اې اي ايف يا افغان ښوونيز بنسټ په کندهار کي پر سلګونو زده کوونکو د کوچنيانو لپاره ځانګړي کتابونه وويشل.
د ماشومانو لپاره دا ځانګړي کتابونه هالنډ مېشتي ځوان لیکوال مختار احمد احسان له هالنډي ژبي څخه پښتو ته راژباړلي او د افغان ښوونيز بنسټ لخوا چاپ او خپاره سويدي.
مختاراحمد احسان له هیواده بهر په هالنډ کي ژوند کوي خو له خپلي مورنۍ ژبي سره د بې کچي میني له برکته يې پدې وروستیو کي د کوچنیانو لپاره (زما سوی ، د نړۍ ۷ عجایبي ، فټبالر ، سره زر ، کره کي سپي ، درې ماشومان
او یو ستوری ، د مسابقې غټي بلا ګاني ، او موږ په سفر ځو ) اووه کتابونه له هالنډي ژبي څخه پښتو ته را ژباړلي . په یادو کتابونو کي د دروو کتابونو ( زما سوی ، فټبالر او د نړۍ ۷ عجایبي ) څلور زره ټوکه چي اې اي ايف په دې وروستيو کي چاپ کړي دي د کندهار د ټولو ښوونځيو پر زده کونکو وېشل کیږي.
د افغان ښوونيز بنسټ مشر حاجي نصير احمد خان لراوبر ته وويل چي د دغو کتابونو د وېش لړۍ له پنجوايي ولسوالۍ څخه را پيل سوه او ژر به د کندهار د نورو ولسوالیو زده کونکو ته هم ورسیږي.
د کندهار د پوهني ریاست تدریسي مرستیال محمد عوض نظري لراوبر ته وويل چي یاد کتابونه د مکتب د شاکردانو د هڅوني لپاره ډیر ښه اغېز لري او هغوی د خپلو درسونو ترڅنګ مطالعې ته هم هڅوي.
دا لومړی ځل دی چي د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کي د یوه کندهاري تاند لیکوال په کوښښ له هالنډۍ ژبي څخه را ژباړل سوي کتابونه په افغانستان کي چاپيږي او په وړيا توګه د زده کونکو تر لاسونو پوري رسیږي.
زده کوونکو او د ښوونځيو استادانو د افغان ښوونيز بنسټ دا خدمت او ارزښتناکه هڅه وستايله.
افغان ښوونيز بنسټ د شاوخوا ۱۵ کالو راهيسي په امريکا کي د مېشتو افغانانو په مالي کومکونو په افغانستان کي وړيا ښوونيز او روزنيز خدمتونه کوي.
صدیق الله پوپل کندهار