تاند- د افغانستان د ملي اردو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د راشه درشه په دوام کې د افغانستان د ملي اردو یو پلاوی د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته لاړ.
د افغانستان د یوه جګپوړي پوځي، ډګرجنرال محمد منان فقیري په مشرۍ نهه کسیز افغان پلاوي پرون /چهارشنبه/ په کوټه کې، چې د افغان طالبانو د شورا مرکز دی، د پاکستان د پوځ د جنوبي قوماندې له قوماندان ډګرجنرال عامر رضا سره ولیدل.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دواړو خواوو د ډیورند کرښې په اوږدو کې په امنیتي مسایلو او همداراز په یو لړ نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
دواړو قوماندانانو موافقه وکړه چې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې باید همږغي او امنیتي ترتیبات زیات شي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې تېره میاشت کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف په سفر کې موافقه وشوه چې د دوو هیوادونو د قول اردوګانو قوماندانان به له یو بل سره د همکاریو او همږغیو د زیاتولو لپاره د یو بل هیواد ته سفرونه کوي.
تر دې وړاندې د افغانستان د ملي اردو پلاوي پېښور او راولپنډۍ ته هم تللي ول.