تاند- ملګروملتو نن /چهارشنبه/ د افغانستان په جګړې کې ټولې ښکېلې خواوې په جګړه له ماشومانو څخه د کار اخیستلو په خاطر وغندلې.
م.م. وویل چې حکومت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو د ګومارلو مخه نیولې خو وسله وال طالبان لا هم په جګړه کې له ماشومانو څخه کار اخلي، جګړې او انتحاري حملو ته یې روزي.
د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګروملتو ځانګړې استازې لیلا زروګويي وویل، د افغانستان حکومت په دې لړ کې پرمختګ کړی، خو افغان سیمه ییز پولیس، چې د حکومت ملاتړ کوي، په پراخه پیمانه غیرمسلکي، په فساد ککړ دي او کم عمره کسان په وسلو سمبالوي.
دې همداراز ویلي، وسله وال طالبان په عمده ډول د پاکستان پولو ته په نژدې ولایتونو کې، چې تر نورو سیمو پکې جګړه زیاته او شدیده ده، له ماشومانو کار اخلي.
دې یادونه وکړه چې د افغانستان د نفوسو اکثریت تر اتلس کلونو کشران تشکیلوي او دا ماشومان له لومړنیو بشري حقونو بې برخې دي.
«دوی ښوونځیو ته نه ځي، له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي. د وسله والو ډلو له لوري په نښه کېږي او حتي راتلونکې ته له هیله لرلو محرومېږي.»
د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې پخوا به طالبانو په وزیرستان کې کمکي ماشومان انتحاري او نورو حملو ته روزل خو اوس د افغانستان په بېلابېلو سیمو حتي شمالي ولایتونو کې ماشومان انتحاري بریدونو ته روزي.
د ملګروملتو په وینا طالبانو د کندوز په درو ولسوالیو کې، چې ډېرې برخې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، انتحاري بریدونو ته د ماشومانو د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.