تاند- د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري یا یو این ایچ سي آر په یوه راپور کې وویل چې په پاکستان کې افغان کډوال د کال شاوخوا ۶۰ زره ماشومان زېږوي.
له دې راپور سره سم، اټکل کېږي چې له ۲۰۱۰ م کال راهیسي یولکو ۸۰ زره افغان ماشومان په پاکستان کې په دې خاطر راجستر شوي نه دي چې د ماشومانو والدین د زوکړې د سند د اهمیت په اړه معلومات نه لري او یا د راجستر له مرکزونو لېري دي.
د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یوه جګپوړي چارواکي وویل، په پاکستان کې نژدې شپاړس لکه راجستر شوي افغان کډوال اوسي چې په نړۍ کې تر ټولو زیات رسماً منل شوي مهاجر دي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنري له ۲۰۰۲ م کال څخه خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره مرستې پیل کړي چې په نتیجه کې یې ۳ ملیونه او ۸ لکه افغانان خپل هیواد ته ګرځېدلي دي.
ګومان کېږي چې د یو ملیون او ۸ لکه راجستر شویو مهاجرو ترڅنګ به له یوملیون تر دوو ملیونو پوري ناراجستر شوي افغانان هم په پاکستان کې اوسي.