بدلون اوونیزه: لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه\ دوهم کال/۱۴ مه / پرلپسي ۶۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۲۸/ ۱۳۹۴
سوله د افغان انسان هغه ورکه ده چې نژدې څلور لسیزې یې په لټه پسې سرګردان دی؛ سولې ته د رسېدو لپاره یې لوړ قیمتونه ور کړی او د نورو ورکړي ته هم آماده دی، له هر کونج و کناره چې د سولې ږغ را پورته کيږي نو دی د امید سترګې ور اړوي او ملاتړ یې کوي.
خو هر څه او هره پروسه خپله قاعده، اصول او خپل اهل کار او اهل مسلک خلک لري؛ هماغسې لکه له انجینیر څخه چې د طبیب کار نه اخیستل کیږي، له ډاکتر څخه د ملا کار باید وانخیستل شي او له ملا څخه هم د بېلوټ؛ ټیک په همدې ډول د سولې صاحبان او د جنګ قهرمانان هم باید یو د بل پر چوکۍ کښېنني.
د ظلم لغوي معنا دا ده چې یو شي بېځایه کښېښول شي، هر شی چې له خپل ټاکل شوي مقام څخه بل نامناسب ځای ته انتقال شي دا ظلم دی او د ظلم نتیجه هیڅکله مطلوبه نه وي، ټیک په همدې ډول که د یوه مسلک اهل ته د بل مسلک په چوکاټ کې دنده سپارل کيږي نو دا پر ظلم حساب بوله.
د افغانستان ډېرې چارې چې ګډې وډې دي، پرمختګ نه لیدل کيږي، بحران ورځ په ورځ ژوریږي، یو علت یې دا دی چې کار اهل کار ته نه سپارل کيږي، مثلاً، مسلکي و تخنیکي چارې مجاهد و ملا ته سپارل کيږي لکه پرون چې جنګسالار او تکړه قومندان محمد اسماعیل ته د اوبو و برېښنا وزارت سپارل شوی وو، هغه چې د ده له فکر و تجربې سره یې هیڅ مناسبت نه درلود؛ معصوم ستانکزی تر پرونه د سولې شورا رئیس وو، د جنګ ختم یې وظیفه وه خو نن دفاع وزیر دی اودا خو لا بېله خبره ده چې پارلمان رد کړی او ناقانونه سرپرست دی.
بله جالبه دا ګورئ چې د هلمند امنیتي وضعیت ډېر خراب روان وو او محترم عبدالجبار قهرمان یې د حل اسانه طرحې لرلې، بالاَخره حکومت د دفاع وزارت مرستیال او په دغه ولایت کې د اوپراتیفي ریاست ماموریت ور وسپاره، نوموړي هم په قاطع بیانو او څرګندونو سره وویل چې له بې کفایته افسرانو به د ریشۍ باسي خو بریالیو عسکرو ته به د افسرانو لباس ور واغوندي؛ خلک ځکه ور ته امیدوار شول چې نوموړی د تودې پوځي مبارزې د ډګر مجرب قهرمان دی خو اوس نوموړي ویلي چې د هلمند امنیتي مشکل د جنګ له لارې نه بلکې د سولې په وسیله حلیږي؛ دې څرګندوونو یې د لویو شکونو څپې را ولاړې کړي دا ځکه چې دی خو حکومت د سولې مامور نه دی ټاکلی بلکې د جنګ د ډګر فتحي ته یې را استولی دی او دا چې د جګړې قهرمان د سولې خبره کوي نو که رشتیا د سولې خبره وي او دا په واقعیت بدلېدای شي، ولس تر دې بل لوی ارمان نلري مګر که یې د جګړې په سنګر کې د ناتوانۍ احساس کړی وي او د سولې خبره یې د یوې خوشي بهانې په توګه راپورته کړې وي نو بیا دې یې خدای مل شي.