(د فراه، د فریدون کلا یوه برخه)
فراه، په کلکولیتک (توږلې ډبرې ) دوره کې :
د لرغونو پوهانو په اند د کلکولیتک د زمانی او دوری ژوند له هغه ورځي څخه پیل کيږي چي انسان د سیندونو غارونه راکښته سوی دی.
دا نو هغه مرحله ده چی له ښکار کولو څخه زراعت مالداری ډیر رواج موندلی دی.
لرغونی پیژندنکو د ( ۱۹۵۱ – ۱۹۵۷ م ) کلونو تر کېندنو وروسته د هیواد په سوېل لوېدیځه حوزه ، چی د( فـــــــــــــراه ) شاوخوا وا ګاونډی سیمی هم پکښی دی. د ( موسیو [1]) فرانسوې لرغونپوه تر لارښونی لاندی تر سره سوې کندهار د منډیګګ کې پلټنی او شننی وکړی نوموړی منډیګګ د نوې ډبری په وروستی دوری او د مس ([2]) دوری په پیل پوری وخت اټکل کړ.
د مسو دوره ځینی د ډبری او مس دوره بللی او د لاتین کلولیتیک([3]) اصطلاح یی ورته کارولی ده !
لرغون پوهان د ډبری او مس دوری ځانګړی په لاندی ډول ښیی :
۱ . د کُلنګ او کرهڼی دودیدل.
۲ . د ډیرو وګړو لپاره د لوېو کورنو جوړول.
۳ . د مسی وسایلو کارول ، خو تر ډیره له ډبرینو وسایلو څخه ګټه اخیستل کېده .
۴ . د ښځو فګورین([4]) او مجسمی جوړول.
۵ . سفالی لوښی د منظمو هندسی نقشو سره)[5](
دغه دوران په لرغونی افغانستان کې د ډبری او مسو په نوم نومول سوې دی ، چی وخت یی ( ۳۰۰۰ ، ۳۵۰۰ ) تر میلاد وړاندی کلونه ښودل سوې دی.
په لومړی ځل افغانی سیستان ( فراه – هلمند)۹ کي (موسیوهاکن) ، او (موسیوګریشمن) د خپلو همکارانو سره په کال ( ۱۹۳۶ م ) د هلمند په لرغونی وادی ( سیستان = فراه ) د افغانی سیستان ( کنګ ) ته راغلل ، ددی ځای تر لیدو وروسته هیئت دوې ډلی سو یوه ډله یی ( نادعلی ) او ( زرنج ) د سیستان په پخوانی پایتخت کې چی د (فـــــــــــــراه) سوېل لور ته موقیعت لري، او بله ډله یی ( تاروسار ) ته نږدې په یوه شګلن ځای کې چی د هلمند سیند څخه پنځه وېشت کېلو متره لیری موقیعت لري کندنی پیل کړی ، د سیستان موقیعت چي (فراه) هم په دی تاریخی جغرافیه کې راځي او هغه رول چی یې ( قبل التاریخ ) په برخه کې لوبولی ، د لرغون پیژندونکو پام ځانته اړولی دی .، لرغون پوهان زیاتوي چي په غرب کي د (سوز) او په شمال کې د ( انو ) او (بلوچستان) او د اندوس د کښتی حوزی ترمنځ د سوېل ختیځ خواته سیستان ( هلمند ــــ فراه څنډی ) موقیعت د لرغونتیا له مخی ډیر مهمې دي ، او دا ځایونه چي په ځانګړی توکه ( فـــــــــــــــــــراه ) هم ددې لرغونې حوزې یوه خورا مهمه څنډه ده د قبل التاریخ مدنیت څخه مُستفید وه ([6]) او د کلکولیتک دوران یی تیر کړی دی ( سراول ستن ) ددغه مدنیت د نښانو د مشابهت په هکله هم خبر سوی دی ، او وایی : چی دا لا معلومه نده چی ددی مدنیتونو د نښانو نژدېوالی او قرابت د مهاجرت له کبله پیدا سوی او که د فتوحاتو او یا دوستانه اړیکو د تګ راتګ له مخي رامنځته سوې دی؟ کوم شی چي دلته اړین دی هغه ددې سیمو د قبل التاریخ مدنیت عمومیت دی . دا چی د ( فـــــــــــــــــــراه ) سیستان ، هلمند غاړی د سند د (موهنجو دارو ) د پینجاب جنوب ( هرپه ) د بلوچستان له ( نال ) څخه داسی اثار په لاس راغلی دي چي له مختلفو اړخونو څخه د بین النهرین د ( سومریانو ) پخوانی مدنیت او د خزر د بحيری ها خوا د (اکسوس شمال) د مدنیت سره ډیر ورته والی او شباهت لري. هر کله چی سیستان او د (فراه)شاوخوا ([7])هند ،چین ، مصر ، آمو مدنیتونو پارس په منځ کښی موقیعت درلود ، وېلای سو چی د قبل التاریخ دوری اړیکې او ورته والی یی ښه ثبوت دی. او فراه هم که د فراه رود ، خاشرود ، هاروت رود ، مالمند رود ، د زیدان رود ، د خیر آباد کوتل ، لاش جوېن ، ګلستان ، کوه بچه سيمی د لرغون پوهانو له لوری و پلټل سی ، بیله شک او تردیده به د قبل التاریخ دورې لاسوندونه ورڅخه تر لاسه او د توږلي ډبرې او مس نومونې به دا څرګندي سي.
د افغانستان په خاوره کې هغه سیمي چي انسانانو ته د غارونو د ژوندانه څخه راوروسته پکښي د ښکار او ټولنیز ژوند لاري چاري برابري وې ، د ژوند اړین توکې لکه اوبه ، ښکلی هوا او زراعت لپاره یې مساعده خاوره درلوده درې سیمی دې ، لومړی د هیرمند حوزه چی ( فـــــــــراه = جوَين ) هم پکې دی ، دوهم بخدي سیند ، دریم د سیند حوزه ، ددې تر څنګ د هلمند له برکته ډک سیند مرستیالان هم لکه ارغنداب ، ترنک او( فــــــــــــراه رود) هم ددې لرغونې دورې لاسوندونه تر شا پرې ایښي دي.
دا ادعا د لرغون پوهانو د هغه هڅو له مخی کولای سو چی فرانسوې پلاوې او دهغه پلاوې له خوا چی د امریکا د نیوېارک د ( طبقی تاریخ د موزیم د بشر پیژندنی د څانګې له خوا ټاکل سوې و ، او په (۱۹۵۱،۱۹۵۰،۱۹۴۹) کلونو کې د افغان واکمنو په اجازه او موافقه یی افغانستان کې کار پیل کړ، چی خپل د څیړنی او پلټنی کاری په یوه لوېه ساحه چی د فراه د ( فراه ) د جوېن څخه نیولی د کندهار تر پخوانی او سوېل لور ته د زابل تر (ترنک) سیمی پوری د قبل التاریخ د اوسیدونو ځایونه په نښه کړل، له دې څیړنو څخه څرګنده سوه چي ، په دې پراخه قبل التاریخی بشري حوزه کې داسي سیمي ، ځایونه او نقطې سته چي کولای سو د قبل التاریخ د ژوند د پاتي شونو نښې نښانې ور څخه تر لاسه کړو. د قبل التاریخ دا لوېه حوزه پر دریو برخو وېشل سوې وه .
۱ . د هیرمند ( هلمند ) لوېه سیمه چی تر چاربرجک رسیدل.
۲ . فراه او شاوخوا سیمیي يې.
۳ . د کندهار سیمه د ارغنداب څخه تر ( ترنک ) پوری.([8])
فراه، کې د غارمیشتی ژوند نښې:
غارونه او سمڅي د بشر د ډیرو لرغونو او لومړنیو استوګن ځایونو څخه وه .
ښکاره ده چي په جګو غارونو ( سمڅو ) کې د ژوند لپاره د لوړو غرونو لمنو ته اړتیا ده، زموږ د هیواد تاریخی جغرافیه دا شاهدی ورکوي چي د غار میشتي ژوند په دوره کې زموږ خلکو هم د غرونو په لمنو کې سیندونو او سیندګېو ته نږدې استوګنځایونه درلودل، په ځانګړی توګه د هندوکش شمالی لمني ، د کندهار شمشیر غار ( کندهار لوېدیځ پنځلس کېلومتره د پنجوايي په دری میلي کې ) هزار سم([9]) ( د خلم درې په کښتنۍ برخه کې واقع ) ، همداسي د هیتومنت (هلمند ) د زینداور ، سروان (کلا) او بيا همداسی تر هامون او تر فراه پورې د غرونو او لوړو تپو غاړې او څنډې هغه چي سیندونو او اوبو ته نږدې د غار میشتي ژوند نښې تر سترګو کېږي. د سیاه کوه، مالمند اودوران غرو په لمنو کې ، همداسی په کوه بچه کې ژور څاه او نوري نښي ددې شاهدي ورکوې چي یو وخت به دلته د غارمیشتي ژوند پړاوونه تیر سوې وي.
په غارونو کې ژوند ، د غرونو په لوړو او اوچتو برخو کي د هغوی د اوسېدلو علت له داړونکو ژوېو څخه وېره او هواره سیمه د ښکار د څار لپاره تر څار او نظر لاندی نیول مطلب وه . ([10])
( ډاکتر کون ) د غارمیشتی ژوند په هغه مثال کې چې د سمنګان د ایبک په ( قره کمر ) د غار څخه په پراخه پیمانه ترنظر لاندي نیولو په اړه وایي: “غارمیشتې وختو کې به له غارونو څخه تر څو میلو پورې پراخه دره لیدل. او داسي ځای و چي د ښکاریانو لپاره به پوره مساعد و، خپل ښکار به یې تر لیري ځای پوري څارلی او لیدلای سو.”
تجربو ښودلې ده ، هغه غارونه چي د بشري عمر په یوه دوره کې د انسانانو استوګن ځایونه وه ، د عرف په لحاظ د عوامو په مخ کې د نوم او نښان لرونکې ګرځیدلي لکه د کندهار شمشیر غار ، داچی شمشیر غار (فراه) ته په تقریباً یوه تاریخی جغرفیایي حوزه کې موقیعت لري له امکانه لیری نه ده. چی، (فراه )هم د غار میشتي ژوند خورا لرغوني بیلګي ولري. خو د لرغونپو پوهانو په پاملرنه سره هر څه په ژوندي ثبوت راڅرګندېدلای سی .
(فیرمسرويس) امریکا یی چی د کندهار په ( ډیمراسی ) غونډی کې کېندني وکړې وېې وېل : ” د پخوانی د لرغونتیا د تثبیت له نظره ډیر ارزښت لري، ځکه چی له دی غونډی څخه د لومړی ځل لپاره د مور رب النوع (مع بانو) مجسې په لاس راغلي دي دا الهې د ( اولیتیک ) درېیمه دوره یا د تیږې په نوې دوره پوري اړه لري ، هغه چي د پخوانۍ نړۍ یعني د قبرس ، لرغونی روم له سواحلو څخه نیولي تر هند ، چین او بیا آریانا پوری مشهوري وې او د سند له سیمي ( موهنجو دارو ) او (هرپه) بیا د کندهار تر شمال لوېدیځ ( منډیګک ) له غونډی څخه یی بیلګې تر لاسه سوې دی.”
په هر حال هغه خلګ چی له وختو او مودو راهیسي د پنجوایي دغرونو لمنو ته راکښته سوې دي او د ارغنداب کېڼ (چپ) اړخ ته په غاړو او څنډو کې په بزګری بوخت سوي، د بزګری کسب اوکار یی پیل کړی دی نو یوه لوېه ساحه او حوزه چی تر ( فــــــــــــــراه ) او ګاونډي پارس (ایران) جنوب([11]) ختیځی سیمی هم پکي راځي، د غار میشتي ژوند ابتدایي نښي تر سترګو کېږي چي په رسمي او علمی پلټنو سره او د نوې عصر د تکنالوژۍ په مټ کولای سو په (فراه) کې ډیر ژر د غار ميشتي ژوند بیلګې په ثبوت ورسیږي.
یو شی چې د یادولو وړ دی هغه داچې د لرغونی مدنیت دا لړی چی د ( افغانستان په سویل ، لویدیځ ، د بلوچستان تر نال او جاله وان پور همداسي د سیستان ( هلمند ) په نادعلی ، (فراه) او د پارس په ځینو سویلي برخو کې لیدل کیږی، دا لرغونې بشري لړی تر بین النهرین ( اوسنی عراق ) پوری هم رسیدلې او په هغو خلکو اړه لری چی په ماقبل آریایی یا تر آریایي عصر مخکی یې دلته ژوند کړی دی، لکه مخکي چي ورته نغوته ( اشاره ) وسوه ددوی په لرغونیو اثارو کی د مور د رب النوع په څېر الهه او مجسمه موندل سوې ځکه ویلای سو چې ، دین ګروهه (عقیده) او فرهنګ یې هم سره ورته والی درلود. ([12])
له سنده تر پښین بیا تر کندهار ، هلمند ، فراه او هرات پوری یوه لویه د خلکو تېرېدلو لاره وه. چې همداسي دا لاره د (ترنک) ، غزني او هندوکش سویلي سیمو ته رسېدله ([13]) په دی مانا چی د هلمند وادې (فراه،جوین ،زرنج) هم پکښی شامل وه سره نښلولې ، ځکه يې نو د ماقبل تاریخ ، توږلي ډبرې او غارمیشتی ژوند نښی هم سره ورته والی لري ددې غارونو ساکنین ، په غارونو کی د چقماق په ډبرو اوربلېده هم زده کړل دوی له ننه تر شاوخوا لس زره (۱۰۰۰۰) کاله پخوا پوري هم په همدی غارونو کی ژوندوکړ وروسته غارمیشتی ژوند د آسیا په دی نقطه کی پای ته ورسېد او د نوي ډبري دوره پیل سوه.
نور …هم سته
اخځلیک او لمنلیک:
- [1] Cassl
- [1]Copper
- [1]Chalcolithic
- [1]دمس او ډبري دوریې کي، د ښځو مجسمې هم کشف سوي دي ، چي په انګریزي کي د فګورین نوم ورکول سوی ، ( باوری : ۵مخ )
- [1]پوهندوی ، رسول باوری ، باستان شناسي مدنیت های اولیه دوره انتیک افغانستان ، انتشارات امیری ، لمریز۱۳۶۷، ۵ مخ
- [1]علامه استاد کهزاد ، د افغانستان پخوانی تاریخ ، لومړی ټوک ، ۲ ، ۲۶ مخ
- [1]استاد ، کهزاد ، مخکې اثر ، ۲۸ مخ
- [1]استاد احمد علی ، کهزاد ، افغانستان د تاریخ په رڼا کی ، ژباړه او رنګ زیب ارشاد، دانش خپرندویه ټولنه ، ۱۳۷۹ لمریز ، ۹ ــ ۱۰ مخونه
- [1]هزار سم : سم دپی د سمڅی لنډیز او هزارديی د زر شمیره یعنی زر سمڅی ځای.
- [1]استاد کهزاد ، مخکې اثر، ۲ مخ
- [1]استاد کهزاد ، افغانستان د تاریخ په رڼا کی ، مخکی اثر
- [1]علامه عبدالحی ،حبیبی ، د افغانستان لنډ تاریخ، د بینوا ژباړه، ۱۳۱۳ ۴ مخ
- [1]علامه حبیبی ، مخکی اثر ، ۵ مخ
[11]استاد کهزاد ، افغانستان د تاریخ په رڼا کی ، مخکی اثر
[12]علامه عبدالحی ،حبیبی ، د افغانستان لنډ تاریخ، د بینوا ژباړه، ۱۳۱۳ ۴ مخ
[13]علامه حبیبی ، مخکی اثر ، ۵ مخ
——————————–