د ژبو دنړۍ والې ورځي په ویاړ !
يويشتمه (21) فروري د مورنیو ژبو نړۍ واله ورځ ده، دا ورځ دیونیسکو له لوري د (۱۹۹۹) کال د نومبر میاشتي پر (۱۷) نېټه اعلان شوه . وروسته دملګرو ملتونواسمبلۍ United Nations General Assembly وړانديشوه او بیلا آخره داورځ دمورنیو ژبو دنړۍ واليورځي په نوم وپېژندل شوه .
په ټوله نړۍ کې ژونديقومونه دا ورځ لمانځي ، سږ کال په افغانستان او پښتونخوا کې ددغې ورځيدلمانځلو په موخه یوه افغان تجا احمد خان اڅګزي د(۵۰۰) پښتولیکوالو لپاره دپښتو ویب سایټونو دجوړولو اعلان وکړ.
نوموړی وايي چې په انټر نیټ کې دپښتو ژبی ورزیاتول دپښتانه قوم دبقا او پرمخ تګ پر لور یو ځواکمن ګام دی .
دوبۍ مېشتی پښتون تجار احمد خان اڅګزي له پښتنو لیکوالو وغوښتل چې دویبسایټونو دجوړېدو په چاره کې خپل نومونه راجسټر کړی.
احمدخان اڅګزی وايي چې په نړۍ وال معیار برابر (۵۰۰) پښتو ویبباڼې به یوازی او یوازی دپښتنو لیکوالو لپآره جوړيکړي.
نوموړی وايي چې دم ګړی تر (۵) کلونو پوريددغو ویبپاڼې دترمین ، هوسټینګ او ډومین خرڅ دی پخپله ورکوي ، او تر پنځه کاله ورسته به بیا هغه مهال پرېکړه کوي .
داحمدخان اڅګزي په خبره چې دا ویبپاڼې به له هر ډول سیاست نه پآکې او ټول اختیارات او انټنیټي کوډونه به یې دلیکوالو په کنټرول کې وي.
هغه زیاته کړه : ( زما له ټولو رسنیو ، لیکوالو او هغو ځوانانو چې په ډله یزه رسنیو کې کارکويهیله ده چې لیکوال په دې تړاو خبر کړيچې له دې موقعې سالمه ګټه واخلي . زما په نظر مورنۍ ژبي ته کار کول دهر انسان بنیاديحق دی . په کار ديچې په دې لار کې هر څوک دخپل وس او توان مطابق کار وکړي . )
نوموړی وايي چې ددغو ویپاڼو چلونکو لیکوالو ته به دپاڼې دکارولو زدکړيورکوي، څو دوی وکولای شيچې په اسانه توګه دغه پاڼې وچلوي.
ښاغلی آحګزی وايي چې لیکواليکه څه هم په خپل ځان کې لوی سیاست دی ،خو دا ویبپاڼې به یوازي دادب ، کلتور ، ثقافت ، شاعري او معلوماتو لپآره کارول کېږي.
احمد خان اڅګزي وايي هر هغه لیکوال چې پاڼه یې له کوميسیاسيډلي سره وتړل شي، تر پنځه کاله وروسته به نه تمدیدېږي.
نوموړی له افغان لیکوالو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دپښتو ژبي له خدمت او چوپړ نه ځان ونه سپموي .
هغه وايي چې که څه هم دا کار دحکومتونو او ملتپاله ګوندونو دی ،خو دی دا کارپه خپل خرڅ دپښتو ژبي دخدمت لپاره کوي .
دویبپاڼو دجوړېدو لپاره په لانديپتو اړیکه ونیسئ !
P.box 36209
TEL no
0097148854188

اڅکزی صاحب سلامونه.
ستاسو نېک نیت او خدمت د ستایلو دی. خدای مو شتمني سل برابره زیاته کړه.
نیت مو د ډېر ډېر قدر وړ دی خو شک لرم چې د ۵۰۰ ویبپاڼو جوړول به ډېر ګټور وي. د ۵۰۰ ویبپاڼو جوړول به ۵۰۰ لیکوال له لیکوالۍ وباسي. هر یو به مجبوره وي چې د ادبي، هنري او علمي تخلیق پر ځای ځان ویبپاڼې ته وقف کړي.
اوس هم هر لیکوال کولی شي، ویبلاګ یا په فېسبوک کې پاڼه ولري. که هر لیکوال ځان ته ویبپاڼه ولري له ویبپاڼو به ویبلاګونه جوړ شي او اوسنۍ موجودې او فعالې ویبپاڼې به کمزورې شي.
د دې پر ځای زما مشوره دا ده چې د یوې ویبپاڼې معادل پیسې یوه لیکوال ته ورکړئ چې یو تاریخ وژباړي، بل ته همدومره پیسې د یوه ناول د ژباړلو دپاره ورکړئ…… که د ۵۰۰ ویبپاڼو په ځای په کال کې ۵۰۰ کتابونه چاپ او ولیکل شي. تر ۵ زره ویبپاڼو به یې ګټه زیاته وي.
تر کومه ځایه چې ما ته معلومه ده د یوې ارزانه او بتدايي ویبپاڼې د یوه کال لګښت ۱۵۰ ډالره دی. که تاسو د هر کتاب پر سر ۱۵۰ ډالره لیکوالو ته ورکړئ چې په کال کې یو کتاب وژباړي، په ۵ کلونو کې به ۲۵۰۰ کتابونه ژباړل شوي وي.
دا کتابونه په موجودو ویبپاڼو کې هم خپرولی شئ.
بیا هم ستاسو ښه نیت د مننې او قدرونې وړ ګڼم.
الهام الله بابر
د بابر صاحب نظر مې خوښ شو
رقیب الرحمن خوستی
ښه ده چې د نورو ژبو په شان د پښتو ویبپاڼې زیاتې شي.
د ښاغلي اڅکزي په شان دېط خدای نور پښتانه سوداګر هم داسي ښو کارونو ته تشویق کړي. هیله لرم چې نور افغان تاجران به هم د پښتو ژبي د خدمت دپاره دا ډول لوی کارونه وکړي. خو زما په خیال د ویبپاڼو د شمېر په پرتله د هغو کیفیت زیات اهمیت لري.
ترهرڅه دمخه باید لیکوال وپیزندل شی ، بیا دپه دغه برخه کې ګام اوچت شي ، که هرڅوک دا پاڼې ولري او یوڅه ونه شی لیکلای نوبیایی فایده څه ؟ اڅکزی صاحب باید په دی پوه شي چی هر سورږیری ملا شاه ګل نه دی ، نودخدای ښه درسره وکړي
په درناوی
زرین ګل
Salamoonah;
D Wror AhmedKhan Atsakzi saheb daa la Ixlasa aw Moreny Jabe Pashtou sara d zlrrh la kume ddakeh mieny lipara du`a aw manina kawoou. Allah Ta`la de pa zerhawo ajer warkrry.
D Ilhamullah khan aw hamid M nazaroonah ham d paam warr diey.
Zma pa nazar ka yawtsa d Afghan-o-Pashtunkhwa zda-kaouwnkyo sara d Kitabonu aw qertasyi mrasta washi ham bada ba na vi. Vesselam A`leykum ve rahmetullahi