ليکوال: څېړندوی محمداصف احمدزی –
د فبروري ۲۱مه (د کب دوهمه نېټه) د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ده، دا ورځ په ۱۹۹۹زېږديز کال د ملګرو ملتونو د علمي-فرهنګي سازمان (یونسکو) له لوري د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونومول شوه. په همدې بنسټ، له اوولسو کلونو راهيسې د ژبو د ساتلو او پاللو او په مورنۍ ژبه د زده کړو د اسانتیا د برابرولو او د ټولې نړۍ د سيمه ييزو بېلابېلو ژبو د ملاتړ په موخه، هر کال دغه ورځ نمانځل کېږي.
په مورنۍ ژبه زده کړه، د هر ماشوم بشري حق دی او د ماشومانو په وده کې خورا رغند او مهم رول لوبوي.
د پوهانو په اند، ژبه سربېره پردې چې د هويت، پېژندنې، افهام او تفهيم وسيله ده، د علم او پوهې د ترلاسه کولو وسيله هم ده، له دې لارې خلک د انکشاف او پرمختګ په لور هڅول کېږي، فکر او تفکر رامنځ ته کېږي او بالآخره په همدې وسيله انساني فکرونه يو بل ته لېږدول کېږي. نو کله چې يو ماشوم علم حاصلوي، هغه بايد په خپل مغز او فکر کې ځای پرځای کړي، بيا د مفهوم او جاج اخيستو لپاره اړ دی، چې هغه تحليل کړي، نو که هغه ته په مورنۍ ژبه زده کړه نه وي برابره شوې، نوموړی دغه مفهوم او تحلیل په آسانۍ نه شي ترسره کولی، همدا ده چې په راتلونکي کې يې د سالمې ودې او انکشاف مخه نيول کېږي، خو بالعکس، که په مورنۍ ژبه د زده کړې لارې چارې ورته برابرې شوې وي، هغه له زده کړې په آسانۍ مفهوم اخيستلی او بيا يې په اغېزناکه توګه نورو ته لېږدولی شي.
د ژبې يو بل نقش دادی، چې له دې لارې عواطف، احساسات، هيلې او غوښتنې بيانېږي او دغه کار هغه مهال ښه ترسره کېدای شي، چې څوک په خپلې مورنۍ ژبې پوره حاکميت او برلاسی ولري.
له بلې خوا ارواپوهان او د پیدا ګوژۍ د علم پوهان وايي، چې ماشوم لومړی ځل په خپل کور او په ځانګړي ډول له خپلې مور څخه ژبه زده کوي او تر هغه مهال چې ماشوم ښوونځي ته لار پیدا کوي، په زرګونو (کابو شپږ-اووه زره) کلمې په مورنۍ ژبه زده کوي، نو که په ښوونځي کې له يوې بلې ناآشنا ژبې سره مخامخ شي، دغه د زرګونو کلمو زېرمه يې له يو ډول ګډوډۍ سره مخامخ کېږی او ان دا چې، کله کله يې د له منځه تلو وېره هم وي.
دغه راز پوهان په دې سره سلا دي، که زده کړه په لومړيو کلونو په مورنۍ ژبه پیل شي او له دې وروسته بيا ملي او يا نړيوالې ژبې ور زده شي، نو دا د ماشوم د تفکر، تحليل او د فکر کولو ځواک لوړوي، ځکه هغه کوچنيان چې خپله مورنۍ ژبه يې ښه زده وي، هغه د نورو ژبو د زده کولو ښه وړتيا او استعداد لري او په اسانۍ سره بل ژبه زده کولی شي.
په يوه ټولنه او هېواد کې ماشوم ته په خپله مورنۍ ژبې د زده کړې لارې چارې برابرولو او هرې ژبې ته خپل حق ورکول، د زده کړې ښه کیفيت، ثبات او انکشاف ته لار هم هواروي، د فرهنګي بډاينې او ملي يووالي لپاره اغېزمن ثابتېدای شي او د مثبتې زده کړې د منځ ته راتلو لامل ګرځي.
بله دا چې، هغه کسان چې په مورنۍ ژبه يې زده کړه کړې وي، له يوې خوا د خپلو عواطفو، احساساتو او افکارو په څرګندولو کې بريالي وي، له بلې خوا هغه ته بيا خپله ټولنه پردۍ نه ښکاري، روحي ضربه نه ويني، عقده ورسره نه پیدا کېږي او نه هم له ښوونځي څخه محرومه کېږي، ځکه له ښوونځيو څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې وېستل، په حقيقت کې له ښوونځي نه د ماشوم د وېستلو معنا لري.
دا چې زموږ په هېواد کې هر افغان حق لري، چې د اساسي قانون او بشري حقونو پربنسټ ورته په مورنۍ ژبې د زده کړې لارې چارې او نورې هر ډول اسانتياوې برابرې شي، نو په دې اړه بايد جدي او هراړخيز کار ترسره شي؛ سره له دې چې د پوهنې وزارت په دې اړه لومړني او څه ناڅه کارونه ترسره کړي، خو بايد دغه کار ته دوام او پراختيا ورکړل شي. د پوهنې د متوازنې ودې لپاره ماشومانو ته په ځايي ژبو په مرکز او ولايتونو کې تدريسي مواد چمتو او د مورنۍ ژبې د زده کړې لپاره هر ډول اسانتيا برابره کړي.
دغه راز نور اړوند دولتي مراجع دې هم په دې اړه ګامونه پورته کړي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد د رسنيو له لارې يادې موضوع ته پاملرنه لا ډېره کړي، علمي او څېړنيز ارګانونه دې د هېواد د هرې ژبې په برخه کې څېړنې وکړي او په دې اړه دې علمي-څېړنيز آثار رامنځ ته کړي.
په مورنۍ ژبه زده کړه ستر بشري حق دی؟؟؟؟؟؟
کوم حق؟؟؟ ما خو ونه لیدل چې په کابل کې زه په خپله ژبه زده کړه وکړم، په خپله ژبه خپل عرض وړاندې کړم اونشته داسې څوک چې زما دژبې غم ورسره وي۰ځکه دا دې دوزخ ژبه تراوسه مارکیټ ته نه ده راوتې۰