دغه ولايت کې د هېواد روغتيايي انستيتيوت لخوا ۴۳ تنه چې ۱۸ يې نارينه او ۲۵ يې ښځينه دي د دوه کلونو په موده کې وروزل شول.

ځايي روغتيايي مسؤلينو او يو شمېر مدني فعالانو وويل، هلمند کې د نورو وختونو په پرتله په روغتيايي برخه کې پرمختګ رامنځته شوی دی.

د عامې روغتيا رئيس ډاکټر نثار بارک وايي، هڅې روانې دي ترڅو د دولتي او خصوصي مرکزونو له لارې په روغتيايي برخه کې نارينه او ښځينه محصلين وروزي.

مسؤلينو دغلته د زده کړه ييز بهير پر کيفيت ټينګار وکړ او له فارغه محصلينو يې وغوښتل چې خپل مسلک ته په ژمنتيا بايد خلکو ته ښه خدمت وکړي.

هلمند کې د دولتي طبي انستيتوب ترڅنګ يو شمېر شخصي د روغتيايي زده کړو موسسې هم شته چې تر اوسه يې لسګونه محصلين روزلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *