سید اصغر هاشمي

شعوري (راوړې) او ناشعوري (راغلې) شاعري په حقيقت کې د شعر ليکلو او شعر په خپله ذهن ته راتللو دوه توکي دي.

ناشعوري شاعري هغه ده چې د شاعر ذهن ته فکر او خيال ورشي او هغه د شعر په صنف کې لکه: غزل، قصيده، نظم او نورو کې وليکي. د شاعر خوښه نه وي چې شعر وليکي، بلکې د شعر خوښه وي، چې شاعر يې وليکي.

شعوري شاعري هغه ده، چې کله يو شاعر او ليکوال هر وخت د شعر د ليکلو په فکر او خيال کې وي، فکر کوي، مضمون او موضوع لټوي او غواړي چې د شعر په يو چوکاټ کې شعر وليکي. دغه ډول شاعري پکه وي او ليکوال ته يې شاعر نه بلکې نظم ليکونکى ويلاى شو. مثالونه يې زموږ او ستاسې په ټولنه کې ډېر شته، دوى فکر کوي چې شاعران دي خو په اصل کې دوى شعر نه پېژني.

سيد رسول رسا د ناشعوري او شعوري شاعرۍ په اړه وايي: (کوم شعر چې د قوي شاعرانه تجربې، مشاهدې، جذبې او احساساتو ادبي اظهار وي او د شاعر له احساساتو او جذباتو د رالړزېدلي وريځو نه لکه د پشکال د باران خپله راڅڅېدلى وي، د شاعر شاعرانه تجربه دا مجبوره کړي، چې د الفاظو په شکل کې يې ښکاره کړي، د دې جذباتو او احساساتو تجربه شوې مثال د هغه ماشوم دى، چې نوى پيدا او ډېر سپېڅلى وي دا به خامخا چغې او کرېږې وهي او خپل اظهار به کوي نو شاعر که په شعر کې د يو داسې تجربې اظهار کوي نو دې ته ناشعوري (راغلي) شاعري ويلاى شو، دې خيال ته الهام وايي او شاعر يې په شعر ويلو او ليکلو مجبور کړى دى دا د شاعر مجازي اولاد دى او د شاعر نه زېږېدلى دى.

بل هغه خيال يا شعر دى، چې شاعر د ډېر غور او فکر کولو نه پس د نظم په لباس کې په ليکلو مجبور شوى وي، يعنې خيال خپله د ښکاره کېدو لپاره بې قراره نه وي، شاعر په طبيعت زور اچوي او داسې اراده کوي چې طبيعت يې غواړي او که نه غواړي خامخا به شعرونه ليکي. نو داسې شعرونه چې د احساساتو، عواطفو او خيالاتو تر تاثير لاندې نه وي ليکل شوي، بلکې غواړي په ارادي ډول پورته توکي په خپل نظم کې راوړي، دې ته شعوري شاعري ويل کېږي.

ناشعوري ته شعر او شعوري ته نظم ويلى شو، په ناشعوري شاعري کې کوښښ غور او فکر کول په کار ده د الفاظو بدلول رابدلول هم ځينې وخت صورت نيسي.

په شعوري ډول که څوک کوښښ وکړي چې ښه شعر ټولنې ته وړاندې کړي، امکان لري، خو کوښښ او فکر کول په کې بيا هم ضروري دى.

که چېرې لعل په نظر کې ونيسو، لعل که په زحمت سره جوړ شي، نو ښايست يې يو په دوه شي، ځکه چې لعل خو په تيګو کې بند رابند وي، خو که صنعت ګر هر څومره په تيګې باندې کوښښ وکړي، د لعل ځاى نه شي نيوى، زحمت يوازې لعل ته ښکلا ورکولاى شي نه تېګې ته.

په ناشعوري شاعرۍ کې فکر کول او زحمت ويستل، ترڅو ښه شعر وليکي، داسې مثال لري، لکه څوک چې د لعل په جوړولو کې زحمت وباسي او په شعوري شاعري کې فکر کول ترڅو ښه شعر جوړ کړي، داسې مثال لري لکه څوک چې د تيګو په جوړولو باندې زحمت وباسي او غواړي چې د لعل ښکلا په کې پيدا شي.

الطاف حسين حالي وايي: د اکثرو خلکو دا نظر دى کوم شعر چې د شاعر د ژبې يا قلم نه فوراً او په غير ارادي ډول ووځي، ښه شعر وي، نسبتاً هغه شعر ته چې په ډېر دقت او فکر کولو ليکل شوى وي. اولنې ډول ته ناشعوري او دويم ته شعوري شاعري ويلى شو.

د روم مشهور شاعر (ورجيل) به سهار خپل شعرونه ليکل او بيا به يې پرې ټوله ورځ فکر کاوه او هغه به يې اصلاح کول او دا به يې ويل چې: (يږه خپل بدرنګ بچى دغه ډول په څټلو پاکوي او ښايسته کويې يې)

(ملټن) داسې نظر لري او وايي: نظم هم په ډېر زحمت او کوښښ ليکل کېږي او په هر نيم بيتي کې بايد ډېر دقت وشي، ډېر ولوستل شي او د الفاظو بدلول رابدلول په کې وشي، د فارسي ژبې يو شاعر د شعر د جوړولو حالت داسې بيانوي:

براى پاک لفظي شبى بروز ارد

که مرغ و ماهى باشند خفته و بيدار

هغه نظم چې د عامو په زړونو يې تاثير کړى دى، که هغه لنډ وي يا اوږد خو په تکليف او زحمت ليکل شوى وي، داسې نه ده چې بې تکلفه ليکل شوى وي.

(ابن رشيق) وايي: شاعر چې شعر وليکلو په هغه باندې بيا بيا فکر کول او لوستل ضروري دى او څومره چې امکان لري په شعر کې ښکلا پيدا کول ضروري دى. بيا هم که په شعر کې ښکلا پيدا نه شوه، د هغې د الفاظو په بدلولو رابدلولو کې هېڅ فکر کول په کار نه دي، اکثره شاعران د شعر په نيم بيتیو کې الفاظ بدلوي، رابدلوي چې په دې باندې د شعر خامي نه لرې کېږي.

په ناشعوري شاعري کې شعري تجربې ته ډېره اړتيا وي دغه شاعرانه تجربه شاعر دې ته مجبوروي، چې د الفاظو په شکل کې يې ښکاره کړي. ځکه چې د دغسې تجربې مثال د نوي ماشوم دى، دا به خامخا چغې وهي او خپل ځان به ښکاره کوي، دې ته د شاعر مجازي اولاد ويلى شو.

خوشحال خټک په دې هکله وايي:

زه د شعر په کار هېڅ نه يم خوشحال
ولې خداې مې کړ په غاړه دا مقال
رنګ زما د شعر هېڅ سره ساز نه دى
لکه سپى راپسې ګرځي په دنبال
که د شعر ويل هر څو د صفت وي
بيا به شعر کې پيدا شي انفعال
دا خبره بده نه ده چا ويلې
په تحقيق چې شعر حيض دى درجال
په جهان تر شاعريه بد څه نشته
خداى اخته مه کړه سړى په دا جنجال
تفکر د شاعر به لړمون شين کا
د غليم دې په نصيب شي دا اشغال
يو يې زړه له واړه خلکو نه جدا شي
بل اخته وي دخپل فکر په تکال
بل که هر څو در ګوهر به يې په شعر
عيب جويي او جاسوسي کا د افعال
هر شاعر يې په ويلو ګوتمنډي کا
که په شعر کې ته من يې دى مثقال
بل په هسې شان دروغ په کې ويل شي
چې په خپله دروغژن شي دم در حال
د يار مخ د لاله ګل سره نسبت کا
د لاله د يار له مخه څه مثال
د معشوقې تورې سترګې غمزه ګرې
په غزل کا لکه سترګې د غزال
خلک خوښ په خوب ويده وي دى بې خوبه
د پالنګ د پاسه خوب وي پرې محال
پټ په پټه وبله اوړي تر صباحه
د ښه لفظ د ښه مضمون په اتصال
چې د شعر فکر ورشي په نمانځه کې
د اعوذ ذال بدل کاندي په دال
چې د شعر فکر ورشي په خواړه کې
سپيني وريژې په مزه شي ورته ګال
دا همه د خپلې پوهې نتيجه ده
چې شاعر له فکره نه وي فارغبال
فلاکت د شاعريه سره مل دى
که شاعر سړى لري جاه و جلال
سمرقند و بخارا څه هغه زه يم
چې جهان بخښم د کښلي مخ په خال
ما دا څو توکه چې وليدل د شعر
هى توبه د شاعريه له افعال
چې د شعر فکر ورشي په مجلس کې
نور عالم خندا هوس کا دى ملال
کشکې زه بې ژبې ګونګ واى شاعر نه واى
تر دا هسې ګويايبه ښه وم لال
که رښتيا وايم چې غور مې پرې وکړ
شعر کار دى د ملوک يا د هزال
در ګوهر يا د لولۍ يا د بي بي دى
شه قماش يا د بادشاه يا د رزال
د دوزخ لمبې به کار په عاشق نه کا
چې يې تاو د دروني دى په دا دال
دانايي علم و حکمت په کې زياتېږي
څوک چې ښه وکا د شعر استعمال
د خبرو تنستې چې واو بدې شي
څوک اطلس او بي په شعر ځنې شال
کرامت دى يا اعجاز دى يا جادو دى
چې په شعر راپيدا شي له قوال
شعر کار دهر فاسق د فاجر نه دى
نه د هر يو وږ سترګي د کنګال
شعر کار يا د سالک يا د مالک دى
د عاشق دى د دردمن دى د ابدال
د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر در دانې پلوري په مال
چې د شعر شاعريه مذکور وشو
څه خو غوږ باسه زما په حسب حال
قصيدې لرم غرا له هره بابه
په حکمت په نصيحت کې مالامال
په تعريف د دلبرانو غزلونه
په صفت د سترګو وروځو زلف و خال
رباعي ده که قطعه که مثنوي ده
همګي واړه ګوهر دي درو لال
په پارسي ژبه کې نور تر ما بهتر دى
په پښتو ژبه مې مه غواړه مثال
طبيعت مې عطايي نه د تحصيل دى
که خبر يم د املا په استعمال
يو ساعت به مې په درس شل مې په ښکار و
کله ښکار پرېښوم په کسب د کمال
د جهان تحصيل به کل واړه زما و
که اخته نه واى د ښکار په اشتغال
غاښ وتلى ږيره سپينه لا تر اوسه
باز په لاس ګرزم په غرونو په جبال
بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړ
ګڼه شعر د پښتو وغير سيال
نه يې وزن نه تقطيع نه يې عروض و
دوه مصرع يې د خفيف بحر دوه طال
د غزل نه يې مطلع نه يې مقطع وه
نه صفت نه يې تشبيه نه يې مثال
مګر زه يې چې ګويا په شاعرۍ کړم
پښتانه يې پوهول ايزد تعال
په دا بندوبست به نور تر ما بهتر شي
پس له ما چه کا د شعر قيل و قال
نن زما خو يو څو دي برخوردار ښه
چې په دا هنر کې نه لري همال
ګلستان زما د نظم شګفته شو
پرې وهي شيدا بلبله پروبال
ګلدستې يې لور په لور په ملک خورې شوې
تر کابله تر کشمېره تر بنګال
هر مضمون ته چې د زړه توجه وکړم
طبيعت يې راکوي په استعجال
درست ديوان مې لکه باغ د علم ګنج دى
په کې هر رنګه ګلونه هر نهال
د ديوان مې که بيت بيت سره حساب کړې
تر څلوېښت زره به تېر شي په سږ کال
په غزل په رباعي مې زړه مئېن دى
چې مداح يم د دلبرو د جمال
په محشر به مينه وړمه د سنګدلو
که په دا درنېږي تله د اعمال
زه مداح د هېچا نه يم بې د ښکلو
د نور چا په صفت نه لرم يو قال
پلار نيکه مې شهيدان وګورته تللي
پښت په پښت مې دا هنر دى ال په ال
که د جنګو د پرهارونو درته وايم
چې له درده مې په تن و لکه نال
يو پرهار به مې لا روغ په وجود نه و
بل پرهار به مې په تن و يا په ډال
دا همه زما د توري صدقه ده
پښتانه چې پرګنې خوري سيور غال
نن به درست د هندوستان دولت د دوى و
پښتانه که کم همت نه واى جهال
يګانه ځوانان که زر ما سره واى
نور زما و په پنجاب باندې يرغال
که هرڅو يې سازومه نه سازېږي
پښتانه دي د نږو کاڼو ديوال
هومره قام هومره عالم سردار يې هسې
سرګردان ګرزي په تېښته دا منوال
تر اويا کلونو تېر شو زما عمر
زړه هغه دى تن پيرۍ کړ پايمال
خدايه هومره مهلت ورکړې په دنيا کې
چې کاږه کارونه سم کاندي خوشحال
(۲۴: ١٦٨-١٧٠ مخونه)

ځينې خلک د شاعر ناشعوري عمل ته د الهام لفظ استعمالوي، دا خبره ښه ښکاره واضحه ده چې د پيغمبر الهام حقيقت وي او هغه دا حقيقت خلکو ته د پېغام په ډول پوره پوره رسول غواړي. دې کې هغه د خپل ځان نه څه کمى او زياتى نه شي کولاى. بلکې څنګه چې پرې يو ايت نازل شوى وي په هماغه ډول يې اولس ته وړاندې کوي. د دې برعکس د شاعر الهام او د ده ادبي حقيقتونه حقيقي نه وي. شاعرانه حقايق د شاعر په تصور کې حقيقي وي خو د ده ادبي اظهار ورته حقيقي رنګ ورکوي او دې ته ادبي حقيقت وايو. يعنې د الهام پرځاى چې ناشعوري لفظ استعمال کړو، ښه به وي.

په شعوري شاعري کې شاعر يا ليکوال هر وخت د شعر د ليکلو په فکر او خيال کې وي، فکر کوي، مضمون او موضوع لټوي. يو شاعر ګوټي خپلو ملګرو ته وويل: زه په نيمه ورځ کې څو شعرونه جوړوم، دا کار بل څوک نه شي کولاى، په دوى کې يو ډېر هوښيار او پوهېده چې ښه شعر کوم دى او څنګه جوړېداى شي. خپل شاعر ملګري ته يې وويل: دا چې ته په دومره لږ وخت کې ډېر شعرونه ليکي. دا شعرونه نه بلکې نظمونه دي او په ډېر لږ وخت کې ماهيت، اصليت او حقيقت د لاسه ورکوي.

د بېلګې په ډول لاندې نظم وګورئ چې په شعوري ډول ليکل شوى دى.

راغلې يم

اشنا دا ستا ليدو ته يو ځل بيا راغلې يم
په ډېرو اميدونو زه په غلا راغلې يم
د دې لپاره ياره چې احوال درځنې پوښتم
له ډاره په لړزه دا ستا تر خوا راغلې يم
په مينه کې جفا کله ښه ښکاري اى ملګرو!
ديدن ته مې د يار نن په موسکا راغلې يم

پورتني نظم ته هېڅکله شعر نه شو ويلاى، که چېرې نظم ته شعر وايو، په حقيقت کې موږ شعر نه پېژنو. که چېرې په شعر کې شعريت (د شعر بنسټيز اجزاوې) موجودې نه وي، دې ته نظم وايو، لکه پورتنى نظم يې ښه مثال دى، داسې ډېر نظم ليکونکي شته چې ځانته شاعر وايي.

که چېرې د يو شاعر ذهن ته په ناشعوري يا الهامي ډول د فکر، خيال او احساساتو نه ډکه مفکوره په غېر ارادي ډول په شعر کې راشي او هغه يې وليکي، د شاعر خوښه نه وي چې شعر وليکي، بلکې د شعر خوښه وي چې شاعر يې وليکي، دې ته ناشعوري شعر وايي.

حميد مومند وايي:

ما چې وپيل دا زر په باريکي
غوږو ورکړه يو له بل مبارکي
شعر نه دى دا خوناب د زخمي زړه دى
يا وتلى وروستى دم له خولې د مړه دى
يا نغمه د نيم بسمل مرغه د خولې ده
يا مجنون ته معما ښکلې ليلى ده
يا د وينو اباسين وهلى موج دى
يا له ښاره د حيرت وتلى فوج دى
څو وهي د فکر ژامې باندې شخوند
زياتوي زما خبرې هومره خوند
نه دې کار د هر نااهل بوالهوس
چې قدم ږدي د دې ناوې پر جوس
که يې څوک له مخه پورته کا پلو
د ښايست مخې يې نسته هېڅ پلو
دا ګوهر له نازکيه پېيه نه شي
ازمېيلى دوباره ازمويه نه شي

دلته حميد مومند د هنري شعر چې شعريت په کې وي، ښکاره کوي او شعر په پېيلو ښکلو الفاظو تعريفوي او څرګند وي.

حميد د شعر او نظم فرق کوي او هر ناظم ته حق نه ورکوي چې د هنر د ناوې په ښکلي جرس کې قدم کېږدي.

د حميد هنري استعداد هغه وخت ښه ښکاره کېږي، چې سړى د ده د هنر استعمال په مختلفو اړخونو کې وګوري. پورتني شعر ته ناشعوري (راغلى) شعر ويلى شو.

     (۱۲: ٤٨مخ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *