افغانان په خاصه توګه پښتانه هر چا ځورولي، هر چا په لستوڼي کې ښامار ورته راوړی،هر چا په بند موټي کې د ګل پر ځای کاڼي ورته ساتلي دي.د دې لپاره چې په ارامه فضا،مینه او ورورولي کې هوسا ژوند وکړي،په هر چا یې باور کړی،له هر چا سره یې اخلاص کړی خو هر چا،هرې ډلې تر وسه پورې نمک حرامي او ظلم ورسره کړی.

د روس سرو لښکرو ته د ماتې ورکولو لپاره یې په خورا اخلاص د جهاد سپېڅلي فریضه په ډېر اخلاص سرته ورسوله،د خپلو وینو په قیمت یې له خاورې هغوی وشړل،هیلې یې وټوکېدې چې ګواکې اوس به وطن جوړ شي،بېرته ډلې دلې مهاجرین خپل وطن ته راغلل،خو هغسې ونه شول،هغه چې ځانونه یې د مجاهدینو مشران بلل، د خپلو ناپاکو هیلو د پوره کولو لپاره د دوی په هیلو،ارمانونو،وینو او ناموس لوبې وکړې.د هغه چا له لاسه چې دوی پرې باور کړی وو،بېرته د دوی عزت لیلام شو.

کله چې تر پوزې راورسېدل، له ژونده ستړي شول، خدای پاک طالبان رانازل کړل. د طالبانو په نامه ډلې په بې وجدانه مشرانو پسې سوټي راواخیست،د هغوی له ظلمونو یې خلکو ته نجات ورکړ،د خلکو هیلې یو ځل بیا وټوکېدې.طالبان یې له هسکه رانازلې شوې پرښتې وبللې، د هغوی تر شا ودرېدل،فکر یې وکړ چې د دوی د ټپي ژوند درمان پیدا شو. خو داسې ونه شول، طالبانو د دوی په ارزښتونو لوبې وکړې، د پښتانه په نوم یې پښتون قوم د نړۍ په سطح بدنام کړ،وحشي یې معرفي کړ،هغوی یې پېړۍ پېړۍ شاته وویشتل.یو ځل بیا پښتون قوم ته خپل باور ډېر ګران تمام شو.دا او دې ته ورته پېښې د پښتنو په ټولو سیمو کې تکرار شوې خو په د غزني په اندړو کې د خلکو هیلې بیا سولې، ثبات او سوکالۍ ته هغه وټوکېدې چې د پاڅون په نوم راپورته شول او خلکو ته یې د طالبانو له غلامۍ څخه د نجات ټټر وواهه.یو ځل بیا له ژونده ستړی د اندړو په نوم د پښتون یو قوم په خورا مېړانه له پاڅون سره ودرېد.هغوی یې تشویق کړل.له هغوی سره په یوه سنګر کې وجنګېډل،مړه شول،وځپل شول…په ورځ کې د پنځوسو ځوانانو جنازې یوه کلي ته راوړل شوې خو دوی نا امید نه شول ځکه دوی په راتلونکي کې د سولې،سوکالي او ارامي خوبونه لیدل.فکر یې کاوه چې وینې به یې نه یوازې اندړو ته د یوې تلپاتې امن زېری وي بلکې له همدې ځایه به د ګران وطن د ثبات او ارامۍ بهیر روانیږي.

په دې کې شک نشته چې د پاڅون ځینې کسان په ډېر اخلاص او یوه پاک نېت راپورته شوي وو.هغوی یې ډېر شهیدان شول او ډېر کم تعداد یې اوس هم د دولت په لیکو کې د یوه مسول،باوجدانه،زړور او سپېڅلي قومندان او سرباز په حیث د خپل اولس د سوکالۍ لپاره سختې ګالي. ځوان ډګروال لطف الله کامران یې یو مثال دی چې په ډېره مېړانه یې د پاڅون د سرلارو په لیکه کې بې انتها قربانۍ ورکړې ، د وجود غړي یې قرباني کړل او اوس د یوه موثر قومندان په حیث د ګیلان د خلکو د سر او مال امنیت ساتي.

خو د اندړو پاڅون اوس هغه پاڅون نه دی پاتې…پښتانه یو ځل بیا د خپلو پښتنو له لاسه په خپل رنګ کې کوټ شول.بیا د پښتنو په نوم ټېکدارانو په ځپل اولس لوبې وکړې.پاڅون د لنډغرو لاس ته ولوېد.

د پاڅون په نامه هغه کسانو کریډیټ واخیست چې په کابل کې په لوکسو ماڼیو کې ژوند کوي، غوړې وظیفې لري، په ښو موټرو کې ګرځي او حتی ځانونه یې تر پارلمان او د وزارت تر ویندوی پورې ورسول. هغوی ځانونه د اندړو په غمخوار وښودل،ځانونه یې مبارزین معرفي کړل خو اوس خلک پوهیږي چې شخصي عقدې، خپلې ګټې او مبارزه توپیر لري.هغوی خپله په ګرمو اوطاقو کې تشریف فرما وو او له هغه ځایه یې خلکو ته د یوه نوي سبا دروغژنې هیلې ورکولې، بالاخره یې پاڅون د یو څو لوچکو لاس ته واچاوه ،خپل بانډونه یې قوي کړل،کریډیټ یې واخیست،اوس چې هلته د هم هغه خلکو چې د دې لارې قربانیان شول،په ناموس او ژوند یې لوبې وشوې او د دې نارواوو په ضد یې غږ پورته کړ،دې عصري فیسبوکي ځوانانو یې نه یوازې دا چې ننګه ونه کړه بلکې هغوی یې بېرته طالبان معرفي کړل او په لوی لاس یې د طالب پښو ته په ډېر سپین سترګۍ واچول.

پرون چې د اربکیانو له ظلمونو ستړي د اندړو سپين ږیري او ښځې قرانونه په لاس ښار ته د خلاصون لپاره راغلل نو په ډېره ناځوانۍ هغوی په طالب وروتپل شول او وغندل شول.

دا درسته ده چې پښتانه په هیڅ حال کې خپلې ښځې په دې ډول له کوره نه راباسي،یوه کلي ته په ورځ کې لسګونه جنازې وړل شوې دي خو د هغه کلي ښځې چا په ژړا هم نه دي لیدلې…پښتون د مرګ له بلا سره داسې عادت شوی چې ماته نه مني،په مرګ چاته نه ماتیږي په مرګونو ښځې نه راباسي خو هو کله چې د پښتون ناموس ته لاس اوږد شي،مسله چې کله د پښتون د ناموس او عزت شي بیا پښتون دومره په عذابیږي چې د خلاصون لپاره خپلې تورسرې  هم راباسي….

ورځه دا به هم سمه وي چې دا به د طالب په لمسون راوتلی وي، خو دا حالت چا راوستل ؟

ولې اندړ دومره مجبور شول چې اوس خلک دومره سو استفاده ترې کوي چې آن ورته ووایي چې ښځې سړک ته راوباسئ،دوی بېچاره یې ورسره مني.

زه فکر کوم دا ځل پښتون بیا دوکه کیږي خو دا ځل د هغو خلکو لخوا چې ځانونه یې د دوی په سر چاغ کړل او د دوی په سر یې په کابل کې قصرونه جوړ کړل.

زه له هغو خلکو ته چې ځان د دې قوم،مشر،خواخوږي او سرلاری ګټي،عذر کوم چې پخپل کړېدلي قوم رحم وکړئ.

د هغوی بده ورځ درک کړئ،د هغوی لاس نیوی وکړئ،هغوی یو ځل بیا په یوه نامالومه څلور لارې ولاړ دي،د هغوی سرونو ته بیا د  وخت بې رحمه قصابان لاس په چاړه ولاړ دي.

خپل خلک مه مایوسه کوئ،هغوی درخپل کړئ.

جبار شلګریه ! مجید قراره ! قومندان خیاله !

شخصي عقدې پرېږدئ، د قوم په سر تجارت پرېږدئ، لږ له خپلو ګرمو اوطاقو سرونه راوباسئ او پخپل قوم ورحمیږئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *