وړانګه د سینګار د المارۍ مخې ته ودریده. د شونډو رنګ یې په پوړیدلي لاس راواخیست. بیرته یې پر خپل ځای کیښود. د سترګو د شا د رنګ ډبی یې پرانیست هغه یې هم بیرته بند کړ.
سترګې یې سره کش کړې. هندارې ته یې وکتل. مخ داسې ورته معلوم شو لکه ګرد چې پرې ناست وي. لږ میک اپ یې پر مخ وواهه. بیا یې هندارې ته سترګې ونیولې. شونډې یې پیکه ښکاریدې. کم رنګه رنګ یې پر شونډو تیر کړ.
دروازه خلاصه شوه. دې د سینګار سامان شاته ونیو. یوه ښځه له وره سره ودریده:
- پسې ورکه شوې اوس به خلک فاتحې ته راشي
- دا دی درغلم
د وره له پورې کیدو سره وړانګې د سینګار سامان تر تخت لاندې پورې واهه او دواړه لاسونه یې پر ټټر کیښودل. په هنداره کې سترګې سپیرې ورته معلومې شوې. ورټیټه شوه ریمل یې راواخیستل. لږ ریمل یې د یوې او بلې سترګې پر پورتنیو بڼو پورې کړل او له کوټې ووته.
په دالانه کې یې له لرې پر میلمنو سترګې ولګیدې. مخ ته یې لاس ونیو او په بیړه کوټې ته ستنه شوه.
هندارې ته ودریده. دستمال یې پرمخ وموښه، پر ریمل یې کریم ووهل او شونډې یې وریودې.
پای
چې سرې شي که پیکه؟