یوه ورځ زوی دخپل پلار مخې ته ودرېد او و یې ویل:
– پلاره يوه ښکلې نجلی مې ولیده، ښکلې سترګې او ښایسته زلفو یې لیونی کړم، غواړم چې واده ورسره وکړم.
پلار يې په ډیرې خوښۍ ورته وویل:
– کور یې چیرې دی چې رویبارۍ ته ورشم.
وروسته دهلک د کورنۍ ټول غړي په ګډه د نجلۍ کورته ورغلل. غوښتل یې دا ښایسته نجلۍ له نیږدې وګوري. پلار چې د نجلۍ ښکلا ته وکتل زړه یی پرې بایلود. زوی ته یې وویل:
– ګوره زویه دا نجلۍ له تاسره د واده کولو لېواله نه ده، او ته هم نشې کولای چې خوشحاله ژوند ورسره ولرې، که دې خوښه وي له دې سره به زه واده وکړم.
هلک په ډیرې حیرانتیا ځواب ورکړ:
– پلاره له ما پرته بل هيڅوک نشي کولی چې له هغې سره واده وکړي.
شېبه ووته پلار اوزی دواړه لاس اوګرېوان شول، خبره تر قاضي ورسېده او د پېښې ټول حال یې ورته بیان کړ. قاضي خپلو ملګرو ته امر وکړ چې نجلۍ ونیسي څو خپله ترې وپوښتي چې له کوم یوه سره واده کوي.
قاضي د نجلۍ په لیدو د هغې د ښکلا تر اغیز لاندې راغی او ویې ویل:
– دا نجلۍ ستاسو لپاره مناسبه نه ده، او باید زما غوندې منصب داره سړي سره واده وکړي. له دې خبرې سره دا ځل درې واړه په خپلو منځو کې سره لاس اوګرېوان شول او د خبرې د حل لپاره وزیر ته ورغلل.
وزیر د نجلی په لیدو وویل:
– هغه باید له وزیر سره واده وکړي، د نجلۍ پر سره شخړې نورې هم اوږدې شوې اوخبره تر پاچا ورسېده.
پاچا هم وویل دا نجلۍ به د نورو په څېر له ماسره واده کوي
دا شخړې نوره هم پسې وغځېده. په دې وخت کې نجلۍ راغله او وې ویل:
– ددې قضیې حل له ماسره دی، هغه دا چې که هر څوک غواړي له ماسره واده وکړي، زه منډه وهم که هر چا ونیولم له هماغه سره واده کوم.
ټولو په یوه ځای، دهلک پلار، هلک، قاضي، وزیر او پاچا په نجلۍ پسې منډه کړه. پنځه واړه لاړل په یوه ژوره څا کې ولوېدل.
نجلۍ له پاسه ور وکتل په لوړ غږ یې ورته وویل:
– تاسې پوهیږئ چې زه څوک یم ؟!
زه دنیا یم. زه شتمني یم. زه هغه څوک یم چې ډېری خلک په ماپسې منډې وهي او د را رسیدو لپاره را پسې ډیرې هلې ځلې کوي او زما د لاسته راوړلو لپاره خپل دین اوژوند نه ناخبره دي.
او همدا حرص دی چې ټول یې پسې اخیستي اوهېڅ پوره کیدل نه لري. تر هغې پورې په موږ پسې منډې وهي څو چې د ګور غاړې ته نه وي رسېدلی، له دومره منډو سره سره بیا هم تر ما نه رسېږي.
