نه مــــې اخــــــتر نه مې بـــــــــرات ياديــــږي

لـــــه وړوكتـــوب نـه مـــې خيـــرات ياديـــږي

لــــوې شـــوم  پـــ سوال كـــې لــه سواګرو سره

د  رهبـــــــرانو مــــــــې آفــــــات  يـــاديــــږي

مــــــونږ ســـــره ولې داســـې كيږي خــــــــدايه!

ژونـــد كــــې مــــې تـــــل دا مشكلات يـاديــږي

اختـــــر بـــه څـــه كـــړم چـې خـــوشحاله نه يـم

هـــــر دم پـــه زړه مـــې خــرافـــات ياديـــــږي

كړيدلې دې كړيږي لمـــــــــــــر پر مونږه باندې

پـــــه زړه د خـــــوار چـــــې دا حالات ياديــــږي

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *