راپورونه وايي چې امریکایي ځواکونه بېرته هلمند ته راګرځېدلې دي، له دې سره د ډېر شمېر کتونکو او عامو خلکو سره امیدوارۍ پیدا شوي چې د امریکا له دې نوي اقدام سره به هلمند ته امن و ثبات راستون شي.
زموږ او بل هر وطن مین افغان لپاره نه یوازې په هلمند بلکې ټول افغانستان آن ټوله دنیا کې سوله تر هر څه مهمه ده خو راځئ چې یو څه په خپلو ګرېوانو کې سرونه ځوړند کړو، پر څو نقطو غور وکړو او تر غور وروسته پر خپلو احساساتو او مسؤلیتو له سره کتنه وکړو:
یو- آیا ډېره دردوونکې یې نه بولئ چې یو ملت پر خپلو خلکو باور وبایلې او د پردیو په وجود کې د امن و پرمختګ احساس وکړي؟ ښايي ځینې کسان پر احساساتو راشي او ووایي چې دا خو ولا ډېره غټه بې غیرتې ده چې پر بېګانګانو تکیه کوو خو آیا دغه ترخه واقعیت نه یو مجبور کړي چې خپل واکمنان مو فاسد دي، په خپل منځ کې همږغې نه دي، نتیجه یې دا ده چې عوام بېچارګان مو د پردیو د ټانکو ټایرو ته پنا یوسي؟
دوه- اکثر وسلوال طالبان د همدغه افغانستان اولادونه دي، دوی د وطن او دین د دفاع دعوې کوي خو آیا د دوی پالیسۍ، جنګونه او فاجعې د فاسد دولت د مخالفینو په صفت هماغومره زهرجنې او خطرناکې نه دي چې په نتیجه کې یې وضعیت دومره خراب شوی چې زموږ مؤمن هیوادوال د پردیو کافرو سیوری د ځان لپاره رحمت وبولي؟
درې- آیا زموږ روشنفکران او سیاستوال په دغه شرموونکي وضعیت هماغرمره مسؤل نه دي لکه څومره چې د جهان په کچه درېیم فاسد دولت او د هغوی بېرحمه مخالفین دي؟
کله چې زموږ خپل خلک دومره د بې کفایتۍ، درغلۍ او بې رحمۍ مظاهره کوي نو له پردیو څخه خو بېخې د ترحم هیله نه شي کېدلای.
دغه ټول دردوونکی حالت زموږ ځوان او نوي سیاسي نسل ته دا پیام رسوي چې باید خپل تاریخي وطن او مېړنی ملت تر غوږو په جهالت کې ډوب حالت څخه راوباسي.
موږ هیڅوک او هیڅ ډله و سازمان نه شو کولای چې ملامتي د یوه و بل پر غاړه وړ واړوو او ځان بېګناه وبولو ځکه کله چې یو ملت په مجموع کې له هر ډول افتخار یا عار له حالت سره مخ کیږي نو ګټه و تاوان د ټولو مشترک دی، هیله ده چې د خپل هیواد د لوېدلي حالت د بیا سمون او سر لوړۍ لپاره ټول افغانان یو بل ته په اخلاص او مینه سره لاسونه ورکړو، د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ګډه مبارزه وکړو او خپل محبوب وطن د توان او کفایت هغه برید ته ورسوو چې بیا هیڅکله پردیو او د پردیو ټانک و الوتکي، پیسو او پالیسیو، وجود او جنایت ته مجبور نه شو.
بدلون اوونيزه\دوهم کال/ ۱۳مه/ پرله پسي ۶۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۲۱/ ۱۳۹۴