میراث:

د میراث د مضمون د ازموینې په ورځ یې د پیچکارۍ له کنول سره ټولګي ته راغلې وه. له هرې ټولګیوالې یې د پوښتنو د ځواب غوښتنه کوله، خو د استاد له ډاره چا مرسته ورسره ونه کړه. ګرمه هم نه وه، ، کورنۍ ستونزې لري، خاوند یې بله ښځه کړې دا یې د پلار کور ته لیږلې. پلار ګنۍ یې هم چندان ښه چلند نه ورسره کوي. تل ناروغه وي، یې سر ته لاس نیولی وي له سخت سر درد سره سره بیا هم ډير سبق وايي. خو سر یې نه پرې خلاصیږي. یوه ورځ یې په څنګ کې ناستې ټولګیوالې ورته په ټوکه وویل: په ډير سبق ویلو او پوښتنو دې ماغزه راوخوړل ،ته خو نه ستړې کیږې، خو زموږ په حال لږ رحم وکړه.

دی په عاجزۍ ورغبرګه کړه: وی خورې څه وکړم پریږده چې دومره څه خو زده کړم چې د بل له محتاجۍ خلاصه شم. ولا که مې یا ورور وساتي یا پلار.

آزموینه چې خلاصه شوه، خوښه نه ښکاریده ویل یې یو سوال مې هم سم نه دی ځواب کړی، ښوونکي ته یې چې پارچه ورکوله ورته وویل: استاده دا میراث لوستل موږ ته څه ګټه، خپل سر پرې خورو ځوک خو یې هسې هم نه راکوي.

//////////////////////////////

محرومیتونه:

سپیره میره د دیوال خواته ناست و، د کورتۍ لستوڼي یې له لاسونو راایستلي و چې لاس یې تاوده شي. د نورو ماشومانو لوبو ته یې په ځير ځير کتل. دوهم ماشوم هم ورغی تر څنګ یې کښیناست، څو شیبې وروسته یې ترې وپوښتل: ته ولې لوبې نه کوې؟

لومړي ماشوم پوزه کش کړه، په مروره لهجه ځواب ورکړ: نه یې ورسره کوم! راته وايي چې ستا پلار موټر نه لري.

دوهم ماشوم سوړ اوسیلی ویست وویل: ماسره هم لوبې نه کوي.

لومړې ماشوم وویل: ستا پلار هم موټر نه لري؟

دوهم ماشوم وویل: نه ماته وايي(( ته پلار نه لرې!!!))

/////////////////////////

پرهیزانه:

دواړو ډاکترانو عکس ته کتل او په خپلو کې سره غږیدل، یوه یې ناروغ سړي ته مخ وراړوه، وویل: د دې ناروغۍ علاج یوازې په بهر کې کیدای شي که یې وس لرې لاړ شه ویې کړه. سړي یې په توره سپینه ږیره لاس راتیر کړ وویل: ډاکتر صایب! زه دلته د نسخې وس نه لرم ته راته وایې چې بهر ته لاړ شم!

دلته څه دارو راته ولیکه چې ویې خورم چې لږ ورسره استواره شم او درد مې ورسره کم شي. دوهم ډاکتر عکس له مخې لرې کړ سر یې وښوروا او ورغبرګه یې کړه: اکا بس خوراک ته دې پام کوه، مرګ او ژوند د خدای په لاس دي، انشاالله روغ به شې بیا یې اول ډاکتر ته سترګه ووهله او وویل: لږ څه د ارام دوا ورته ولیکه!

کلي ته چې راغئ نو ښځې ته یې ټوله کیسه وکړه. د هغې سترګې د اوښکو ډکې شوې. خو ښکته یې وکتل چې اوښکې یې خاوند ونه ویني. ده یې جیب ته لاس کړ دوې کیلې یې رواخیستې یوه یې په ریږدیلو او ډنګرولاسو ځانته سپینې کړه وویل: زوی یې لوی کړې، داسې قیمتي ده د کرایې روپۍ راسره کمېدې کنه ما ویل چې یو څو نورې به هم واخلم. ښځې یې وویل: دریغی! چې اخیستې دی وی، ډاکتر هم درته ویلي چې ښه خواړه به خورې. بې پرهیزانې خو نه ښه کیږې. ده خوله پاکه کړه لاسونه یې سرته کیښودل او دیواله ته یې تکیه وکړه وویل: توکل په خدای که ښې لګیږي دا هم بس دی!

په تاند کې د اغلې غني نورې لیکنې

په پل کې د اغلې غني لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *