موږ چې کله په خپله ژبه خبرې کوو، هڅه کوو، چې د خپلې پوهې له مخې نېغ په نېغه د موضوع مفهوم واورو؛ خو که په بلې (هغې ژبې چې موږ پرې پوره برلاسي نه یو) کوم مطلب وړاندې کوو؛ نو تر ډېره به یوازې د کلمو او ژبنیو ترکیبونو جوړښت ته پام کوو، یو په بل بسې به یې کتاروو او جملې به ځېنې رغوو، چې مطلب ارایه کړو، خو په دې چاره کې له موږه د اصلي موضوع مفهوم پاتېږي، چې دا کار د مفهوم د نه رسېدا په وخت کې زموږ په لاشعوري ناپوهۍ دلالت کوي.

دا خبره مې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په اړه چې د فبرورۍ له ۲۱ مې نېټې سره سمون خوري؛ وکړه. د مورنۍ ژبې ورځ موږ ته دا موقع په لاس راکوي، چې د مورنۍ ژبې پر اهمیت ځان، زموږ قام او نړۍ خبره کړو. د دې ورځې موخه، خلک د مورنۍ ژبو له ارزښته خبرول او ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابرول دي.

رضوان الله لرمل
رضوان الله لرمل

د ملګرو ملتونو تعلیم، ساینس او فرهنګ ادارې «یونیسکو» پر خپلې وېبپاڼې کې لیکلي، د دې ورځې د نمانځلو مخینه په ۱۹۵۲ز کال کې پر همدې ورځ په اوسني بنګله دېش کې د ډاکې پوهنتون پر زده کوونکیو د پاکستانیو پولیسو حمله ده. هغو زده کوونکیو د دولتي ژبې په توګه د اردو په مخالفت او د بنګالۍ په حق کې مظاهره کړې وه.

یونیسکو په ۱۹۹۹ز کال کې د فبرورۍ پر ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ وټاکله او دا ورځ له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې نمانځل کېږي.

مورنۍ ژبه هغه ژبه ده، چې انسان په لومړنیو ورځو شپو کې پرې خبرې کوي او خپل افکار او خیالات پرې بیانوي. دا هغه ژبه ده، چې ماشوم پرې لومړنۍ (ای، آ، اي، او) او داسې نورې کلمې زده کوي او په مرور د وخت سره یې له کورني محیطه زده کوي.

سمه ده، چې نن سبا نړۍ د ګلوبلایزېشن له مخې د کلي حثیت غوره کړی او هڅه کېږي، چې د ډېرو پدیدو پولې راماتې شي او ولس سره نور هم نږدې شي، په یو بل ودردېږي او یو بل ته د خپلو دردونو او خوښيو اظهار وکړي. دا هم سمه ده، چې انګلیسي او نورې ژبې د تجارت او تعلیم په سکټورورنو کې د اسانتیا لپاره کارېږي، خو موږ باید خپله ژبه هېره نه کړو او له نورو هغو مخکې لومړیتوب خپلې ژبې ته ورکړو، لیکل پرې وکړو او د نورو ژبو له سیالۍ سره یې برابره کړو.

دا ښه ده، چې انسان د نورو ټولنو ژبې زده کړي او پر هغو روانې خبرې او لیک وکړای شي، ځکه چې دا د نورو سيمو له خلکو سره د اړیکو د پاللو او د یو بل له فرهنګونو نه په خبرېدلو کې خورا کومک کوي، خو اړینه ده، چې د خپلې پېژنګلوۍ مهم اړخ یانې مورنۍ ژبه هېره نه کړو او په هېڅ صورت دې ته زمینه برابر نه کړو.

د یادولو موضوع دا هم ده، چې موږ باید په ګوګل ټرانسلېټ کې د پښتو ژبې له داخلېدو سره بسنه وکړو، بلکې همدې فرصت نه ځان ته دا ننګ ودروو، چې خپلې ژبې ته کار وکړو، سوداګریزه یې کړو او په دې برخه کې مسلکي کسانو نه د مسلکي اثرو د لیکلو او ژباړلو غوښتنې وکړو.

رانه هېره ده، چې د چا وینا ده، خو د یو ژبپوه خبره ده، چې «مورنۍ ژبه د لومړنۍ زده کړې بنسټ ګڼل کېږي او ماشوم باید په داسې چاپېریال کې ورزل شي، چې د پدیدو د ښې پېژندنې لپاره لومړی خپله مورنۍ ژبه زده کړي.» همدې اصل ته په کتو سره مورنۍ ژبه د نورو ژبو د زده کړې لپاره ښه زینه جوړوي او په پرله پسې توګه د نورو ژبو د تمرینولو لپاره خپله پوهه او تجربه تراشي.

له خپلې ژبې سره د بې غورۍ یوه اندېښنه دا ده، چې په کابل او تر ډېره په دري مېشتو سیمو کې پراته پښتانه د خپلو اولادونو او د مورنۍ ژبې په اړه ډېره بې باکي ښيي، همدا علت وي، چې په راتلونکې کې یې کوچنیان په خپله ژبه سم لیکل څه چې لا سم ویل هم نه شي کولی. دلته د یوې موضوع سپیناوی اړین دی، هغه دا چې زما دا خبره له نورو ژبو سره د تعصب جنبه نه لري، بلکې مطلب یې دا دی، چې که نورې ژبې زده کوي؛ نو خپله خو باید حتمي زده کړي.

د ټورنټو پوهنتون یو پروفیسر وایي٫ هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي؛ په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري.

کله چې مور او پلار له خپلو ماشومانو سره په خپله ژبه کیسې کوي، یا له هغو سره پرې خبرې کوي او ډېر وخت ورسره تېروي؛ نو د ماشومانو مورنۍ ژبه پخېږي. په دې اړه هغه ولسي کیسې او د ماشومان ادب، چې د ماشوم روان او راتلونکی له خطر سره نه مخ کوي؛ خورا اړین رول لوبولی شي. دوی سره د ذهني پراختیا او همدارنګه د نویو ښکارندو د نومونو مفاهمو په زده کولو کې مرسته کوي. همدارنګه د مورنۍ ژبې پوخوالی یوه کس ته دا استعداد ورکوي، چې ښه فکر وکړي او په اسانۍ سره وکولای شي، په نورو ساینسې علومو پوه شي.

په دې برخه کې د افغانستان د پوهنې وزارت نه یوازې په لېرو پرتو ولایتونو کې د مورنۍ ژبې د ښوونځیو په جوړولو کې پاتې راغلی، بلکې په کابل کې یې هم دا برخه شنډه ده.
دا چې له خپلې مورنۍ ژبې سره زموږ اړیکه لاشعوري ده، موږ په ډېرو شیانو کې واک نه لرو، واک نه لرل مطلب دا، چې دا اختیار په هغه وخت کې زموږ له توانه وتلی وي، چې خپله انتخاب وکړو، یو له هغو انتخابونو نه ژبه ده او په دې اړه لا هم زما ماشوم ته په مورنۍ ژبې د زده کړې حق نه دی ورکړل شوی.

د عدم تشدد پرضد د راپاڅېدلي انسان «پاچاخان» او مهاتما ګاندي لاروی، نېلسن منډېلا هغه په دې نظر و، چې له خپلې ژبې سره باید خورا مینه وشي، هغه ویلي وو، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي، چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې؛ نو دا به د هغه زړه ته ولویږي.

په دې ویلو سره نېلسن منډېلا له خپلې مورنۍ ژبې سره خپله مینه او احساسات ښودلي دي.

څنګه چې ژبه او د انسانو هویتونه له یو بل سره نه بېلېدونکې اړیکې لري؛ همدارنګه د نړۍ هېوادونه پرګنې په خپل هویت، خپل کلتور او په خپله ژبه پېژندل کېږي. انسان را اخلي او له خپلې ټولنې سره یې تړي. همدا د ده پېژندنه ده، چې ژبه، کلتور او ټولنه یې معلومه شوه.

نړۍ هڅه کوي، چې د انسانانو د همدې هویت د اثباتولو لپاره د ژبو ستونزې ته یو حل راوباسي، په همدې اساس لا هم په نړۍ کې هغه هېوادونه، چې د مورنۍ ژبې ستونزه يې نه ده حل کړې، تل له ټولنیزو نارضایتیو، ناندریو او نورو بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې برخه کې افغانستان، ایران، پاکستان، او ځېنې د منځنۍ اسیا هېوادونو نومونه راځي.

امريکا، سویزرلینډ، کاناډا، سویډن، بلجيم، ټایلنډ او نور هغه هېوادونه دي، چې په هره سيمه کې یې په مورنۍ ژبه تدريسېږي او ليدل کېږي، چې د نورو هېوادونو په پرتله په کې پرمختيايي دروازې خلاصې دي او د باثباته هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي.

د اساسي قانون او د افغانستان نورو معتبرو اسنادو له مخې ژبنى حق د بشري حقوقو د مهم جز په توګه پېژندل شوى دى.

په افغانستان کې هم وخت په وخت له دا ډول ستونزو پرده پورته شوې او دکابل په شمول ډيرو ولایتونو کې زده کونکي په مورنۍ ژبې له زدکړې بې برخې دي.

د دې چارې نه د مخنیوي لپاره په کار ده، چې خپل اولادونه د مورنۍ ژبې په ښوونځیو کې شامل کړو، پر دولت له یوې نوې لارې فشار راوړو، چې په ټول افغانستان کې هر چا ته د مورنۍ ژبې ښوونځي جوړ کړي او یا هم داسې حل لاره راوباسي، چې کوچنیان مو له لومړي وخته په خپله مورنۍ ژبه د پدیدو نومونه زده کړي او له هماغه وخت نه په کې د ځیرکتیا اصل وروزشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *