اورنګ مختار –

د وردګو ولس خپل ادبیات لري، دغه ادبیات ښایي له ځينو نورو پښتني سیمو سره په ځینو برخو کې ممکن ورته والی ولري خو دوی پخپله سیمه کې خپل ولسي ادب په ځانګړې توګه خوندي ساتلی دی. د وردګو د سيمې خلکو په خپله جغرافيايي محدوده کې خپل ولسي ادبيات د پخو او منل شوو خبرو په توګه په پوره پيمانه خوندي ساتلي دي او د خپلې لهجې او کلتور مطابق يې په خپلو مناسبو وختونو کې کاروي، ماشومان، لويان، ځوانان، پېغلې اود پاخه عمر لرونکي خلک دغه ادبيات د خپل ذوق سره سم کاروي او خپله ادبي تنده پرې خړوبوي. چې يو هم له دې جملې يې د ماشومانو نارې او غږونه دي چې د سيمې د ولسي ادبياتو لويه برخه جوړوي، د دې سيمې ماشومان د بیلابیلو عنعناتو د نمانځلو په وخت کې له لويانو او ځوانانو سره برخه اخلي خپله خوښي او خفګان په ځینو ورځو کې ښکاره کوي او د خپل ولسي ادب په ژبه د خپل احساس څرګندونه کوي. د وردګو ماشومان د لویانو پر تله د ځینو مهمو ورځو لکه: د پسرلي، اخترونو ورځې، د برات شپې او د ودونو په وخت کې دوی ډېره خوشحالي څرګندوي په دغه ورځو کې د د ورځې اړونده لوبې او اړونده غږونه په یوازې او ډله ییزه توګه وړاندې کوي، چې اوس مهال د کمپیوټر، مبایل او انټرنېټ به راتلو سره په ځینو سیمو کې له ځینو ماشومانو دغه لوبې او غږونه هم هیر شوي دي. دلته د دې موضوع راوړل زموږ د شفاهي ادبیاتو يوه برخه ده دغه غږونه ډېر وخت د ماشومانو او هم د لویانو له خوا وړاندې کېږي.

په دې ورستیو کې د ماشومانود سندرو او لوبو په اړه بېلابېل کتابونه او مجلې هم چاپ شوي دی، چې زموږ د پښتني ادب ډېر څه يې خوندي کړي دي، دغه سندرې او لوبې که څه هم په زیاتره پښتني سیمو کې یو شانته ویل کېږي خو په ځینو سیمو کې په کم توپیر سره د سندرې ځینې کلیمې سره اوښتې دي لکه د اکوبکو سندره چې په ډېرو سيمو کې ويل کيږي خو په ټولو سيمو کې يو ډول نه وي او لومړي، منځني يا وروستي بندونه يا يې ځينې الفاظ بدلون لري لکه چې وايي :

اکو بکو سر سيندکو غوامې لاړه په ترپکو

خو زموږ په سيمه کې بيا داسې وايي:

اکو بکو سرسيندکو غوا دې لاړه په ترپکو

په پاس سندره کې يواځې د (مې) او( دې) کلمې توپير لري، په ډېرو سيمو کې په دې سندره کې د مې کلمه کارول کيږي خو په وردګو کې دا سندره ماشومان هغه وخت خپل مخاطب ماشوم ته بولي چې کله د مال څرولو پر وخت يې د کوم ملګري غوا وتښتي او ماشوم په لوبه بوخت وي نو خپل ملګري ورته وايي غوادې لاړه په ترپکو. په وردګو کې د مال پوولو یا غواڅرولو چاره ډېری وختونه د ماشومانو مسيولیت دی، دغه ماشومان سره له دې چې خپل دغه مسوولیت ادا کوي د غوا د پوولو پرمهال خپلې سیمه ییزې لوبې هم کوي چې د لو بو د څپرکي په برخه کې به ترې یادونه وکړو،

دا ماشومان د مال څرولو پر وخت خپل ولسی ادب هم ژوندی ساتي او د یو بل سره د خوش طبعۍ په توګه او یو بل خپل مسوولیت ته د متوجه کولو په خاطر په دې سندرو مخاطبوي، لکه اکوبکو… په دې ځای کې باید یادونه وکړو چې ماشومان کله د اکوبکو لوبه کوي او غوایی وتښتي نو ملګري یی ورته وایی:

اکو بکو – سرسیندکو – غوا د لاړه په ترپکو…

يا د سور چرګ سندره:

زما سورکیه چرګه لکۍ دې برګه برګه

بڼکې رنګارنګ لرې په سهار د اذان کړنګ لرې

د غمي غوندې ککره – جګه دې له سره

مه ګرځه چرګانو سره

ماته کو کو کو وایه

ښکلي دي جر جوری دی

غاړه دې ده دنګه

زما سورکیه چرګه ـ زما سورکیه چرګه!

پورته سندره ښیي چې د وردګو په سیمه کې د چرګانو ساتل او له مالدارۍ سره د ماشومانو او لویانو مینه له پخوا زمانو راهیسې دود وه، چې ماشومان یې په خپلو تنکیو احساساتو په ولسي سندرو ستايي.

يا د باران په اړه دا سندره چې دلته هم د باران ترڅنګ د چرګې یادونه پکې شوې ده:

اوري باران اوري

د چرګې لکۍ ښوري

شاه موږک په پوله ناست دى د مستو بدلې بولي.

دلته ځینې ماشومامان دا بدله داسې وايي:

شاموږک په پوله ناست دی د مستئ بدلې بولي.

باران چې د پرمختګ، ښيرازۍ او ابادۍ ذریعه ده شاعران يې په شعرونو او د وردګو ماشومان یی په ولسي سندرو کې ستايي.

د باران پرمهال داسندره:

بارانه مه وریږه – پاس په کمره وریږه

د لاندې شولې دي – جینکۍ ټولې دي

یوه پکې خندانه – سل روپۍ ارزانه ده

بله دا سندره:

نری نری باران دی

ورور مې را روان دی

د کټ لاندې پیشو ده

پیشو ته وایم پشې

موږکه ستړی مه شې

په پورته سندره کې هم د باران یادونه شوې ده، دا سندره په وردګو سربېره په غزني لوګر او پکتیا کې هم دود لري.

د پلار لپاره دا سندره:

پلار مې تللی دی درې ته

رابه شي غرمې ته

ماته به الو راوړي

الو به ورکړم غواته

غوا به ماته پۍ راکړي

پۍ به ورکړم سیند ته

سیند به ماته ورور راکړي

وه وروره بیدار شه

پاس په غونډۍ ډزې دي

ګډې وډې ورځې دي

په پورته سندره کې سره له دې چې د پلار مینه انځور شوې ده، د وردګو کلیوال او دره يي ژوند هم انځور شوی دی او ترڅنګ یې د دې سیمې دودیز لغت (پۍ) هم پخپله سیمه ییزه لهجه راوړل شوی دی، د وردګو په سیمه کې شیدې د پۍ یا پیو په نامه هم یادیږي.

پر دې سربیره زموږ د ماشومانو په ولسي ادب کې له جګړې او د جګړې له ډزو هم اندېښنه ښودل شوې ده لکه پاس مو چې یادونه وکړه:

(و وروره بیدار شه – پاس په غونډۍ ډزې دي- ګډې وډې ورځې دي)

مورته د ماشومانو سندره

مورچې د مينې او عاطفې سمبول ده زموږ د سیمې د لویانو او کوچنیو د ولسي ادب یوه برخه جوړوي، زموږ ماشومان د لوبو او سندرو پر مهال له خپلې مورسره د خپلو کوچنیو احساساتو په څرګندولو سره د زړه راز او نیاز کوي او له هغې مرسته غواړي، ناز پرې کوي او په عین وخت او زمان کې د هغې د تسلیت او ډاډ لپاره خپله چالاکي هم ښي لکه چې وايي:

ومورې او بو یوړم

اوښ په غرغړو یوړم

هلته یو غوایی و

له ځانه لیونی و

داړې یې راته جینګې کړې

ما ترېنه را منډې کړې

په پورته سندره کې د اوبو وړل له مورسره خواله کول او له مورڅخه همکاري غوښتل او همدا راز له غوایه څخه تېښته ذکر شوې ده چې ماشوم خپله زیرکي او هوښیاري ښیي ددې سندرې په ویلو او زده کولو سره د ماشوم د ولسي ادب له مخې د هغه د زیرکۍ حس هم زیاتېدلای شي او جوتیږي چې له دښمن څخه منډه او تېښته هم د بریالیتوب راز دی.

د کوترې سندره:

کاشکي زه کوتره واى

ناسته په ډبره واى

پر مې د سرو زرو واى

غاړه مې ببره واى

ژوند مې بې خطره واى

پورته سندره ښیی چې د ژوند د ناخوالو، جګړو او نورو ستونزو له امله نه یواځې لویان بلکې کوچنیان هم ناخوښ دي او وايي چې کاشکي یوه کوتره وای چې د سولې نښه ده او څوک ورسره دومره غرض نه کوي ژوند مې بې خطره وای، هغه څرګند الفاظ دي چې زموږ د ماشومانو سوله ییز احساسات او له خطر څخه کرکه پکې انځور شوې ده. ·

يا هم د پلار سندره چې د مينې سمبول دى داسې زمزمه کوي:

ګرانه پلاره، ګرانه – زما د زړه ارمانه

تا نه مې کړه پوه زده ـ پلاره مهربانه

سترګو کې دې مینه ده ـ مینه دې نیازبینه ده

زما وجود هر رګ کې ـ تا د وجود مینه ده

زما د لویدو ځان – ستا د زړګي لوی ارمان

زما زده کړه ده هیله ستا ـ څومره یې ته لوی انسان

پوه به کړم زده پلاره ـ ستا هیله به کړم پوره

ګرانه پلاره، ګرانه ـ زما د زړه ارمانه

په پسرلي کې د کوچيانو دراتلو پر مهال چې کله اوښ ويني داسندره ورته وايي:

اوښه – اوښه ډانګه – ډانګه دې غړانګه

په بېره کې ټال واچوه ـ سبا بېګا پرې زانګه

يا هم داسندره:

اوښه اوښه بړوهه!

ځان د په څپړ وهه!

دغه غږونه هم یو شان جوړښت نه لري کله یې یو ترکیب لنډ بل اوږ خو یو اهنګ او خاص ولسی رنګ او خوند په کې پروت دی او په غوږو ښه لګیږي يادې سندرې که له يوې خوا د دې سيمې د ماشومانو د ساتيرۍ ښه وسيله ده، د محتوا له پلوه هم بېلا بېلې برخې په خپله منځپانګه کې را اخلي، ممکن د اوښ سندره په ډېرو پښتني سيمو کې دود وي، خو داهم شونې ده چې د ځينو پښتني سيمو لپاره د هېڅ ارزښت وړ نه وي اوهېڅ ماشوم ښايي نه وي زده کړي، خو په وردګو کې ماشومان دغه سندره له نورو سيمو په توپير په ډېر خوند او علاقه زمزمه کوي او د اوښ په ليدو يې د پسرلي احساس تخڼول کيږي ځکه چې په دې سيمه کې د ژمي پر مهال اوښان نه تر سترګو کيږي، د پسرلي په راتګ چې کله کوچيان د وردګو له لارې ايلبندونو ته ځي نو ماشومانو ته د هغوى د اوښانو کاروانونه خوند ورکوي او د پسرلي د خوښيو ترڅنګ يې د اوښانو اوږدې غاړې او د وزو او مېږو ګړونګي د خوښۍ احساس دوه برابره زياتوي نو اوښ ته په خطاب خپلې سندرې په ځان ځاني او ډلييزه توګه زمزمه کوي. همدا راز د اخترونو ورځې، د نوروز ورځ، د برات شپه هغه وختونه دي چې ماشومان پکې خپلې خوښۍ څرګندوي.

د نجونو سندرې:

زموږ د سیمې ادب نه یوازې دا چې د نارینه لویانو او ښځینه لویانو له خوا خوندي ساتل شوی دی، بلکې زموږ ماشومان ( نجونې او هلکان )هم د خپل ولسي ادب او ادبیاتو د ځواکمنولو په برخه کې مهم رول لري دلته موږ په بېلا بېلو برخو کې د ماشومانو چې نجونې او هلکان دواړه پکې شامل دي د سندرو بېلګې ولیدې، خو اوس د سیمې د کمکيو نجونو یوه ولسي سندره دلته راوړو، چې د دوی ژوند ترې څرګندېدلای شي:

لالا به دې واده کړي

والله کې مې واده کړي

باغ لرم باغچه لرم

په جیب کې توپنګچه لرم

په پورته سندره کې یوه نجلۍ بلې ته چې عمر یې کم دی د واده کولو خبره کوي، خو هغه انکار کوي او وایي( والله کې مې واده کړي) باغ لرم باغچه لرم، په جیب کې توپنګچه لرم، دلته نجلۍ د خپل مال او ثروت لرلو یادونه کوي.

بايد يادونه وکړو چې هرولس ٬سیمه او قوم له نورو سیمواو قومونو په تمایزداسې خپل ځوني ادبیات لري چې د هغه قوم پر پیژندنه ټاکونکی فاکتور ګڼل کېدای شی یا په بل عبارت یو ولس دهغه په ادبیاتوتر بل هرڅه ښه پیژندل کیدای شي.

ولسي ادبیات هغه غیر ارادي ښکارندې دي چې دیوه قوم له ټولو دودیزو اړخونو نه بشپړه استازیتوب کوي.

په ولسي ادبیاتو کې د یوه ولس محلي سندرې ٬ متلونه ٬ اشعار٬ دودیزې انګیرنې ٬ اولهجوي ځانګړتیاوې دا ټول شامل دي او لنډه داچې ولسي ادبیات په هغه رویشونو پورې اړه لري چې دیوه قام له لرغونو کړو وړو سره یې ژوره ګنډه خوړلې وي لکه د مخه چې وویل شول ادبیات زیاتره په محلي کړو وړو کې ترټولو ښه تمثیلیدای شي که څوک د یوه بل قوم دودیز کړه وړه (سندرې ٬ متلونه اشعار …) ترژورې مطالعې او څیړنې لاندې ونیسي نو ژر یې له خپل قوم سره په توپیر پوهیږي ځکه د هغه قوم د ځانګړو ادبي شاخصونو درلودونکی دی چې په دې توګه ‍وردک هم د نورو پښتنې قومونو ترمنځ د ځانګړیو او خپلواکو ادبیاتواو لرغوني دودیزکولتوردرلودونکې سیمه او قوم دی ټول هغه رواجونه او کړوه وړه چې یو قوم او یوه سیمه د ادبي بلوغ مرحلې ته رسوي او دنورو قومونو ترمنځ یې توپیري تشخیص پرې کیږي وردګ یې هم په هره برخه کې په مستقل ډول لري اوله چا یې تقلید نه دې کړی٬ دوردګو لهجه د پښتو ژبې په کورنۍ کې یوه ځانګړی او معیاري لهجه ده چې په نسبتا نرم او اوږده (ویی) سره پرې خبرې کیږي اودغه لهجه د نورو پښتني قومونو د لهجوترمنځ ډیره ژرپیژندل کیږي ځکه په ویی کې داسې اصتلاحات لري چې یوازې د وردګو لهجې ته منسوب دی ٬ د پښتو ژبې په کورنۍ کې دوردګو لهجه ځاځیو منګلو او افریدیو له لهجو سره ورته والی لري.او داسې بریښي چې د وردګو قوم په نسبي لحاظ ښایې له دغه قومونو سره نیږديوالي او ورورولي ولري .

اوس را ځو او د وردګو د ادبیاتو په مختلفو زوایاوو په جزیاتو سره رڼا اچوو.

په وردګو کې د نورو پښتني قومونو په شان ټول معمول ادبي کړه وړه بشپړدي او داسې څه نشته چې پر نورو قومونو کې وي او په وردګو کې د نه وي ٬ دوی ولسي سندرې لري ٬ چې سندرې یې له ډیرو پخوا زمانو څخه د ښادیو په مهال ددوی ترمنځ بوللې کېدې چې اوس اوس ددوی پخواني ټول دودیز ښکارندې د لیکوالانو لخوا سجل شوې او سجل کیږي ځکه اوس زمانه دقوي پرمختګ په داسې لور روانه ده چې پخواني ټول ادبي او کولتوري کړه وړه یې د انقراض تر پولې رسولي او لازمه ده چې دزړو ادبیاتو دخوندي ساتني لپاره هلې ځلې وشي ځکه زړو ادبیاتواوس خپل ځای نوې تخنیکي تکنالوژی ته پرایښی دی ٬ دغه قوم تکړه لیکوالان لري چې له ډلې یې د ژوند په شیبو کې حبیب الله «رفیع ٬» مرحوم ارسلان «سلیمي» او مرحوم عبدالجلیل «وجدي» وه چې هریوه یې په لسګونو آثاراوکتابونه یې لیکلي دي چې د حبیب الله رفیع د چاپ شویو کتابونوشمیره سلګونو ته رسیږي.

شعراوشاعري هم په وردګو کې ډیره مخینه لري د حبیب الله رفیع په شمول په وردګو کې ګل الرحمن رحماني محمد عظیم ستومان عبد المتین وردګ عبد الحلیم همت غوندې شاعران لري ٬ خوشعرپه حقیقت کې یوه فطري قریحه ده چې د هرچا په وجود کې نه را بیداریږي او شعر ویل په با سواده او بیسواده پورې هم اړه نلري ځکه ډیر داسې بیسواده کسان شته چې د اشعارو دیوانونه لري خوکه څوک وغواړي شعرکسبي کېدای هم شي خو په ډیره سختی ٬ هغه څوک چې فطرتا شاعرمزاجه وي هغوی دشعر په جوړولواوویلو کې هیڅ رازستونزه نلري او دهرې منفي او مثبت ښکارندې په اړه ډیر ژر شعرجوړوي ٬ ښکلا توصیفوي ٬ د دردونواو غمونوغبرګون د شعر په فردونو کې کوي ٬ په رمز دګل سره خبرې کوي اود عاشق او معشوقې د مینې او محبت راز نیازپه خپلو شعرونو کې تمثیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *