فرويد د مذهب په اړتيا کې يوه دا يادوي، چې انسان له مذهبه دا هيله کوي، چې د ژوند موخه ورته وښيي، ځکه انسان په ژوند کې له سخت اضطراب سره مخ وي، چې زه اخر پيدا څه ته يم. د فرويد په اند مذهب د انسان دې غوښتنې ته د جنت سرابي وعده ورکوي او انسان په دې خيال خوشحاله ساتي.
موږ په دې اړه خبرې نه کوو، چې د دين په اړه د فرويد دا خبرې څومره سمې دي؛ خو دا تمهيد د خوښۍ او خوند د ترلاسي لپاره د انساني هڅو په اړه د فرويد پر خبره د پوهېدو لپاره اړين و.
فرويد د خپل اثر (تمدن او هيجانونه يې) په دويم څپرکي کې وايي، چې که ژوند بې هدفه وګڼو، د انسان زړه به ترې تور شي. نوموړی د مذهب او عامه ذهنيت پرخلاف، چې د ژوند موخه د سترو کارونو ترسراينه بولي، دې پوښتنې ته اسانه ځواب ورکوي او وايي، چې انسان له خپلو حرکاتو او هڅو نه د ژوند په موخه پوهېدای شي. انساني هڅې راته وايي، چې انسان د خوند او خوښۍ په لټه دی او له خوږه(که جسمي وي که رواني) تښتي. له خوند او خوښۍ نه د فرويد په ارواپوهنه کې ډېر مختلف تاثر نه اخلو؛ خو پوهېږو، چې خوند محسوس او جسمي وي؛ خو خوښي رواني وي، نو ويلای شوی، چې خوند حاصل شي، انسان خوښي احساس کړي، يعنې د خوښۍ بنسټ پر خوند ولاړ دی. خوند د انسان د فطري غوښتنو خړوبولو يا تسکين ته وايي؛ خو چې دا غوښتنې خړوب نه شي، بيا درد او خواشيني انګېرو.
فرويد د انسان د ژوند تر دې دوه موخو(خوند اخيستل او له درده ځان ساتل) ښودلو وروسته پر هغو بشري هڅو خبرې کوي، چې د دې موخو لپاره ترسره کېږي.
د فرويد په اند پر انساني حرکاتو لذتپرستي(Pleaserprinciple) واکمنه وي. په فرويديزم کې زياتره وخت د لذتپرستۍ بنسټ پر جنسي خوند ولاړ وي. د فرويد له خبرو دا مفهوم اخلو، چې انسان هره هڅه د خپلې جنسي غريزې د سړښت لپاره کوي؛ خو د دې لذتپرستۍ پر وړاندې د تمدن ډبرين دېوالونه يا سخت ارزښتونه ولاړ دي، چې انسان مستقيم خوند اخيستلو ته نه پرېږدي؛ نو فرويد وايي، چې د تخليق په طرحه کې دا نشته، چې انسان دې خوښ وي. پر دې بنسټ خوښي هغه طبيعي غوښتنه ده، چې د اوسني متمدن ژوند د اختناق له امله شديده شوې ده.
د فرويد په وينا، انسان له حالاتو نه مستقيم خوند نه اخلي، بلکې له خپل غبرګونه خوند اخلي او داسې زموږ خپل جسم زموږ د خوند اخيستلو امکانات محدودوي.
فرويد د خوند اخيستلو لومړنۍلار له له خوند نه مخ ګرځول ښيي. فرويد وايي، چې تاريخ د هغه چا ستاينه کړې چې له عيش او خوندونو يې مخ اړولی دی. د فرويد په اند، که له درد نه د ژغور يوه لار له خونده مخ اړول وي؛ نو دا کار ډېر اسانه دی، چې سړی له ټولنې او واقعيتونو سره مخه ښه وکړي او ځان ګوښی کړي، ځکه د فطري غوښتنو په مهارولو کې دومره درد نه وي، لکه په بې مهاره پرېښودو کې يې چې وي، چې زړه دې ډېر څه غواړي؛ خو کولای يې نه شي او داسې ښايي انسان له رواني خلل سره مخ شي. لکه په تصوف کې چې دا کار شوی دی، چې له دنياوي لذتونو او اسانتياوو يې ځان ساتلی؛ خو دا له ځان سره ظلم دی، چې فرويد ورته ځان ته سزا ورکول وايي.
په انزوا کې واقعيت د شر منبع ګڼل کېږي؛ نو که له واقعيته مخ واړوو، درد به له کومه شي؛ نو چې درد نه وي، خوند به وي. په دې طريقه کې خوند د درد نشت ته وايي. دلته هغه خواهشات راټولېږي، چې د زغم وړ وي؛ خو عموما د ياغي طبيعت خاوند سړی پر دې لار ډېر مخکې نه شي تلای، ځکه هغه پر واقعيت سترګې نه شي پټولی، هغه خيالي ژوند نه شي کولای؛ نو که د واقعيت له خوا نه پرې ډېر فشار راشي، لېونی کېږي.
فرويد دې ته په واقعي ژوند کې د خوند د لټې پر ځای په خيال کې د خپل خوند تسکين وايي او په وهم کې يې شمېري. د نوموړي په اند، دا خوند هله اهميت پيدا کړي، چې ټولنيز شي او داسې فرويد مذهب ته ټولنيزه وهمپرستي وايي.
د فرويد په اند تر انزوا خو ښه دا ده، چې موږ خپل فردي خوند د ټولنې په خوښۍ کې ومومو او عوض يې کړو، داسې به پخپله هم رښتينې خوښي ترلاسه کړو او د يوه صالح انسان په توګه به مو ټولنې ته هم ګټه ورسي.
فرويد د خوند د اخيستلو او له خوږه د ځان ساتلو بله وسيله نشه ښيي. وايي، چې نشه چې د انسان په رګونو کې خپره شي، په انساني عضلاتو کې د خوند اخيستو احساس راويښ کړي او ادراک مو په داسې درانه خوب ويده کړي، چې موږ له خپه کوونکو انګېرنو ناخبره کړي. دا دواړه اغېزې پر يوه وخت راپيدا شي او وبله اغېز لري. د فرويد په اند، نشه يي توکيو له مدنيت او انسان سره د تاريخ په اوږدو کې دومره مرسته کړې، چې انسان يې له ترخو واقعيتونو بېغمه کړی. په نشه کې انسان داسې نړۍ اباده کړي، چې درد او غم نه شي ورننوتی. د نشې همدا خصوصيت خطرناک دی، چې د انسان مخ له واقعيته اړوي او انسان له واقعيت سره له مخامخېدو نه وباسي. په دې توګه انساني ځواک د انسانيت د خدمت پرځای په نشه کې زايل شي.
فرويد له درده د بچ کېدو او خوند اخيستو بله لار بېځايول(Displacements) ښودلې ده. زموږ ذهن دا وړتيا لري، چې زموږ فطري غوښتنې عوض کړي، چې بهرنۍ نړۍ يې مخه ډب نه کړي. په دې کار کې له فرهنګي پلوه زموږ د خواهشاتو تصعيد(Sublimatuion) هم راسره مرسته کوي. دا خوند هله اخيستل کېږي، چې انسان د عقل او ذهن وړتيا لوړه کړي. د عوض کولو دا ځواک له هنرمن(شاعر، ليکوال، مجسه ساز، انځورګر او…)، ساينسپوه، فيلسوف او نورو عالمانو سره وي. شاعر په شعر ليکلو خپله جنسي تنده خړوبوي، انځورګر په انځورګرۍ، ساينسپوه يې د ساينسي مسايلو په حل او فيلسوف يې د فلسفي په ايجاد؛ خو د دې طريقې کمزوري دا ده، چې د شديدو فطري غوښتنو پر وړاندې معتدله او خپره وره ده او هر څوک دا استعداد نه لري؛ نو عامه نه کارېږي. پر دې بنسټ بسنده مقدار يې نه وي او بل دا چې د ستونزو پر وړاندې د زغرې کار نه شي ورکولی او چې انسان له سختيو سره مخ شي، دا يې نه شي ژغورلی. هنرمن هڅه کوي، چې د هنر په ايجاد سره له بهرنۍ نړۍ نه مخ واړوي او د خپلو فطري ٖغوښتنو تسکين په خپل ځان کې وويني.
د هنر د تار يوه څوکه د هنرمن په لاس کې ده او بله د لوستوال يا مخاطب. همغسې چې هنرمن د هنر له ايجاده خوند اخلي او خوښېږي او تسکينېږي، دغسې مخاطب هم تسکينېږي. باذوقه مخاطب پخپله هنر نه شي ايجادولی؛ خو د هنر له نندارې يا لوسته خوند اخلي او د هنري ذوق حس يې پياوړی وي. داسې، د خپلو فطري غوښتنو تنده د هنر په ننداره خړوبوي او په دې توګه له درده بچېږي. د فرويد په اند، که هنر دومره اهميت لري او د خوند يوه منبع ده؛ نو بيا خو يې درناوی پکار دی؛ خو له هنره د نندارچي يا د ادب د لوستونکي اغېزمنتيا دومره ډېره نه وي، چې موږ له واقعيته ناخبره کړي، داسې وي، لکه نشه يي چې په نشه، نشه شي او د ژوند له ستونزو لږمهالی فرار ومومي.
فرويد د خوند اخيستو او له درده د بچېدو تر ټولو معقولو لار دا ګڼي، چې موږ انسان ته د خپلې جنسي تندې مناسبه ازادي ورکړو. فرويد دا خبره د انسان لپاره کړې، هغه که د لويديځ دی، که د ختيځ؛ خو هغه دا خبره د خپل هغه ذهنيت پر بنسټ کړې، چې خپلې ازادې لويديځې ټولنې ورکړی؛ نو زه يې په خبرو کې د مداخلې حق ځان ته نه ورکوم، بلکې يواځې د شننې حق يې لرم. فرويد وايي، چې که انسان معقوله فردي ازادي ترلاسه کړي، له واقعيت سره به يې د دوښمنۍ اړيکه په محبت واوړي. بيا به انسان له ټولنې او واقعيته تښتي نه، بلکې د محبت په کلک مزي به ورسره تړلی وي او په دې طريقه به رښتينې خوښي ترلاسه کړي.
فرويد د محبت د څرګندولو ذريعه جنسي اړيکه ګڼي، چې د نوموړي په اند يې عيب دا دی، چې انسان خوند له ځانه بهر په بل انسان کې ويني او انسان هېڅکله ځان دومره ناخوندي، يواځې او خواشينی نه انګېري، لکه په محبت کې يې چې د يار په جدايۍ او له لاسه وتو کې ويني.
فرويد په دې ځای کې ښکلا ته هم د خوند د اخيستو د يوې منبع په سترګه ګوري او وايي، چې خوند له حسن نه د خوند اخيستو په لټه کې وي.انسان چې پرله پسې له انساني ښکلا او د طبيعت له ښکلا ان له ساينسي وسايلو سره مخ شي، نو له حسن نه خوند اخيستل يې په يوه نشه واوړي. د حسن موجوديت د فرهنګ لپاره اړين دی.
داسې حسن د محبت لپاره ضرور دی او محبت د انساني فطرت لپاره؛خو تمدن له محبت نه بېله غوښتنه او استفاده کوي.
فطري محبت پر ګټه او تاوان نه وي ولاړ او په يوه شخص پورې منحصر وي. انحصار د محبت مهمه ځانګړنه ده، چې له مدنيت سره په ټکر کې ده. د مدنيت موخه له اوله دا پاتې شوې، چې انسان په ګڼ شمېر له طبيعي او نورو ناورينونو محفوظ وساتي او د انساني نسل بقا باوري کړي. مدنيت هڅه کوي، چې د يوه شخص مينه پر ډېرو کسانو ووېشي، چې انسانان له ټکرونو راوګرځي او ارام ژوند تېر کړي؛ نو له خپلو ملګري سره د دوستۍ د ساتلو لپاره اړينه ده، چې د هغه پر زوی شفقت وکړو.
—————————–