تاند- افغان استخباراتي ځواکونو په پکتیکا کې د حقاني شبکې دوې لارۍ له زرګونو کیلو چاودېدونکو موادو سره کشف کړې او په دغه ولایت کې یې د لویې پېښې مخه ونیوله.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په دغو دوو لاریو کې ۱۲۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا چاودېدونکي مواد تر لرګیو لاندې پټ کړای شوي وو او په دې تړاو یې یو تن، چې رفیق نومېږي، نیولی دی.

د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دا مواد د پکتیکا په کومه سیمه کې نیول شوي او دا هم نه دي ویل شوي چې له کوم ځایه راوړل شوي وو.

د ملي امنیت ریاست وايي چې د دوی د کارکوونکو له لوري د دغو موادو کشف په پکتیکا کې د خړۍ پېښو مخه نیولې ده.

پرون په پکتیکا ولایت کې د یوې کورنۍ شپږ غړي د ماین په چاودنه کې ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *