د فبرورۍ په درویشتمه به په کابل کې د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې څلورمه ناسته وشي. د سولې په اړه دوه لیدلوري (مثبت او منفي) موجود دي. هڅه شوې چې پدغه لیکنه کې پر دواړو لیدلورو رڼا واچول شي.

مثبت لیدلوری

سوله لدې امله د هر وګړي لخوا یو ضرورت بلل کېږي چې د افغانستان په هر ګوټ کې هېڅ افغان د امن احساس نه کوي. حتی لوړپوړي چارواکي چې د پنډو، پنډو سمنټي دېوالونو تر شا ناست دي هم ځان په امن کې نه احساسوي. اما د بن له کنفرانس وروسته بیا تر ۲۰۰۷ کاله پورې حتی د سولې فکر هم موجود نه و، بلکې ټول پدې نظر ول چې مخالف نظام له منځه وړل شوی، وسله وال مخالفین محوه شوي او د پخواني رژیم پاتې شوني دا توان نلري چې یوځل بیا دې منسجم شي او د نظام پر ضد دې وسله پورته کړي دي. خو د طالبانو بیا راژوندي کېدو بهیر حتی له ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ څخه پیل شوی و او د پاکستان پوځي استخباراتو ای.اس.ای قوي عزم کړی و؛ لکه څنګه چې له مجاهدینو څخه یې د کرايي قاتلانو په څېر استفاده وکړه، همداسې له طالبانو به هم د کرايي قاتلانو او د سلام‌اباد-راولپنډۍ ګټو خوندیتوب لپاره یې به یې کاروي.

له ۲۰۰۷ کال وروسته د دفاعي ځواکونو زیاتوالي او تجهیز لپاره کار پیل شو او ورسره یوځای د سولې خبرو مفکوره هم پیدا او وروسته د سولې عالي شورا په رامنځته کېدو متنج شوه.

سربیره پر دې چې د سولې په اړه د مثبت لیدلوري خاوندان امنیت یو اساسي اصل ګڼي، د وسله وال مخالفت د پلمو، بهانو او توجیهاتو له منځه وړل هم هغه څه دي چې د دوی لخوا د سولې په ملاتړ مطرح کېږي. په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کال کې، کله چې طالبان بیا منسجم کړی شول، نو د وسله وال فعالیت لپاره یې تر ټولو لویه توجیه، د بهرنیو قواوو شته والی و. د طالبانو باور دا دی چې دوی یرغلګر دي او د دیني نصوصو پر اساس د یرغلګرو پر وړاندې باید مقاومت وشي. دا د طالبانو شخصي او ډله ییز برداشت دی او د وسله وال مخالفت لپاره تر ټولو لویه توجیه، خو کله په افغانستان کې د بهرنیو قواوو موجودیت قانونمند شو او د جګړې له لیکو څخه پر شا شول، بیا هم هماغسې پلمه وشوه. طالبانو نه نړيوال قوانین په پام کې ونیول، نه د ملګرو ملتونو منشور او نه هم د نورو اسلامي هيوادونو بیلګې. اوس وخت کې بهرنیان په جببهاتو کې نشته، جګړه د افغانانو لخوا رهبري کيږي، د جګړې په اوله کرښه کې افغان سرتېری پروت دی؛ خو په مقابل کې یې بیا د طالب په نامه، ځینې یاغي افغانان، پاکستانیان، چیچنایي وګړي، اویغور د منځنۍ آسیا هيوادونو افراطیان او … په جګړه اخته دي. دا یو جدي ضرورت دی چې د جګړې نوم بدل شي او دغه جګړه په خپل اصلي ماهیت یعنې استخباراتي رنګ سره وپېژندل شي. دا چې د سولې په خبرو کې پاکستان د طالبانو په نیابت ګډون کوي، خپله د دې ښکارندوی دی چې طالبان د چا لخوا، څنګه او د څه لپاره استعمالیږي.

بل لور ته افغانان او بهرنیان دې قناعت ته رسيدلي چې د افغانستان کشاله د جګړې له لارې نشي حل کيدای. د افغان چاروکو سربیره د ناټو چارواکو په وار وار یادونه کړې چې د افغانستان د کشالې یوازینی حل، سیاسي جوړجاړی دی.

افغانستان له څلویښتو کلونو راپدیخوا له جګړې سره مخ دی. خو د جګړې پای ته رسولو لپاره ډيره کمه توجه شوي ده. د تیرو ۴۰ کلونو په اوږدو کې ډېرو کمو چارواکو د سولې لپاره هلې ځلې کړي. تر ډیره حده د هېواد لومړی درجه چارواکي د قدرت پر ساتلو او زیاتولو تمرکز درلود. د دوی ټول تلاش دا و چې څنګه مقابل لوري ته دسیسه جوړه کړي، څنګه یې له قدرت څخه لرې کړي او په څه ډول د مقابل لوري برخه خپله کړي. اما ډیرو کمو کسانو دې ضرورت ته پام وکړ چې ناورین به څه ډول پای ته رسوي؟ آیا له سولې پرته بله لار هم شته؟

منفي لیدلوری

سربیره پر دې چې د ټولو لخوا سوله یو اساسي ضرورت بلل کيږي، خو د سولې پر ضد خنډونه هم راولاړېږي. د سولې مخالف لیدلوری پدې نظر دي چې د وسله وال مخالفینو فعالیت په ټول شدت سره روان دی، هره ورځ افغانان وژل کيږي، وطن ویجاړېږي نو سوله له چا سره او د څه لپاره؟ دوی په نظر، وسله وال مخالفین باید تر آخري حده وځپل شي، له ځپلو وروسته ورسته ضرب الاجل وټاکل شي چې نتیجه به یې د مخالفینو تسلیمیدل وي. تر ډيره حده دوی پدې ټينګار کوي چې مخالفین باید له کوم قید او شرط پرته د سولې خبرو ته حاضر شي، لدې پرته سوله نه کېږي.

د سولې په اړه د منفي لیدلوري موافقینو لدې حقیقته سترګې پټې کړي چې سوله د دوو متخاصمو ډلو ترمنځ کېږي. سوله هغه مهال مطرح ده چې دوه لوري د یوه بل د زغمولو او محوه کولو توان ونه لري، اما دواړو لوریو ته مالي او ځاني تاوانونه اوړي. دا چې له مالي زیان او له ځاني تلفاتو څنګه مخنیوی وشي؟ ځواب یې جګړه نده، ځکه جګړه بایلونکی او ګټوونکی نلري، بلکې حتی د جګړې ګټوونکي ډېرې ککرۍ خاورې کړې وي، ډېر زر یې مصرف کړي وي او په ځينو حالاتو کې حتی د لاسته راوړنې په پرتله زیان ډېر دی.

د مخالفت لپاره بل دلیل د تیرو کلونو د لاسته راوړنو تحفظ وړاندې کېږي او دا استدلال کیږي چې نه باید له طالبانو سره د سولې په نتیجه کې د تیرو دیارلسو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورکړل شي. د تیرو کلونو په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي چې ساتنه یې د هر افغان فریضه بلل کيدای شي. اما که افغانان موجود نه وي، هره ورځ و وژل شي، هره ورځ یې وینه تویه شي او هره ورځ د کونډو او یتمیانو شمېر زیات شي، لاسته راوړنې به څوک ساتي، څوک به یې عملي کوي او د چا لخوا به عملي کېږي؟

د دغه نظر د شخصي، تنظیمي او ژبنیو ګټو تأمین په لټه کې دي او باور لري چې له طالبانو سره د سولې په راتګ به د دوی قدرت کم شي، شخصي ګټې به یې زیانمنې شي او برم و شوکته به ولوېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *