عبدالعلي محمدي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خپل حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي برطرفه کړی دی.

د ښاغلي محمدي دنده د روان لمریز کال د لړم په دیارلسمه د کابل بانک له پخواني چارواکي او پوروړي خلیل الله فیروزي سره د سمارټ سیټي په نوم د یوه ښارګوټي د قرارداد د لاسلیکولو له کبله ځنډول شوې وه.

خو ښاغلی محمدي وروسته له دې له کاره کاملاً ګوښه شو چې د سمارټ سیټي په اړه ټاکل شوي پلاوي خپل تحقیقات بشپړ کړل او محمدي یې په دې قضیه کې ګرم وباله.

له فیروزي سره د سمارټ سیټي قرارداد په داسي حال کې لاسلیک شو چې نوموړی د محکمې له لوري په بند محکوم و او باید په محبس کې وای.

د قرارداد د لاسلیکولو په مهال د ولسمشر د ښې حکومتولۍ ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود او د ښار جوړولو وزیر سید سادات نادري هم حاضر وو.

Kabul Bankکابل بانک، چې د افغانستان تر ټولو په ستر خصوصي بانک بدل شوی و، د غلاوو او فساد له کبله دیوالیه شو. د دغه بانک نژدې یو ملیارد ډالره پانګه ضایعه شوه.

محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه تر غوره کېدو وروسته د کابل بانک د غلا شویو پیسو د بېرته ترلاسه کولو ژمنه وکړه. په تېر یو نیم کال کې د دغه بانک نیمايي پیسې ترلاسه شوي او د فساد یو شمېر عاملان محاکمه شوي دي.

د فیروزي ټوله شتمنې او جایدادونه ضبط شوي او حکومت ته واک ورکړای شوی چې د نوموړي د پورونو د ادا کولو لپاره یې پلورلی شي.

د سمارټ سیټي مځکه، چې ټاکل شوې وه، فیروزي پرې ښارګوټی جوړ کړي او ورڅخه ترلاسه شوې پیسې د کابل بانک د پور په توګه حکومت ته ورکړي، له دې قضیې وروسته ضبط شوه.

2 thoughts on “ولسمشر خپل حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي برطرفه کړی”
  1. غنی صاحب دا لعنتی خو دی بر طرفه کړ د ضیا مسعود او دا نورو په باره کښی ولی چوپه خوله یی په دی قضیه کښی دا تنها نه وو ډیر نور خاینین هم په کښی دخیل دی او ته اوس ګوری چی ستا مشاورین داسی خاینین دی نور مامورین دی وګوره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *