تاند- په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال کېمبل نن /شنبه/ وویل چې پر افغان امنیتي ځواکونو باور او ډاد لري چې د طالبانو د حملو مخه په بریالیتوب نیولی شي.
جنرال کېمبل، چې د کار دوره یې پای ته رسېدلې ده، پر طالبانو ږغ وکړ چې د سولې بهیر ته ورګډ شي ځکه چې یوازې له دې لارې د خپل هیواد په راتلونکې کې رول لرلی شي.
ده په کابل کې خبریالانو ته وویل:«د طالبانو راتلونکې کټ مټ هغسي ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني دوی ته وویل. یعني په سیاسي پروسه کې دې شامل شي.»
دغه امریکايي جنرال همداراز وویل، د اسلامي دولت ډله (داعش) لا په نسبي ډول په افغانستان کې یوه کوچنۍ ډله ده او د امریکايي او افغان ځواکونو او حتي د طالبانو له پر له پسې حملو سره مخامخ ده.
ده وویل چې د افغانستان ملي حکومت ته اصلي خطر داعش نه بلکې ظالبان دي.
ټاکل شوې ده چې جنرال کېمبل، چې ۱۸ میاشتې په افغانستان کې د ناټو او امریکايی ځواکونو قوماندان و، د راتلونکې مارچ په لومړیو کې ډګرجنرال جان مایک نیکلسن ته د دغو ځواکونو قومانده وسپاري.
کېمبل خپله خبري غونډه په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ وبلله، او ویې ویل، له طالبانو غواړي چې د سولې خبرې وکړي.
کېمبل په افغان امنیتي ځواکونو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه، ویې ویل، د دې لپاره چې په دولتي امنیتي ځواکونو کې ښه والی راشي، پکار ده چې ځوانو او لا تکړه افسرانو ته ترفیع ورکړای شي. دوی ته همداراز پکار ده چې په سلګونو پوستې جوړې نه کړي.
ولسمشر اشرف غني په تېرو دوو میاشتو کې ۹۲ جنرالان بدل کړي څو په امنیتي ځواک کې د فساد اندېښنه له منځه لاړه شي.
امریکايی جنرال کېمبل په خپلو خبرو کې دا هم وویل، وروسته له دې چې بارک اوباما د داعش پر ضد د عملیاتو اجازه ورکړه، امریکايی ځواکونو په افغانستان کې د داعش پر ضد حملې زښتې زیاتې کړي دي.
جنرال کمپل ! تاسې به په خوړند سر، مات او ګوډ شرمنده له افغانستانه وځئ او طالبان به ان شاءالله دافغانستان حاکمان وي تاسې او ستاسې ګوډاګیانو ته به ځای نه وي
الحمدلله؛
ترپرونه یی شعار داوه چه؛
ویی وژنی یایی ونیسی قیدیی کری