کله چې یو کار کوو نو وروسته یې ارزوو چې سم و که نه و؟ مهم و که نه و؟ ګټه یې وکړه که نه؟ زه چې کله کور ته تللی یم د خپلو ډیرو مجلسونو پایلې مې سنجولې، د ځینو ښو مجلسونو مهمې خبرې مې په خپلې ډایرۍ یا د ورځني یاداشت په کتابچه کې نوټ کړي دي. خو زما په دې کتابچه کې د ډیرو نورو مجلسونو پایلې منفي لیکل شوي دي. دا هغه مجلسونه او بحثونه دي چې په کې دریځ زما له خوا یا د بل ملګري له خوا نیول شوی وو.

کله چې غواړو خپله خبره وکړو نو دا حق زموږ څخه هیڅوک نه شي اخستلی خو که وغواړو چې خپل نظر په نورو باندې چې هر څنګه وي ومنو نو دا کار یو خو داچې سم نه دی بل مشکل زیږونکی هم دی. داسې مجلسونه اکثره وختونه، په خفګان، سپکو سپورو او ناهیلۍ پای ته رسیږي.

د نظر اختلاف هیڅ کله په دې مانا نه دی چې زموږ په منځ کې به ناپوه کسان وي خو همدا د نظر اختلاف دی چې زموږ پوهه او تجربه ورسره زیاتیږي. خو کله کله د نظر اختلاف د دې پر ځای چې په سړه سینه وویل شي، ځینې کسان یې په توندۍ وايي یا هم کله کله د نورو نظرونه نادیده نیسي او پر خپل نظر ځینې کسان ډير او بې حده ټینګار کوي. همدا نادیده نیول او ټینګار کول دي چې زموږ بحث یا مجلس خرابولی شي او کله کله خو اړ کیږو چې ولاړ شو، خپل پټو وڅنډو او روان شو.

د خدای دنیا ډیره لویه ده، دلته په کې هر ډول خلک اوسیږي، ځینې د خپلو مخونو غوندې په سیرت هم ښکلي دي خو ځینې ښکلي ممکن د بدرنګو عملونه او نظرونه لرونکي وي. هغوی چې عقل لري د ژوند په یوه نه یوه پړاو کې به پوه شي خو هغوی چې استدلالونه هم اوري خو بیا هم دریځ نیسي نو ښه خبره دا ده چې دوی همداسې پریښودل شي. احمقانو ته سلام کول او ترې تیریدل په کار دي. که چیرې ته هر څومره وس وکړې چې هغې سمې لارې ته برابر کړې نه کیږي. نو د خدای دنیا کوچنی نه ده، هغه چې ځای ورته ورکړی دی نو ته یې هم پریږده.

کله چې په کور کې ماښام کښینو یا هم میلمانه راځي نو د افغانستان او نړۍ د دې بې خونده سیاسي او جنجالي موضوعاتو په اړه ډیرې خبرې کیږي او ډیری وختونه تکراري او بې ګټې خبرې کیږي. د همدې تکراري او بې خونده خبرو د مخنیوی له پاره اوس کوښښ کوم چې دا موضوع په مجلس کې بدله کړم. زه د تیر ژوند کیسې د مشرانو څخه وپوښتم. د ډیر عمر کسان، د خپل تیر ژوند تصویر ډیر روښانه انځوروي، خپلې تجربې راسره شریکوي، خوږې خاطرې وايي او موږ کولی شو چې د جنګ د کلونو څخه د پخوانۍ او اوسنۍ زمانې ارزیابي سره وکړو، بې له شکه چې ډیر نوي څه په دې کار سره زده کولی شو. داسې مجلسونه ډير خواږه وي او تر نیمو شپو هم سړی په کې نه ستړی کیږي.

یو وخت مې یو نظم لوستی و، خو رانه هیر و چې چیرې و او د چا و؟ بیا مې ورو ورو ذهن ته راغی چې د سید شاه سعود دی او بیا مې د هغه شعري ټولګې پسې وکتې. اخېر مې پیدا کړ. دا نظم ډیر وختونه بیا بیا لولم، دا نظم یو ډول سکون راکوي چې ښکلا او رڼا که هر څوک ونه مني نو ښکلا ښکلا او رڼا رڼا ده، دا څوک بدلولی نه شي.

ستا په خبرو باندې هیڅ نه کیږي

که چاته ستوری او سپوږمۍ ووایې

چاته ګلاب چاته کلۍ ووایې

ستا په خبرو باندې هیڅ نه کیږي

ستا په سندرو باندې هیڅ نه کیږي

که دې رڼا ورځې ته شپه ووایې

تورې بلا ته پرښته ووایې

ستا په اقرار باندې څه نه بدلیږي

ستا په انکار باندې څه نه بدلیږي

ښکلا ښکلا ده که منې یې که نه

رڼا رڼا ده که منې یې که نه

سید شاه سعود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *