مجاهد نوم سپېڅلی دی، خو چې د مجاهد ځانګړنې او سپېڅلتيا ولري، په هيواد کې ډېر داسې نوم ورکي مجاهد اتلان لرو، چې نه يې نن څوک پر مزار د خواخوږۍ شمعې بلوي او نه په نورو ورځو يې د نوم يادونه کېږي.

د لوی الله ج په لار کې تر ټولو سپېڅلی کار جهاد دی، همدغه د جهاد برکت و، چې روسي ښکېلاګکر مات شول او په هيواد کې مو د اسلامي نظام شتون هيلې تاندې شوې.

په ۱۳۷۱ ل کال کله چې مجاهدينو کابل ونيو او حضرت صبغت الله مجددي د کابل په تخت کېنوست، خلکو د ارامۍ سا واخيسته، خلکو هيله درلوده، چې له پرديو څخه مو خلاصون تر لاسه کړ او مجاهدين هغې هيلې ته ورسېدل، چې د الله ج د کليمې لوړاوی يې مرام و.

خو سپېڅلې جګړې وروسته زیاتو مجاهدينوله ټوپک او منصب سره مخه ښه وکړه، خپل ژوند ته ستانه شول او ډېری يې نن   د خپلو وطنوالو تر څنګ ارام او د عزت ژوند لري.

ځينو نورو د چوکيو او منصب لېونيو د جهاد په نوم داسې کرغېړن عملونه تر سره کړل، چې انسانيت پرې شرمېږي، د ننيو بدبختيو لامل خو همدا تاسو جنګي ليډران ياست، چې هر څه د ځان په ګټه خرڅوئ

ښاغلی پروفيسور عبدالرب رسول سياف چې تل يې له مجاهدينو څخه دفاع کړې ده، هغوی د هيواد وارثين او د راتلونکې نېکمرغۍ عاملين بللې دي.

ښاغلی سیاف صاحب! تاسو د سلواغې د مياشتې په شپږويشتمه نېټه خپلو خبرو کې وويل، چې مجاهدينو ته باید غله ونه ويل شي هغوی ته غله ويل ستره ګناده.

مجاهد نوم ته سپکاوی رښتيا هم ګنا ده، خو تاسو مجاهدين نه ياست، ځکه تاسو خو جهاد د الله د رضا لپاره کړی او خپل فرض مو له غاړې اړولي و، خو نن يې امتياز له موږ څخه اخلئ.

هغه مهال چې د هيواد په هره سيمه کې ځانته ځانته حکومتولۍ موجودې وې، ټولو مجاهدينو د جهاد دعوه کوله او تاسو به د يو او بل پر ضد فتواوې ورکولې.

ښاغلی سياف صاحب! که دولت تاسو ته ونډه درکړي تاسې او چوکۍ سره نژدې کړي، نو بیا خو تاسو ارامه ياست، خو کله چې بیا دولت په ځينو پوسټونو باندې د کار خلک وګماري او ستاسو جهادي ملګری له چوکۍ لرې کړي، نو تاسو بیا خپل غږونه پورته کړئ، چې مجاهدينو جهاد کړی او هغوی ته باید ډېر امتيازات ورکړل شي، مجاهدين څنډې ته شوي دي.

دا چې د مومن خان مار چا وژلی او څوک د جهاد د ډګر اتلان دي؟ هغوی ترننه مالوم نه دي، ځکه هغوی نومورکي اتلان دي، خو تاسو هريو يې تسمې په جېب کې ګرځوئ او له دولت او خلکو څخه يې باج اخلئ

جهادي ټېکدارانو! تاسو کله د کابل زګېروی اورېدلی؟ تاسو اوس له همدې کابل څخه نه شرمېږئ، چې ستاسو کرغېړنو مخونو ته په کرکجن نظر ګوري.

تاسو د هيواد دراتلونکې لپاره تر ټولو لویه خظره ياست، کله مو احمد ضيا مسعود د طالب او داعش په پلمه خپلې ملېشې په وسلو سمبالوي او کله بیا عطانور په خپله چوکۍ ټينګ وي او د جهاد په نامه يې د مزار واګي يې اخيستي دي.

دلته خو جنګي رهبرانو هره يوه ځانته بنګلې واخيستې، هر يو يې ځانته چوکۍ او امتيازات خپل کړل، نو بیا ولې تاسو د جهاد چيغې وهئ، ولې هيواد د ترقۍ په لور نه روانوئ، تاسو هغه ورانکارې څېرې ياست، چې تر ننه مو ګران هيواد ته سپېڅلی نيت نه درلود او نه يې لرئ.

تاسو خو هغه مهال چې له روسانو مو ازادي تر لاسه کړه، په هغه سبا لکه د ګور چينجي په خپلو منځونو کې سره لګيا شوئ، پاټکونه مو واچول، له خلکو مو باج واخيست، له غربي ممالکو مو د غټو، غټو بمونو غوښتننه وکړه.

تاسې په سپينه لمن تور داغ ياست، تر عمره به د وطن مور درته ښېرې کوي، په هره اداره کې مو د جهاد په نوم امتياز تر لاسه کړی دي.

هغه څوک چې د هيواد په درد دردمن وي، هغه تاسو په خلق او نورو ګوندونو پورې تړلي بولئ او د پرمختګ په لاره کې ورته اغزي کرئ.

تاسو هغه څوک ياست چې تر پرونه مو د پاټکونو پاټکي کوله، تاسو د جهاد باج خو لا هغه مهال له خلکو اخيستی و، تاسو خو ډېر بې ګنا وګړي هم د مجاهد په نوم په شهادت ورسول.

ستاسو د جهاد امتيازات خو له ورځې بلې ته ډېرېږي.

د ځمکو غاصب، د قانون ناقض، د ظالم ملاتړی دا ټولو کې تش په نوم د جهاديانو رول او نقش ستر دي، جهادي رهبر استاد سياف يوه ډېره ښه خبره وکړه، چې مجاهدينو ته غله ويل ګنا ده، زما په اند سياف ښه خبره کړې ده، ځکه چې همدغه تش په نوم مجاهدين تر غلو څو ځله بدتر دي او تر اوسه د بشريت فکر دې ته رسېدلی نه دی، چې دغه شوکمارو ته څه نوم ورکړي.

جهادي رهبرانو! د هيواد مېرمنې تاسو سرتورې نه کړې، دهيواد ماشومان تاسو د بدمرغۍ په ځانګو ونه ځنګول؟

له تاسو ټولو نه مو هيله ده، چې لږ خپل وجدان قاضي کړئ، په تېرو ظلمونو توبه وباسئ، ځوانان پردېږدئ، چې خپل راتلونکی جوړ کړي، توره مو په تېکې کې کېږدئ او خپل خدای ته وژاړئ، چې درته عفوه وکړي، تاسو د قدرت په نشه کې ورک ياست، مرګ او د حساب ورځ مو له ياده وتلې ده.

2 thoughts on “جهادي رهبرانو ته پرانيستی ليک/ زلفانه”
  1. بلکل صحیح خبره مو ورته کړی ده …… دالله ج څخه ورته هدایت غواړو او که د هدایت قابل نه وی الله ج دی د زمکی د مخ څخه محوه کړي…………………..

  2. درنو دوستانو په هيواد دردلی ځوانانو داتور مخی دقدرت اومقام تګی حتی دخلکو په وژنه يي هم تنده نه ماتيږی تاسو ټولو دوستانو څخه بيا اوبيا هيله ده چی دزلفانه په شان خپلی ليکنی وکړی او دا تورمخی خلکو ته سم ورو پيژنی ستاسو ددی ليکنی څخه يو نړی مننه په قلم اوپوهه مو برکت شه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *