سیاست کې لوړې ژورې راځي. کله شرایط داسي وي چې عادي کسان یې هم کابو کولای شي، خو کله بیا حالات دومره ترینګلي او کړکېچن شي چې د چارو کارپوهان، لوستي، باتجربه، د پوهنتون استادان او پاخه سیاستوال یې هم نه شي کابو کولای. ښایې دا خبره به ناسمه نه وي که ووایو چې سردار محمد داود خان له اعلیحضرت محمد ظاهر شاه څخه مدبر، سیاستوال او په حکومتولۍ پوه و، که دا خبره هم نه منو، نو د اعلیحضرت د تنکۍ ځوانۍ تر وخت خو بیا ډېر ښه و. خو، د اعلیحضرت د واکمنۍ پر مهال حالات همداسي راغلي وو چې هغه او د حکومت وزیرانو یې په اسانۍ سره کابو کولای شول. خو د سردار محمد داود خان د جمهوریت پر مهال ستونزې دومره ډيرې شوې چې آن د سره ښامار لاسونه د ارګ تر پخلنځی ورسېدل.

زموږ یاد دي چې آفغان ولس د ملګرو ملتونو له لورې رهبري کېدونکي لومړي بُن کانفرانس پایلو ته ډېر هیله من وو. هغه بُن کانفرانس چې له ډېرو مشورو، خبرو او لانجو وروسته یې پایله دا شوه چې څوکۍ پکې د څلورو ډلو له لورې ووېشل شوې، شمالي ټلوالي پکې ځکه ډېرې څوکۍ واخیستې چې له یوې خوا یې له طالبانو سره د اوږدې جګړې کولو سند لاره، بل لور نړیواله ټولنه پر دې ویرېدله چې هغوی به له مشورې او اجازې پرته کابل ته ننوزي او یو ځل بیا به کابل له نابودۍ سره مخ کړي. څوکۍ یې هم واخیستې، خو کابل ته هم له مشورې پرته ننوتل. د دفاع او بهرنیو وزارتونو په شمول یې ښه ځواکمن او کلیدي وزارتونه واخیستل، دفاع وزارت کې جنرال فهیم پوره یو کال په افغان اردو کې د اصلاحاتو مخه ډب کړې وه. بهرنیو چارو وزارت کې ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله ټولي کلیدي څوکۍ د یوې ولسوالۍ خلکو ته ورکړې وې، چې بیا یې ولسوالي کرزي صیب ورته په ولایت واړوله.

دا لیکنه کې موږ د ملي یووالي په حکومت کې پړ او ناپړ نه څرګندوو، خبره پردې کوو چې ایا اجرائیه ریاست یو تپل شوی غیري قانوني موازی بنسټ دی، که رښتیا هم د دې اړتیا وه چې باید اجرائیه ریاست ایجاد شوی وای. د ۲۰۰۹ز کال په ټاکنو کې هم د پخواني افغان ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله لانجه وه، یوه ویل مستحق دی خو ږغ یې څوک نه اوري، بل ویل چې پرې بهرني فشارونه و. جوته وه چې د هماغه مهال په ټاکنو کې په لوی لاس بهرنیانو لاسوهنه کوله، پر کرزي صاحب یې فشارونه زیات کړي وو. له هغه یې غوښتي و چې ډاکټر عبدالله عبدالله صاحب ته د اجرائیه چارو ریاست جوړ او څوکۍ ورکړي، خو افغان ولسمشر کرزي پر ټولو فشارونو سربیره مبارزه وکړه او د بهرنیانو خبرې یې ونه منلې. ځیني څېړونکي دا تحلیل کوي چې افغان ولسمشر کرزي ولي د جنګسالارانو لمنه ټينګه کړه، زه فکر کوم چې، هغه تر ډېره د بهرنیانو د فشارونو د کابو کولو په موخه د جنګسالارانو ملګرتیا ته اړتیا لرله. خو حامد کرزی دې ته هم نه و چمتو چې په واک کې چاته د ملي مشارکت په نوم ونډه ورکړي.

په دې اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر (یونما) مشر کای ایډه په خپل اثر، په افغانستان کې د واک پر سر شخړه، کې لیکلي: (( زه ولسمشر ته ولاړم، چې له عبدالله سره د جوړجاړي کومه نښه په کې وګورم. په ځینو دا ډول ناستو کې به زه او ولسمشر یوازې کیناستو، خو په ځینو نورو کې به زه، سفیر-ایکنبیري او ولسمشر درې واړو خبرې کولې. کرزی چمتو نه و، چې عبدالله ته کوم وړاندیز وکړي. کرزي نه غوښتل، چې د ملي مشارکت په نوم دي کوم حکومت پر ده ومنل شي…

کای ایډه د خپل اثر په بل ځای کې اشاره کوي چې د یونما مرستیال ګالبریټ د همدې لپاره ګمارل شوی و چې په ټاکنو کې رول ولوبوي. هغه وایې چې ګالبریټ د اجرائیه ریاست د ایجاد په موخه پروپوزل جوړ کړی و او غوښتل یې هغه په کرزي صاحب باندې ومني.

کرزي صاحب پر دې سربیره چې پرې تور و چې له جنګسالارانو سره یې د بهرنیو فشارونو د کابولو په موخه ملګرتیا کوله او جنرال فهیم یې د خپل مرستیال په توګه ګمارلی و، خو د زلمي رسول، سپنتا، ایمل فیضي په څېر کسان یې هم په خپل څنګ کې کښېنولي وو. له کرزي صاحب سره په سیاسي مسالو کې سپنتا او نورو مامورینو یې هم لویه همکاري کوله، د پرویز کامبخش د خوشي کېدا، پر حکومت د لویو فشارونو د کابوکولو او دې موضوع د حل په موخه هم سپنتا اړین رول لوبولی و.

د بهرنیانو هغه فشارونه چې غوښتل یې په ترڅ کې یې حامد کرزی په ټاکنو کې ناکام شي او یا خو لږ تر لږه پرې اجرائیه ریاست څوکۍ ومني پایله ونه لرله، هغه نسخه یې په ۲۰۱۴ز کال کې تطبیق کړه. بهرنیانو چې هر کله د موخو د تطبیق تجویزونه راخیستي وي، نو هڅه کوي د حکومت په شمول خلک او مدني تولنه وویروي چې هر څه ورسره په پټو سترګو ومني، ددې خبرې ښه بیلګه دا یادولای شو چې د ۲۰۱۴ز کال تر پیلېدو وړاندي بهرنیانو ګواښونه وکړل چې ګڼي یاد کال به تر ټولو خونړی او نابود کال و. هغوی ځکه د ویرې فشارونه اچول چې پر مټ یې د لسمشرۍ په ټاکنو، له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونو او دې ته ورته نورو موضوعاتو باندي برلاسي شي.

د ۲۰۱۴ز کال ټاکني بحراني شوې. خبره تر لانجو او ان تر سرو او زرغونو څراغونه ورسېده. له محمد اشرف غني صاحب سره نه په هماغه کچه سیاسي واک و او نه هم ورسره په هماغه کچه ولسي ځواک و چې د کرزي صاحب په څېر د بهرنیانو له فشاورنو سره مقابله وکړي او د اجرائیه ریاست ایجاد ته لاره ور نه کړي. د ملي یووالي حکومت د یوه سیاسي توافق پر مټ جوړ شو. د ملي یووالي حکومت د کار د پیل موده له یوه کال اوړي، دا حکومت هم ښېګني لري او هم نیمګرتیا وې. د ښېګڼو له ډلې یې د ټاپي د پروژې پرانیستنه او ځینو ځوانانو ته د معیار له مخي په لوړو څوکیو تقرر یادولای شو. له نیمګړتیاوو یې، د مقرریو په برخه کې د اجرائیه ریاست او ارګ ترمنځ نه همږغي او د هیواد په ځینو ولایتونو کې د امنیت ګډوډي یادولای شو.

اوس داسي ګنګوسې دي چې ګڼي بهرنیان هم پر دې پښېمان دي چې اجرائیه ریاست یې جوړ کړی، په دې اړه روهي ویبپاڼې تیره ورځ یو راپور هم خپور کړ. که رښتیا هم داسي وي چې بهرنیان غواړي دې ته لاره هواره کړي چې اجرائیه ریاست لغوه کړي، نو حل لاره به یې څه وي؟ ایا بهرنیانو له وړاندې دا نه وه درک کړې چې ورته حکومت به له ورته چلنجونو سره مخ وي؟ ایا بهرنیان په لوی لاس نه غواړي چې د حکومت پښه په خپله پایڅه کې بنده وي؟ دا هغه پوښتنې دې چې د اجرائیه ریاست د ملغا سره راپېدا کېږي. که د سیاسي سقوط د خبرې تعبیر داسي وکړو چې ښایې د اجرائیه ریاست بندول به د سیاسي سقوط په معنی وي، هم ښایې ناسم تعبیر وي.

د ملي یووالي حکومت څخه د اجرائیه ریاست له منځه وړل به ښایې اسان کار نه وي. ښایې ددې ریاست بندول به د سرطان ددانې کښلو په څېر وي، چې کښل یې اسان کار نه دی او نه یې هم غیري ماهر ډاکټران کښلی شي. که د اجرائیه ریاست لانجه هوارېږي، نو ښایې دا کار به هم د بهرنیانو له لورې کېږي. دا هم ناڅرګنده ده چې د اجرائیه ریاست له لورې ګمارل شوو وزیرانو، والیانو او نورو مامورینو برخلیک به څه کېږي؟ که ولسمشر د اجرائیه ریاست د ملغا فرمان ورکړي، بیا به د سرو او شنو څراغونو خبره تکرار نه شي؟ دې سختو پوښتنو ته له وخت وړاندي ځواب ویل د چا په وس کي نه دي.

دا سمه ده چې حکومت پر یوې ښاروالۍ دوه حُکومونه ورکړي، خو له دې هم سترګې نه پټېږي چې په کور دننه داسي کړۍ شته چې خپله ټوله انرژي د ملي یووالي حکومت په تخریبولو کې لګوي، که دا انرژي د حکومت په جوړلو او ځواکمنتیا کې ولګوي، ښایې ښه پایله ولري. خو د یوه ازاد انسان په توګه هر څوک حق لري چې قانوني نیوکې وکړي، خو ددې اړتیا هم شته چې سپین ته سپین او تور ته تور وویل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *