تاریخ: 30 دلو ۱۳۹۴

کابل افغانستان : په ګوګل کې د پښتو ژباړې د اضافه کېدو په اړه ټولو افغانانو په ځانګړي ډول معززو، ویاړلو او غیورو پښتنو ته مبارکي وایم.

ژبه یوه ټولنیزه مهمه پدیده ده، چې په ټولنه کې د انسانانو د پوهولو راپوهولو او د ورځنیو ستونزو د حل لپاره کاریږي. ژبه د بشر د کولتور ستر ارزښت او بډایه پانګه او دتفاهم او فکر د څرګندولو یوه عامه وسیله ده.

دا دی د پښتو ژبې د لا بډایه کولو، ژوندۍ ساتلو او پراختیا لپاره ګوګل یو مهم ګام پورته کړ او پښتو ته یې د انلاین ګوګل ژباړې سهولت برابر کړ.

زه د دې ستر او تاریخي ګام له امله ټولو پښتنو ته مبارکي وایم، داسې پرمختګونه دې تل د افغانستان په نصیب وي.

د اطلاعاتو او کولتور او مخابراتو وزارتونه او علومو اکاډمي به په ګډه د دې برخې د پياوړتیا او غني کېدا لپاره کار وکړي. حکومت به په دې اړه د ګوګل له ادارې سره هم خبرې وکړي او له ټولو هغو ممکنو لارو به کار واخلي، چې ورسره په ګوګل کې پښتو ژباړه تقویه شي.

له لیکوالو او ادیبانو مې هم هیله دا ده، چې په دې برخه کې لاس په کار شي او هر څوک چې په هره برخه کې هر څومره کولای شي، د پښتو ګوګل ژباړې د پياوړتیا لپاره دې اقدام وکړي.

په ګوګل کې د پښتو ژباړې پياوړتیا د دې خوږې او ملي ژبې د پياوړتیا، ژوندۍ کېدو او نړیوال کېدو سره مرسته کوي. له دې وروسته د نړۍ د هرې ژبې ویونکی کولای شي، چې پښتو ژبه له هر ډول ستونزې پرته ولولي او پرې ژباړه وکړي.

زه یو ځل بیا ټول افغان ملت ته د دې سترې بریا مبارکي وایم او هیله من یم، چې افغانستان دغه ډول مهم علمي پرمختګونه تل ولري.

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس

One thought on “په ګوګل کې د پښتو ژباړې پر اضافه کېدو د اجرايي رئیس د مبارکۍ پيغام”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *