تاند- راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو نن /سې شنبه/ د دنډ غوري ولسوالي تصفیه بشپړه کړه.
د ډنډ غوري تصفیه به مرسته وکړي چې تخنیکي ټیمونه سیمې ته واستول شي او د برېښنا ویجاړې شوې ستنې جوړې کړي.
د دغو ستنو د ویجاړېدو له کبله، کابل ته د ازبکستان وارداتي برېښنا پرچاو شوې او د جنورۍ له ۲۶ څخه پلازمېنه له ۱۹ تر ۲۰ ساعته بې برقه وي.
حکومتي چارواکي ادعا کوي چې د برېښنا ستنې طالبانو نړولي خو طالبان وايي چې د برېښنا ستنې د حکومتي ځواکونو د بې هدفه ډزو په نتیجه کې ویجاړې شوي دي.
د سیمې خلکو هم د حکومتي ځواکونو له لوري د درنو وسلو په وسیله له بې هدفو ډزو شکایتونه کړي او ویلي دي چې ګڼ کورونه یې په نتیجه ویجاړ شوي او په لسګونو ملکیان وژل شوي دي.
خو دفاع وزارت د خلکو ادعاوې نه مني.
د بغلان مرستیال امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر د چین سینهوا خبري اژانس ته وویل:«تر هغو چې ډنډ شهاب الدین هم له وسله والو طالبانو تصفیه شوی نه وي، تصفیوي عملیات به روان وي. تېره شپه امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ په شاوخوا کې ۶ وسله وال طالبان ووژل.»
ده همداراز وویل چې د ملي اردو انجنیران د برېښنا د مزو د ستنو شاوخوا سیمه له ماینونو او د سړک د غاړې له بمونو پاکوي څو کارګر سیمې ته لاړ شي او برېښنا ژر بېرته وصل کړي.
له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا واردات په ۲۰۰۸ م کال پیل شول.
دا رپوټ پوره حقیقت نلري داردو په ړندو توپونوسلګونه کورونه مسجدونه او ودانۍ نړیدلي او له ۱۵۰ نه زیات ملکي وګړي شهیدان شویدي چې له څلویښتونه زیات یې ښځې او ماشومان دي او همدغه راز له اووسوو زیات ټپیان دي.ددوی به دا بیخي ډیر پیشرف وي چې دبرق پایې ته ځان ورسوي چې ددې لپاره جګړې ته هیڅ ضرورت نه و ، ځکه طالبانو پخپله ورته اعلان کړی و چې اینجران دې راشي او دبرق پایه دې جوړه کړي مګر دوی اینجنران نه وراستول ددوی هدف د ملکي خلکو وژل او د پښتنو دکورونو ورانول و چې دې هدف ته ورسیدل . که طالبان دبریښنا قطع کول وغواړي نو نورې داسې ډیرې سیمې شته چې هلته پایې ونړوي او پرکابل ښار بجلي قطع کړي. بس دکابل اداره دې ترهغې دپښتنو په مرګ ، اداري فساد، غلا ، چور او چپاول باندې خوند واخلي ترڅو چې طالبان کابل ته نه وي داخل شوي. په کومه ورځ چې طالبان کابل ته ننوتل په هماغه ورځ به د پښتنو ویده بخت راویښ شي..
هره جګړه خپلی پایلی لری:
د سوداګرو تیل او ګاز به اوس په ښه بیه خرڅ شوی وی نوربه ضرورت نه وی چی برښنا د کابل په ښاریانو قطعه شی. بنا د تصفیوی عملیاتو یوه برخه تکمیله شوه او دا بله برخه به هم ژر تصفیه شی. دواړو خواو ته ګټه ورسیده. هم ثواب او هم خرما. طالبانو جهاد وکړچی د آخرت پانګه یی شوه او شمال ټلوالی اقتصادی او دنیوی ګټه وکړه . خو پښتنو په شمال کی تاوان وکړ. کورونه یی وران ، باغونه یی قطع او ځوانان ، سپيږیری ، ښځی ، ماشومان یی شهیدان او ټپیان شول . له بلی خوا د کابل شریفو ښاریانو په لوړه بیه تیل او ګاز واخیستل . د طلوعوالو لپاره په زړه پوری ډرامی او پروګرامونه اوخبرونو ته ښه مطالب جوړ شول.