په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو خپلوان سزا ویني

تاند- د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې د دغه ایالت پولیسو په خپل منځ کې یو افغان پولیس ونیوه.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې نن وویل چې پولیسو یو تن، چې د پولیس په توګه یې کار کاوه او د پاکستان تذکره یا پېژندنپاڼه یې په جعلي ډول جوړه کړې وه، د یکشنبې په ورځ ونیوه.

په راپور کې ویل شوي چې پولیسو ته شکایتونه شوي وو چې د افضل خان په نوم یو پولیس، د افغانستان تبعه دی. له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې افضل خان د اول ګل زوی د افغانستان تبعه دی.

د پاکستان د نفوسو د احوال ادارې (NADRA) هم تایید کړه چې اول ګل او درې زامنو یې د پاکستان تذکرې په غیرقانوني لارو ترلاسه کړي دي.

پولیسو افضل خان نیولی او پوښتنېئ – ګروېږنې یې ورڅخه پیل کړي دي.

2 thoughts on “پاکستاني پولیسو په خپلو لیکو کې یو افغان پولیس ونیوه”
  1. دوستانو دادپنجابيانو لپاره کومه نوی خبره نده اودهغو پنجابی نظامی اوجاسوسی شبکی غړی چی دارګ دننه ته يي ځان راورساوه او اوس د طالب اوداعيش په ډلوکی منظم کار کوی اولاسونه يي زمونږ دخوار او محتاج ولس په وينو لړلی دی دهغو ی څخه به څوک تحقيق او پوښتنه وکړی . دی شخص دپيښور په ولايت کی وظيفه اجرا کړی اودا منطقه دهغه دپاره خپله خاوره ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *