جمشید عمر

هر هیواد یو ځل د جنګ مریضي تیره کړي، خو وروسته بیا دومره مخکې تلی چې نور هیوادونه یې پرمختګ ته حیران شوي. موږ په هر څه کې د هیروشیمیا مثال ورکو، ځکه هغه په خپل ګیډه کې اټم هضم کړی. خپله جاپانیانو د بیرته رغیدو امید له لاسه ورکړی و. وروسته د کم وخت نه یې ولیدل، چې یو بوټۍ زرغون شوی، نو وپوهیدل چې هر څه بیرته خپل حال ته راتلی شي، نو دومره کار یې وکړ، چې د اول ځل نه یې ښه جوړ کړ.

زموږ هر یو چې د میز تر شا کیني، نو همدا یوه خبره کوي چې افغانستان یو جنګ ځپلی هیواد دی او تر څو چې جوړیږي، ډیر وخت غواړي؛ خو دا خبره د نورو هیوادونو خلک نه کوي، ځکه هغوی په دي متل عمل کوي چې د نن کار سباته مه پریږده.

ولی ولاړ دی؟ علت یې په څه کې دی؟ یو څو یې درته لیکم.

بې اتفاقي:

زموږ د خلکو غټ مرض بي اتفاقي دی، چې هیڅ سره نه یو ځای کیږو. په یو کور کې په مختلفو نومونو ژوند کو. په مختلفو نومونو یو د بل پښې وهو. په مختلفو نومونو یو د بل سره کینه ساتو…

د مسؤولیت نه منل:

دلته څوک دا نه حس کوي، چې دا زما مسؤلیت دی او زه باید دا کار په اخلاص سره وکړم. زموږ استاده چې د جنوبي کوریا ده، هغي ویل: موږ په اوله کې هیڅ نه درلودل. هر څه خو پریږده حتی د خوراک لپاره مو څه نه ول چې یوه ورځ پري خپله ګیډه مړه کړو. کله چې د المان رئیس جمهور راغی او زموږ د هیواد خلک یې ولیدل، نو موږ سره یې په یو شرط د مرستي وعده وکړه چې زموږ ځینې خلک به د المان په فابریکو کې کار وکړي او د هغوی معاش او یو څه اندازه نوري پیسې به موږ تاسو ته درکو. ټولو کوریایانو ورسره ومنله. کله چې به د هغو کارکونکو میاشت پوره شوه؛ نو د هغوی ټولي پیسې به یې کوریا ته راولیږلي. کوریایانو لومړی په دي پیسو فابریکي او د تعلیم سیستم جوړ کړ. دوی د کار لپاره ماشینونه نه درلودل. دوی به په ملا (شا) باندې ټاټکي وړل او همداسې ورو ورو یې خپل هیواد جوړ کړ.

دوی ولی دا کار وکړ؟ دوی پوهیدل چې که خپل مسؤلیت ونه پیژنو او موږ کار ونه کړو؛ نو زموږ به نسلونه نسلونه په همداسي بدبختیو کې وخت تیروي، نو ښه دا ده چې موږ په ځان سختۍ تیري کړو، چې نور نسلونه مو راحته ژوند تیر کړي.

که مخکینیو قرباني نه وای ورکړي، نو دوی به هم زموږ په شان همداسي یو په بل پسې په بدبختیو کې ژوند تیراوه. که هر یو کس کار ته کار ووایي او دا و وايي چې دا زما مسؤلیت دی او زه باید دا کار وکړم او که نور مي هیڅوک نه ویني، نو یو څوک شته چې ما ویني، نو بیا به دا شړۍ وړۍ شي.

کار اهل کار ته نه سپارل: زه دي په ډریوری نه پوهیږم، خو د ټیلر شترنګ ته مي کینوي. که هر څومره خواري وکړم چې ځان بلد وښایم خو د یو څو دقیقو وروسته به مي د یو کمر سره وهلی وي. عجیب سیستم دی دلته. که چا انجینري لوستي وي، هغه به د اقتصاد په برخه کې کار کوي. ډاکټر به د حقوق په برخه کې کار کوي. دولسم نه به فارغ وي، خو د ګمرک په برخه کې به کار کوي… او ادیب دي بیا د سیاست په برخه کې غږیږي، نو پر مختګ د کومه پيدا شي؟ هغه وايي چې هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه.

د نیوکي نه منل:

په یو ځای کې یې لیکلي ول، چې نیوکه د ژوند برخه ده. که موږ ومنو چې نیوکه د ژوند برخه ده؛ نو موږ کولی شو چې په ژوند کې پرمختګ وکړو. نیوکه موږ خپل وجدان ته متوجه کوي، چې موږ څومره اشتباه لرو. دوه ډوله نیوکه ده. سالمه یعني پرځای او بي ځایه. په دواړو کې د انسان لپاره ګټه ده. د سالمي نیوکي په زغملو سره په موږ کې اصلاح راځي او د غیري سالمي له لاري په موږ کې د صبر او زغم قوه قوي کیږي. دلته که یو چا ته ووایي چې هلکه په تا کې دومره کار دی؛ نو که وس یې درباندې ورسیږي وهي دي او که نه نو کینه یې درسره پيدا کیږي.

زموږ هره رهبر ته چې ګوته نیسې هغه پړه پر بل چا اچوي. کار به ده کړی وي، نو اړوي به یې پر دولت.

قانون شته، عمل نشته:

هغه څه چې اسلام ویلي هغه مو یوي خواته پریښی، په بل قانون باندې شخوند وهو. دواړه مو په کتاب کې لیکي او په ژوند کې مو عملي کړی نه دی.

کنټرول نشته:

د دولت دا مسؤلیت دی، چې هره څانګه او هر څوک کنټرول کړي. تجار څه را واردوي؟ حلال او که حرام. زموږ له فرهنګ سره څومره سر خوري. کیفیت یې څنګه دی؟ … رئیس خپله دنده څنګه مخ ته وړي؟ شاروال کنټرول څنګه دی؟ معلم درس ته راځي او د درس شیوه یې څنګه ده؟ … د دوی پر سر کنټرول نشته او هر یو ازاد دی چې څه یې زړه وغواړي کوي یې. که د هر چا نه د خپل د کار پوښتنه وشي، نو فکر نه کوم چې بیا موږ له دولته شکایت ولرو.

فساد، واسطه، د بل په خوله مکتب سوځول، پُل خرابول، په یو او بل نوم وژل …. یې بیا نور علتونه دي.

دومره شیان دي چې د هر یو راوړل به لوستونکی ستړي کړي، خو موخه مې دا نه ده؛ چې زه دي دا خبرې د ګډوډۍ لپاره کوم، بلکې د یو ازاد اسلامي هیواد په هیله یم چې نور ددي بدبختیو نه لاس واخلو او په سوله کې ژوند وکړو. هر یو ته د ډیرې بي انصافی رواني ستونزه پيداه شوي ده. که دا هر څه په ښه شکل روان وي او هر یو د دواړو جهانونو ګټه په نظر کې ونیسي، نو امنیت، سوله، اقتصاد… او بلاخره به مو د الله ج پر وړاندې خپل فرض اداء کړی وي.

——————————–

د ښاغلي جمشید عمر نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *