میرویس ملګری
هغه عکس ته چي په خپل لاس  د کامرې یا موبایل په وسیله داسي واخیستل شي چي د عکس اخیستونکي څېره او شاته منظره روښانه راشي نو دې ډول عکس ته سلفي وایې. د لومړي سلفي په اړه داسي ویل کیږي چي په کال۱۸۳۹زیږدیز کي د یوه امریکایې عکاس رابرټ کارنیلوس په لاس اخیستل شوی.  دا د هغه وخت لومړۍ کامره وه چي کارنیلوس ورباندي عکس جوړ کړ او د تاریخ پاڼوته یې وسپاری.  
د اتلسمي پېړۍ په وروستیو کي د یوې امریکایې کمپنۍ پنځو تنو کارکوونکو په نیویارک کي سلفي جوړه کړې د پنځو نفرو دا یادګار سلفي په کال ۱۸۹۲کي  جوړ شوی  چي په تاریخ کي د مدرني عکاسۍ د لومړي پړاو د پیلامې په نوم یادیږي.
2د نوي او پرمختللي تکنالوجۍ د راتګ  سره سم که یوې خوا ته په ورځنیو کارونو کی زموږ ډېری ستونزي اواري شوي خو بل لور ته موږ د ناسمي کاروني له کبله د ډېرو ستونزو او ربړو سره لاس و ګریوان یو، تاسي وینئ چي نوي ځوانان په ځای ددې چي کمپیوټر کي د انټرنیټ له لاري د ځان  او ټولني د ښې راتلونکي لپاره لارښووني واخلي او عملي یې کړی خو دوی لګیا وي ټوله ورځ ګیمونه، ډرامې او فلمونه ګوري چي دا د دوی د ښې راتلونکي  په مخ کي خنډ ګرځي،موږ باید د ماشومانو د ښې راتلونکي لپاره هغوی فزیکي خوځښت ته وهڅوو تر څو سالم او تندرست پاتي شي.
راځم خپلي اصلي موضوع ته،ښایې تاسي به هم د سلفي  اخیستلو په موخه د غره لوړي څوکي ته د ختلو هڅه کړې وي او یا به مو د کومي دنګي ماڼۍ په سر د عکس اخیستلو تجربه کړې وي داسي به هم پیښ شوي وي چي د سلفي په وخت کي تاسي او ستاسي  دوستانو ته زیان اوښتی وي، د ملګرو سره یا یواځي د سلفي اخیستلو دا جنون ټوله نړۍ پر سر اخیستې، 2ښایې په خواله رسنیو کي به مو لیدلي وي چي سلفي اخیستونکي د یوه سلفي د پاره څومره زحمتونه ګالي ،دنګو ماڼیو ته پورته کیږي، د سېل د اوبو سره سلفي اخلي د سلفي په موخه وحشي حیواناتو سره  نژدې دریږي چي کله کله ان د دوی د مرګ لامل شي، څه وخت وړاندي د سهیلي پښتونخوا په سرحدي ښار چمن کي  یوه ځوان د سلفي نیولوپه موخه تمانچه په ټېک کېښودل،غوښتل یې چي د موبایل تڼۍ کښیکاږي خو په ناپامي کي یې د تمانچې ماشه کښېکښل، ډز شو! د سر ماغزه یې په دېوال پریوتل،یوه ځوان د تل لپاره  ترګي پټي کړې! مور ، پلاراو نور دوستان  یې د غم پر ټغر کښینول.
د کندهارد دالې بند په غاړه څو ځوانانو سلفي جوړول ،یو یې اوبو ته ولوېد چي بیا اوبازانو په ډېر زحمت را  وویست ژوندی و خو څو ورځي یې د خبرو کولو توان نه درلود،د سلفي په وخت کي مرګوني پېښي یواځي زموږ په هیواد کي نه دي تر سترګو شوي د نړۍ ډیری هیوادونه د داسي پیښو شاهدي ورکوي د سي این این د یوه راپور له مخي د دوه زره څوارلس کال راهیسي تر اوسه پوري  لږ و ډیر ۵۰کسانو د سلفي پر وخت خپل ژوند د لاسه ورکړی،د سلفي نیولو په وخت کي مرګوني پیښي د نورو هیوادونو په پرتله هندوستان  کي  ډیري  دي،نو ځکه هندوستان حکومت د دې هیواد په شپاړس ځایونو کي په سلفي نیولو بندیز لګولی او څوک نه پریږدي چي په دې ځایونو کي سلفي جوړه کړي.ل که څنګه چي مخکې یادونه وشوه له دوه زره څوارلس راهیسي د سلفي جوړولو په وخت کي پنځوس کسان د ژوند نه بې برخي شوي او کورنیو ته یې غم پاتي شوی،ددې  پېښو اصلي لامل د سلفي نیوونکو بې احتیاطي او بې ځایه جنون دی،د سي این این د خبر له مخي د سلفي په وخت کي شپاړس کسه د لوړو ودانیو نه را لویدلي او مړه شوي،څوارلس کسانو په اوبو کي د غرقېدلو له کبله  خپل ژوند د لاسه ورکړی همداسي نور ډیری کسان د ریل ګاډو،مرمۍ لګیدلوحتی ګرنېډ چاودیدلو له امله د مرګ کومي ته لوېدلي چي دا ټولي پېښي د سلفي اخیستلو په وخت کي را منځ ته شوي.
ددې څو کرښو د لیکلو نه مي موخه دا نه ده چي  خلګ د سلفي جوړولو نه راوګرځوم،یواځینۍ موخه مي دا ده چي ژوند ډېر خوږ دی،د خپل ژوند خوږې شېبې مو په خپل لاس مه ترخوئ،په خواله رسنیو کي د څو لایکونو لپاره داسي سلفیانو ته زړه مه ښه کوئ چي ژوند مو د ګواښ سره مخ شي ،که چیري په دې پوه شئ چي  په کوم ځای کي درته سلفي نیول ګران تمامیږي نو مه یې اخلئ کورنۍ،مور و پلار او نورو دوستانو ته مو تلپاتي غمونه مه پریږدئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *