکې لاره ده. هغه څېړونکی، چې میداني مطالعه کوي، باید تر څېړنې لاندې موضوع جامع جزئیات او مختلف اړخونه ثبت او راجسټر کړي – څېړونکی کولای شي د کتنې مېتود له مشارکت سره یوځل یا یې یو جزء وټاکي. څرنګه، چې د مورد مطالعه له پخوانیو پېښو سره پیوند ولري، څېړونکی له ټولو هغو راټولو شویو سرچینو سره، چې په موضوع پورې اړه لري، لټون کوي او له ټولو هغو کسانو سره مرکې کوي، چې په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه په دغو پېښو کې ښکېل و او اوس لاس رسی هم ورته شونی دی.

۷ مثال:

فرض کړئ څېړونکی غواړي د یوه داسې رواج په اړه څېړنه وکړي، چې شل کاله وړاندې په یوه لرې پراته کلي کې دود و. دی هماغه کلي او بانډې ته سفر کوي او له هغر هغه چا سره خبرې او مرکه کوي، چې په دې اړه اطلاعات لري او په مخینه یې خبر وي. له دې سربېره، څېړونکی باید هغه ټول لیکل شوي اسناد، چې په کې د سیمې په اړه اطلاعات خوندي دي، یا له کسانو یا هم په پخواني ورځپاڼو کې قید شوي، تر غور او څېړنې لاندې ونیسي. هر یو له دغو اسنادو ممکن پر موضوع رڼا واچوي او یا یې یوه برخه روښانه کړي. په همدې ترتیب د هغه رواج او پر همدې رواج د معتقدو خلکو پر جزئي او هر اړخیزو مطالعاتو پای ته ورسیږي.

پر څېړنو د وخت اغېز

هره څېړنه په ځانګړي زماني چوکاټ کې جریان لري. مقطعي څېړنې په یوه وخت کې د څو مختلفو ډأو ترمنځ د شته وضعیت پرتلنه ده. طولي مطالعات هغه څېړنې دي، چې د یوه فرد یا ډلې په اړه د وخت په اوږدو کې په طولي توګه ترسره کیږي.

۸ مثال:

څېړونکی کولای شي د مقطعي مطالعاتو له لارې، په پوهنتونو کې له محرومو سیمو او ټیټو طبقو د ځوانانو د جذب مسله نسبت هغو د لویو ښارونو او لوړو طبقو د ځوانانو په پرتله په یوه دوه کلنه دوره کې وسنجوي. په طولي مطالعه کې کولای شو د دغو دوو محرومو او لوړو طبقو په اړه، چې په ټاکلې زماني مقطع کې پوهنتون ته ننوتي وې او د څلور کلنې تحصیلي دورې په پای کې فارغیږي، له یوبل سره پرتله کړي.

په تېر پورې تړلې یا ګذشته نګره مطالعه هغه څېړنه ده، چې د تېرې زمانې د یوې مقطع اړوند اطلاعاتو د کارونې له لارې ترسره کیږي. د ۷ مثال موردي مطالعه، یوه په تېر پورې تړلې مطالعه ګڼل کیږي. آینده نګره مطالعه هغه څېړنه ده، چې له حال زمانې څخه پیلیږي او په یوه ټاکلې زماني دوره کې راتلونکې یا آینده ته پراخوالی مومي. دغه مېتود ډېر لګښت لري؛ ځکه ډېرکله د مطالعې او څېړنې وخت اوږدیږي. په ۸ مثال کې، د څېړنې تعقیب له اوس څخه ۴ کالو ته اوږدیږي اوپه دې وخت کې باید د هغه لګښتونه ورکړل شي.

د اعدادو کارونه

د عددي مفاهیمو د کارولو تفکر د هغو محصلینو له پاره، چې د لومړي ځل له پاره ټولنپوهنه مطالعه کوي، کله کله وحشتناک ثابتیږي. خو بیا هم، له بنسټیزو احصائیوي مفاهیمو سمه استفاده د هغو متنونو او مقالو له بشپړ پوهاوي سره ډېره مرسته کوي، چې د ټولنیزو علومو زده کوونکي ورسره سروکار لري. لاندې تعریفونه د ټولنپوهنې په احصائیه کې بنسټیز رول لري: منځغاړی هغه عدد ده، چې د افرادو پر تعداد د ټولو مواردو د جمع له وېش څخه په لاس راځي. منځنی عبارت له هغه عدد څخه دی، چې دقیقا ًد اعدادو د احصائیوي وېش په منځ کې ځای نیسي او مُد هغه عدد دی، چې د اعدادو په وېشنه کې تر ډېره تکرایږي.

2
۹ مثال:

داسې وګڼئ، چې د ۱۰۰ نمرو پر بنسټ د ټولنپوهنې بنسټونو د درس نمرې په لاندې ډول دي:

۹۷، ۷۸، ۶۰، ۹۰، ۶۶، ۵۷، ۸۰، ۶۰، ۵۰. د دغو اعدادو منځغاړی د مواردو پر تعداد( ۹ مورد) د ټولو د جمع له وېش څخه په لاس راځي، چې ۷۱ عدد دی. منځنی ۶۶ عدد دی، چې څلور عدده تر پورته او څلور ترې ښکته ځای نیسي. مُد ۶۰ عدد دی، چې له نورو نمرو ډېر ځله( دوه ځله) تکرار شوی دی.

نور د اهمیت وړ احصائیوي تعریفونه عبارت دي له: د پیوستون ضریب، چې د دوو یا څو متغیرونو اړیکه په ډاګه کوي. که دغه اړیکه بشپړه وي، نو ضریب به یې ۰۰/۱+ شي. کله چې هېڅ راز پیوستون موجود نه وي، دغه ضریب صفر دی او که کله پیوستون سرچپه وي، نو ضریب به یې ۰۰/۱- شي.

اعتبار، هغه اندازه، چې په ډاګه کوي لاسته راغلي اطلاعات څومره واقعیت ته انعکاس ورکوي. د دې له پاره، چې ترلاسه شوې پایلې اعتبار ولري، په کار ده څو څېړنې په داسې توګه ترسره شي، چې په پوره توګه تر څېړنې لاندې موضوع سره سمون ولري.

ډاډ من تیا د هغه توافق له اندازې څخه عبارت دی، چې بېلابېل څېړونکي یې د یو ځانګړې موضوع د څېړنو له پایلو سره لري. ډاډ من تیا هغه خرمهره( محک) دی، چې د څېړنې د سمون کچه په ډاګه کوي.

د ټولنپوهنیزو څېړنو ستونزې

له دې امله، چې ټولنپوهان له انسانانو، د ژوندانه له مختلفو رنګونو، شخصیتونو، ارزښتونو، رواجونو او … سره سروکار لري، په څېړونو کې له داسې مسایلو سره مخامخیږي، چې تر ډېره د طبیعي علومو د څېړونو له موضوعاتو سره ډېر توپير لري.

د ټولنیز وضعیت بدلون: د ټولنیز وضعیت دوامداره بدلون، په ټولو راپورونو کې وخت او ځای ته پاملرنه غواړي. که څه هم په طبیعي علومو کې هم بدلونونه راځي، خو په ټولنیزو علومو کې د لنډه مهاله بدلون کچه ممکن ډېره د پاملرنې وړ وي.

۱۰ مثال:

د ټولنیزو څېړونو پلانول، همغږي او لارښوونه تر ډېره وخت مننونکې پروسه ده. مثلا ً که څوک وغواړي په یوه انساني ټولنه کې د پېښېدونکو جرمونو او جنایاتو لړلیک چمتو کړي، په داسې حال کې، چې مخنیوی کوونکی تدابیر هم ورته ونیسي، د یوه کال په اندازه اوږدې مطالعې ته اړتیا لري. د اطلاعاتو او شمېرو له راټولولو او د معلوماتو د تجزیې، تحیلیل او بیاکتنې وروسته، ممکن دې پایلې ته ورسیږي، چې د هغه ځانګړی جرم اهمیت او اغېز کم شوی او ځای یې نویو جرمونو یا جنایتونو نیولی دی. په بل عبارت، وخت مسلې ته بدلون ورکړی.

د څېړنو ستونزې: د څېړنې پرمهال د بل څېړونکو په شتون کې د پلټنې طرح ممکن تر مطالعې لاندې کسانو پر رفتار اغېز وکړي. لکه څنګه مو، چې په لومړي څپرکي کې اشاره وکړه، که د پام وړ کس داسې نارینه وي، چې له ده څخه د ښځو او نارینه وو د حقونو د برابرۍ په اړه نظر وغوښتل شي، ځواب به یې د نارینه او ښځینه پوښتونکي پر وړاندې توپير ولري؛ ان د ځواب ویوونکي د مېرمنې په شتون کې هم ممکن د ځواب وېینې ډول تر اغېز لاندې راشي.

انساني رفتار د وړاند وېینې وړ نه دی: سره له دې، چې ټولنپوهان ډېر کله نه شي کولای تر څېړنو لاندې کسانو د ځانګړي رفتار وړاندوېینه وکړي، خو کولای شي د هغې ډلې د رفتار په اړه کره منطقي وړاندوېنه وکړي، چې فرد یې غړیتوب لري. د دې کار له پاره احتمالاتو حساب له اصولو کار اخستل کیږي.

۱۱ مثال: یو ښوونکی هېڅکله نه شي کولای د کال په پیل کې وړاندوېینه وکړي، چې کوم زده کوونکی به الف، ب، ج، د، یا هـ، نمرې چې له ډېر ښه، ښه، متوسط، کمزوري او بد سره برابرې دي، واخلي. خو بیا هم کولای شي تېرو تجربو ته په کتنه کولای شي په هره یاده ډله کې د زده کوونکو د تقریبا ً کره فیصدۍ وړاندوېینه وکړي.

اخلاقي محدودیتونه: ټولنپوهنه د طبیعي علومو او فزیک پر خلاف ګڼې محدودیتونه لري، چې په ټولنیزو څېړنو کې له منل شویو اخلاقي ملاحظو څخه سرچینه اخلي. څرنګه، چې ټولنپوه له انسانانو سره اړیکه لري، باید د هغه حقونه رعایت کړي، عقایدو او وړتیاوو ته یې پاملرنه وکړي.

د ازمیښتونو محدودیت: ډېر کله، آن هغه وخت، چې د مطالعې لاسته راوړنې لوړ ارزښت هم لري، خو دروند لګښت یې د سرته رسېدو مخه نیسي. له دې سربېره، ټولنپوه باید هغو زیانونو ته هم پاملرنه وکړي، چې د پام وړ کس ته رسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *