بوډا د اوږدې شېبې لپاره په دېواله د خپل پنځه کلن لمسي را ځوړند تصوير ته مخامخ ولاړ و، د لمر تازه را لوېدلو وړانګو پرې رڼا شيندلې وه.
د سپين ږيري سترګې له اوښکو ډکې شوې او بيايې خپلې مېرمنې ته را وکتل
د اجمل مورې! ياد دې شي چې هر سهار به دا وخت د مکتبيانو له شور ماشور سره را غاړې وت او ويل به يې هله بابا اوس به د کوڅى دکان واز شوى وي.
کړکۍ ته نږدې ناستې مېرمنې د چايو سړه پايله پر ځمکه کېښوده، چوپه خوله يې د ټلويزيون ريموټ را واخيست چې د خپل تېر لس ورځني عادت له مخې د سهار د اوو بجو خبرونه وګوري، ګوندې د خپل زوى، نږور او يواځني لمسي په اړه کوم نوى خبر واوري.
بهرني خبرونه پيل شوي وو، په کوم شنه سمندر کې د توپان او څپو غرونه اوښتل، د يونان په اوبو کې د قاچاق وړونکو بېړۍ ډوبه شوې وه، د ماشومانو او مېرمنو څو مړي له اوبو را ايستل شوي وو او پوليس يې سر ته ولاړ وو.
ناڅاپه د بوډا له خولې چيغه وخته، يو ځل بيايې په دېواله را ځړېدلي تصوير ته وکتل او بيا يې سترګې د ټلويزيون پر ښېښه د يوه کوچني په تصوير مېخ پاتې شوې، خو د هغه سترګې پټې وې او پوليسو په يوه پلاستيکي کڅوړه کې بندولو.
٢٠١٦، فبروري ١٢مه
—————————-
په زړه پوری او له غم ډکه کیسه