حبیب میرخېل –
۱ـ نظریه
کرلینجر وايي، نظریه یا تیوري د هغو سره تړلیو مفاهیمو، تعریفونو، مفروضاتو او مسندونو له مجموعې څخه عبارت ده، چې د متغییراتو ترمنځ اړیکو په ډاګه کولو له لارې د پدیدو بیانولو او وړاندوېینې په موخه د پدیدو په اړه منظم لیدلوری وړاندې کوي.
کوین ویلیامز د نظریې د تعریف په اړه لیکي: «نظریه د هغو پېښو د پوهېدلو له پاره د څېړنکو د هلو ځلو یوه برخه ده، چې د هغوی پر شاوخوا کې جریان لري. د نظریې موخه د پدیدو له درک او شننې سره مرسته، تشریح او د لارښوونو وړاندې کونه ده څو په ډاګه کړي، چې ولې دا ډول پدیدې په ځانګړې توګه پېښیږي.
فیګل، نظریه د هغو مفروضاتو ټولګه بولي، چې کولای شو د منطقي ـ ریاضیکي مېتودونو له لارې ترې قوانین را وباسو.
په عمومي مانا، نظریې هغه قضیې دي، چې له قواعدو سره سم بشپړې شوې وي. په بل عبارت، دغه قضیې له ټاکلي قانون سره سم او د مشاهدې وړ اطلاعاتو له مخې له یو بل سره تړل شوې دي. له دغو قضیو څخه د مشاهدې وړ پدیدو د وړاندوېینې او بیان وسیلو په توګه کار اخستل کیږي. یاهم، د هغو نظري قضیو باطني تړاو ته نظریه ویل کیږي، چې د پدیدو ترمنځ د اړیکو په کتنه کې د څېړونکو لارښوونه کوي. نظري فرضیې د هغې قاطع اړیکې له لارې تدوینیږي، چې د نظري مفاهیمو ترمنځ شتون لري. نظریه ممکن ډېر پراخه او ارته وي، یاهم له یو شمېر هغو سره تړلیو فرضیو تشکیلیږي، چې باطني اړیکه ولري.
رینولډز په کلي توګه نظریه داسې تعریف کړې ده: «نظریه د هغو حوادثو په اړه له ساده فرضیو څخه عبارت ده، چې کتنه یا مشاهده یې شونې نه وي». دغه جمله ممکن له یوې خوا په ټاکلو شرایطو کې د یوه متغیر منځ ته راتګ په اړه ساده فرضیه وي او له بلې خوا ممکن پېچلې شرحه او بیان وي، لکه داسې چې وايي کاینات ۴/۵ بیلیون کاله وړاندې څه ډول و؟ د دغو دوو ډولونو ترمنځ ممکن د نوع، کیفیت او کمیت په لحاظ مختلفې نظریې هم شتون ولري، چې بیا هره یوه په ټاکلې برخه کې کارول کیږي. په دې مانا، چې نظریه د پدیدو د ټاکلې طبقې بیانولو له پاره طرحه کیږي او د داسې نظریې موندل ډېر لږ امکان لري، چې په هره برخه کې ترې کار اخستل کېدای شي.
د نظریې ډولونه:
کولای شو نظریه په مختلفو ډولونو ووېشو. ګلډشټاین د نظریې ډولونه د مفاهمیو د باطني اړیکو د پېچلتیا، په کې د کارول شویو مفاهیمو د شمېر او وړاندوېینې د قدرت له مخې وېشلې دي. البته دغه وېشنه د اسانه کولو په موخه ده، نه د نظریې د ځانګړنو له مخې. نظریه وړاندې کوونکو یا تیورستانو، علمي نظریې په څلورو کته ګوریو وېشلې دي:
الف) شکلي نظریه
ب) قیاسي نظریه
ج) تقلیلي نظریه
د) تجربي نظریه
په څېړنه کې د نظریې رول او اهمیت
نظریه تر څېړنې لاندې موضوع د کتنو، اندازه نیونو او واقعیتونو محدودولو په اړه څېړونکي ته لارښوونه کوي. نظریه هغه وسیله ده، چې له لارې یې د پدیدو د ازمیښتي پیوستون لټون کوي. د نظریې له پاره ګڼ او بېلابېل رولونه مطرح شوي. دغه بحثونه تر ډېره په دې موضوع پورې اړه لري، چې آیا باید لومړی نظریه جوړه کړو او بیا څېړنه وکړو، که نه برعکس عمل وکړو او یا هم د دغو دوو مېتودونو له ترکیب څخه کار واخلو؟ «لومړی نظریه بیا څېړنه» مېتود لاندې پړاوونه لري:
1. په فرضي توګه یا د توصیفي پروسې له مخې د یوې روښانه او واضحې نظریې تدوین
2. د ازمیښتي څېړنې د پایلو پرتلنې د معیار په توګه له نظریې څخه د یوې استخراج شوې جملې ټاکنه
3. د امتحاني څېړنې له لارې د ټاکل شوې جملې ازموینې له پاره د څېړنې پلانول
4. که چېرې له نظریې څخه استخراج شوې جمله د امتحاني څېړنې له پایلو سره سمون ونه لري، په نظریه کې د تغییراتو راوړل یا پر څېړنې او پلانونې بیا کتنه
5. که چېرې له نظریې څخه استخراج شوې جمله د امتحاني څېړنې له پایلو سره سمون ولري، د ازموینې له پاره د بلې جملې ټاکل یا د نظریې د محدودیتونو د ټاکنې هڅه
لومړی څېړنه بیا نظریه، مېتود لاندې لاندې پړاوونه لري:
1. د پدیدې او د هغې د ټولو ځانګړنو ټاکنه
2. په مختلفو موقعیتونو کې د پدیدو د ټولو ځانګړنو اندازه کول
3. په کره او دقیقه توګه د ټولو شویو اطلاعاتو تجزیه او تحلیل او د هر هغه ډول نمونې ټاکنه، چې د هغوی ترمنځ شتون لري.
4. په هغه صورت کې، چې د راټولو شویو اطلاعاتو ترمنځ مانا لرونکې نمونې پیدا شي، باید د قانون د تدوین له پاره د نظري بیاناتو په بڼه تنظیم شي.
په حقیقت کې له دغو دوو مېتودونو یو هم په یوازې توګه نه شي کولای نوې علمي ایډیا وړاندې کړي. له همدې امله او لاندې مطالبو ته په کتو، د پورته دواړو مېتودونو ترکیب کولای شي د نویو علمي ایډیالوژيو په څېړنه او پیدا کونه کې اغېزمن رول ولري.
همدارنګه لیتل جان د نظریې له پاره څلور ستر رولونه او کارېدنې ټاکلې دي:
1. نظریه له موږ سره مرسته کوي، چې ووینو.
د پېښو او حوادثو نړۍ له بېلابېلو لارو د تجزیې وړ ده. خو هغه څه چې مهمه ده، د نړۍ د تجربه کولو څرنګوالی دی. هغه څه چې د کتلو پرمهای یې وینو، زموږ له نظریو سره تړاو لري.
2. نظریه له موږ سره مرسته کوي، چې لټون وکړو.
د نړۍ په اړه د لا ډېرو معلوماتو ته د لاس رسي په اړه زموږ غوښتنه، د نظریې د زیات شهرت دلیل دی. نظریې نه یوازې زموږ لیدنې کته ګوري کوي، بلکې موږ ته اجازه راکوي، چې په ډېر څه پوه شو.
3. نظریې له موږ سره مرسته کوي، چې نیوکه وکړو.
نظریې موږ ته دا قدرت را کوي، چې د ناوړه ټولنیز او فرهنګي وضعیت او شرایطو کره کتنه او ارزونه وکړو. انتقادي نظریې د ریښتینو ارزښتونو او حقایقو په ترسیم او تعریفولو سره، د واقعیتونو کره کته کوي.
4. نظریې له موږ سره مرسته کوي، چې عمل وکړو.
په عصري ټولنیزو شرایطو کې، د عمل کولو د څرنګوالي په اړه پرېکړه کونه مبهمه او پېچلې شوې ده. له همدې امله اړ یو چې د عمل کولو په اړه د پرېکړې کولو له پاره، قضاوت وکړو. نظریې ډېر کله له ستونزمنو حالاتو سره د مخامخېدو پرمهال د عمل څرنګوالي له پاره موږ ته ښه فرصتونه راکوي؛ ځکه زموږ فعالیتونو ته د نظریو په وسیله لارښوونه کیږي.
نیمګړتیاوې:
«لومړی څېړنه بیا نظریه» مېتود دا عیب او نیمګړتیا لري، چې په لړ کې یې د اطلاعاتو راټولونې له پاره هڅه کیږي څو له پاره یې ګټور هدف په پام کې ونه نیول شي. خو هغه اطلاعات او معلومات، چې له دې لارې راټولیږي، ممکن د ګټورو نظریو د کشف لامل شي. د «لومړی نظریه بیا څېړنه» مېتود بیا دا عیب او نیمګړتیا لري، چې څېړونکی ممکن د نظریې وړاندې کولو له پاره لازم لومړني یا ابتدايي معلومات ونه لري.
د دغو دواړو مېتودونو ګډه کارونه او ترکیب ښايي لا ډېر عمومي، کره او منظمه پروسه وړاندې کړي. ترکیبي مېتود علمي فعالیتونه په درې کته ګوریو وېشي:
الف) کشفول
ب) شرحه کول
ج) بیانول
په هر حال، پورته ذکر شوي هر یو مېتود په علمي څېړنو او فعالیتونو کې خپل ځانګړی رول لري، چې په ټولیزه توګه کولای شو تر ټولو ستر هغه یې داسې ذکر کړو:
الف) د لاسته راوړنو تنظیم
ب) د فرضیې جوړونه
ج) د وړاندوېینو کول
د) د موندنو برابرول
۲ـ متغیر(variable)
هغې ځانګړنې، صفت یا عامل ته ویل کیږي، چې د ټولنې د افرادو ترمنځ مشترک وي او کولای شي کمي اندازې او متفاوت ارزښتونه ولري. متغییرات هغه عامل یا عاملین دي، چې تر اندازه نیونې یا سنجونې لاندې نیول کیږي. په بل عبارت، متغیر د ټاکل شوي فرد، شي او پدیدې هغه ځانګړنه ده، چې د اندازه نیوې وړ وي او وکولای شي مختلفې اندازې ومني.
بنسټيز متغییرات:
له بنسټیزو متغییراتو موخخه دوه اصلي هغه دي، چې یو یې خپلواک او بل یې نا خپلواک یا تړلی متغیر دی. دغه دوه ډوله متغییرات ممکن پر دوو داسې جلا یا منفردو عواملو ناظر اوسي، چې د اغېز کونې او اغېزمننې په دوو مقولو کې ځای نیسي، یا پر دوو ډلو هغو متغییراتو کتونکی اوسي، چې پر یو بل متقابل اغېز لري. که له دغو دواړو ډولونو هر یو مطرح وي، په کار ده متغییرات د هر یوه د نوع په شرط، په خپلواکو الفاظو روښانه بیان شي. که چېرې د څېړنې مسئله او سرلیک په سمه توګه تدوین شوي وي، کولای شو اساسي متغییرات ورنه را وباسو.
د څېړنې د متغییراتو ډولونه:
الف: متغییرات د خپلواکۍ او ناخپلواکۍ پر بنسټ یا هغه رول له مخې، چې په څېړنه کې یې لوبوي.
خپلواک متغیر: هغه متغیر دی، چې څېړونکي یې ټاکی تر څو له مخې یې پر ناخپلواک متغیر اغېز په ډاګه کړي. مثال: د بازارموندې څېړنې ښيي، چې مارکېټ ته د نوي محصول وړاندې کېدل په بازار کې د شرکت د ونډو پر بیو اغېز لري.
ناخپلواک متغیر: هغه متغیر دی، چې د خپلواک متغییر تر اغېز لاندې وي او د هغه له تغییر سره تغییر مومي. یا، ناخپلواک یا تړلی متغیر د وړاندوېینې وړ دی، حال دا چې خپلواک متغیر وړاندوېینه یې ناشونې ده. یا هغه متغیر، چې د څېړونکي موخه په کې تشریح یا د تغییر مننې وړاندوېینه ده.
تعدیلوونکی متغییر: هغه متغیر دی، چې د څېړونکي له تمایل سربېره د خپلواک او ناخپلواک متغیر ترمنځ اړیکې ته تحول ورکوي، یانې کولای شو د دویم خپلواک متغیر نوم ورکړو.
مثال: په زده کوونکو کې د زده کولو پر وړتیا د مطالعې کچې اغېز.
د مطالعې کچه: خپلواک متغییر
د زده کړې وړتیا: ناخپلواک یا تړلی متغیر
ځیرکي، چاپېریال، معلومات او جنسیت: تعدیلوونکی متغیر
د ارزښت له مخې د متغییراتو ډولونه
الف) کمي:
1. متصل: اوږدوالی، وزن اعشاریه مني
2. منفصل: د متغییراتو د ټولګیو یا زده کوونکو شمېر
ب) کیفي:
عددي اندازې له ځان سره نه اخلي( لکه خوش خلقي، هڅاند توب او…
ج) دوه مخیز:
هم کیفي ارزښت اخلي او هم کمي اندازې منلای شي. لکه تحصیلي اسناد او عاید
کیفي متغیر:
د دې ډول متغییراتو اندازه نه شي کېدای په ریاضیکي او عددي بڼه وښيو. یانې په دې ډول متغییراتو کې اعداد ریاضیکي او کمي اړخ نه لري، بلکې د کوډ او نښې په څېر کارول کیږي. د جنس، شغل، زده کړو کچې، سیاسي عقایدو او… په څېر متغییرات یې مثالونه دي. دغه شان متغییرات هم په څو ډلو وېشل کېدای شي.
الف: اسمي متغیر
ب: ترتیبي متغیر: هغه متغیر دی، چې اجزاوې یې د ترتیبي سلسلې په بڼه د درجه بندۍ او تفکیک وړ نه وي. مثلاً، جنس، شغل، په ټاکنو کې ګډون او… دغه شان متغییرات د یوه معیار او قاعدې له مخې طبقه بندي کیږي. د مثال په توګه د افرادو د جنسیت په اړه یوازې په دوو طبقو ښځینه او نارینه وېشل کیږي. ممکن په څو طبقو هم ووېشل شي. له همدې امله، کله چې یو متغییر له دوو اعدادو یا ارزښتونو ډېر وا نه خلي، دوه ارزشي متغیر بلل کیږي. مثلا ً، مرګ او ژوند، ښاري او کلیوالي ژوند او نور.
څو ارزشي متغیر: له دوو څخه ډېر اعداد او ارزښتونه اخلي. لکه تعلیمي دورې( ابتدائیه، متوسطه، لېسه، پوهنتون)، یا هم د وینې ګروپونه او…
کیفي متغیر( رتبه يي یا ترتیبي متغیر): هغه متغیر دی، چې اجزاوې یې په ترتیبي توګه د درج کېدو وړتیا ولري. د مثال په توګه د تحصیلاتو کچه، له یوې موضوع څخه د فرد د رضایت کچه یا د یوې پدیدې خواته د افرادو د تمایل اندازه(بشپړ مخالف، مخالف، بې توپیر، موافق، بشپړ موافق).
کمي متغیر:
الف) متصل کمي متغیر: لکه طول، وزل، د عاید سن… اعشاریه مني
ب) منفصل کمي متغیر: لکه د ټولګیو یا زده کوونکو شمېر یا د اولادونو شمېر او نور.
۳ـ د محتوا تحلیل(Content analysis)
د محتوا تحلیل د څېړنې یو له هغو مهمو مېتودونو څخه دی، چې په دې وروستیو کې یې د ډېرو څېړونکو پاملرنه جلب کړې ده. فېرډ اېن. کرلینجر(Fred N. Kerlinger) د دې مېتود په اړه جامع تعریف وړاندې کړی او وايي، چې: « د محتوا تحلیل د متغییراتو د اندازه نیونې له پاره په سیسټماتیکه، عیني او کمي توګه د ارتباطاتو د مطالعې، تجزیې او شننې مېتود دی».
نوموړی د محتوا تحلیل د ځانګړنو بیانولو په اړه زیاتوي، چې: «په تېره کې د متغییراتو د اندازه کولو له پاره له دې مېتود څخه لږه ګټه اخستل کېده، خو په رفتاري څېړنو کې د هغه نوې او مخ زیاتېدونکې کارونې د هغو متغییراتو په اندازه نیولو پورې اړه درلوده، چې له دې مېتود څخه پرته یې اندازه نیونه ناشونې وه… په دې مېتود کې د رفتار مخامخ مشاهدې یا مرکې غوښتنې په ځای، څېړونکی هغه اړیکې په ګوته کوي او په کې پوښتنې لټوي، چې د اشخاصو له خوا ټینګې شوې دي».
د محتوا تحلیل په اړه د برنارد برلسون(Bernard Berelson) تعریف هم جامع دی؛ ځکه څلوېښت کاله پرې اوښتې خو لاهم د څېړونکو له لخوا کارول کیږي. برلسون لیکلي: د محتوا تجزیه او تحلیل د څېړنې هغه مېتود دی، چې د ارتباطي پیغامونو د ښکاره منځپانګې د عیني، منظمې، کمي او کیفي تشریح له پاره کارول کیږي.
په پورته تعریف کې، «کمي او کیفي»، «عیني او ذهني»، «ښکاره او پټ» مفاهیم د بحث له پاره پراخه ساحه لري. که څه هم د محتوا تحلیل د کمي اطلاعاتو پر بنسټ کیږي، مګر کولای شو کیفي متغییرات په کمي متغییراتو بدل کړو.
د محتوا په تحلیل کې څېړونکی تولید شوي پیغامونه تر تجزیې، شننې او تحلیل لاندې نیسي او د خپلې څېړنې د پوښتنو له پاره د ځوابونو موندلو لټون کوي. د محتوا تحلیل مېتود د انساني او ټولنیزو علومو د پوهانو له پاره د انساني چارو ـ د ارتباطاتو محتواـ اړوند اسنادو له پوهاوي څخه د منظمې ګټنې له پاره بېلابېل فرصتونه چمتو کوي. د دغو فرصتونو پراخه لمنه به هغه مهال لا ډېره ښکاره او ډاګیزه شي، چې د هغو مواردو پر رنګارنګۍ کتنه وکړو، چې د محتوا تحلیل په کې ګټور وي.
د محتوا تحلیل پړاوونه
د محتوا تحلیل مېتود پړاوونه په لاندې ډول دي:
1. د هدف په ګوته کول: د یوې علمي څېړنې موخه د فرضیې پوښتنو ته ځواب موندنه ده.
2. د پوښتنو او فرضیو جوړول
3. د څېړنې واحد ټاکنه: همدا د څېړنې پوښتنې او فرضیې دي، چې د متغیر ډولونه او د څېړنې واحد په ګوته کوي.
4. د څېړنې بنسټ جوړونه: په دې پړاو کې څېړونکی د څېړنې مسئلې فرضیو، پوښتنو او بڼې ته په کتو سره داسې متغییرات جوړوي، چې د پام وړ مطالبو له پاره د تهداب بڼه خپلوي او له څېړونکي ۍره د پوښتنو او فرضییو په جوړونه کې مرسته کوي.
5. د نظري تعریفونو وړاندې کول: په دې پړاو کې باید څېړونکی وکولای شي د متغییراتو له پاره داسې جامع او مانع تعریف وړاندې کړي، چې په عمل کې د مطالبو طرحه کولو امکانات په اسانۍ سره چمتو شي.
6. د اطلاعاتي ټولنې په ګوته کول: دغه کار د څېړنې د پوښتنو او فرضیو له مخې په ډاګه کیږي.
7. نمونه اخستنه: د محتوا تحلیل په مېتود کې نمونه اخستل د نورو مېتودونو له نمونه اخستو سره دومره ډېر توپير نه لري. په اصل کې د څېړونکو اصلي وېره دا ده، چې نمونې په داسې ډول وټاکل شي، چې وکولای شي له ټاکل شوي کل ځخه نمایندګي وکړي. د نمونه اخستو له پاره د څېړنې فرضیو او پوښتنو ته په کتو او هم د نمونو لاس رسي ته په کتو سره کولای شو یوه اطلاعاتي اونۍ، میاشت او کال جوړ کړو.
8. د اطلاعاتو راټولو او درجه بندي: په دې پړاو کې څېړونکی د څېړنې واحد ته په کتو سره، ټاکل شوې نمونې د چمتو شوې کړنلارې له مخې تحلیل او درجه بندي کوي او ورپسې اړوند درجې د درجه بندۍ په ځانګړې پاڼه کې ثبتوي.
9. احصایوي ازموینې: په دې پړاو کې څېړونکی د درجه بندۍ په پاڼه کې ترلاسه شوي اطلاعات SPSS کمپیوټري پروګرام ته ننباسي تر څو د احصایوي ازموینو له لارې د وېشنې جدولونو ته لاره پیدا کړي او په پای کې وروستي پړاو یانې د تجزیې او تحلیل پړاو ته ورسیږي. په دې پړاو کې څېړونکی د خپلې څېړنې د پوښتنو او فرضیو له پاره مناسب ځوابونه مومي او د همدې له مخې د نویو څېړنو له پاره وړاندیزونه کوي.