تاند:- په افغانستان کې پر ملکي کسانو د چاودنو په دوام نن / دوشنبه/ په سویلي ولایت کندهار کې یوې چاودنې څلور ملکیان ووژل او تر شلو زیات یې ټپيان کړل.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل رسنیو ته ویلي چې پيښه نن سهار نهه بجې د ښار په یوې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمه کې رامنځ ته شوه چیري چې خلکو د اختر لپاره سودا اخیستله.
دده په وینا چې چاودیدونکي توکي په یوه لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و چې څلور تنه یې ووژل او دوه ویشت نور يې ټپیان کړل.
نوموړی وايي چې تر اوسه دا نده څرګنده چې د چاودنې هدف څوک و ځکه ټول قربانیان عام وګړي دي.
په کندهار کې په دې وروستیو کې د سړک د غاړې ماینونو ګڼ ملکي کسان وژلي چې دولت یې مسوولیت پر طالبانو ور اچوي خو طالبان یې نه مني او د وروستۍ پيښي په اړه هم طالبانو تر اوسه څه ندي ويلي.
پرون او وړمه ورځ په ختیځ ننګرهار ولایت کې دوو چاودنو د دغه ولایت د څارنوالۍ د رییس تر څنګ تر پنځوسو زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ملګرو ملتونو له لوري په خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات په بې ساري ډول زیات شوي.