هره لوبه ګټل بایلل لري، یو اړخ خامخا ګټوونکی او بل بایلوونکی وي، ډېرې کمې لوبې داسې وي چې بې پایلې پای ته ورسيږي هغه هم د کوم عارض د پېښېدو له کبله، د هېواد کرکېټ لوبډله په دې وروستیو کلونو کې ډېره ځلېدلي، د نړیوالو او د کرکېټ د نړیوالې شورا پام یې جذب کړی دی. د کرکېټ نړیوالې شورا د دې شورا د دوهمې درجې کرکېټ لوبډلو تر منځ د افغانستان د کرکېټ لوبډلې ته د یوې مشرې او غښتلي لوبډلې په سترګه ګوري او په همدې پار ترې د ښې لوبې کولو تمه هم لري.
د هېواد د کرکېټ لوبډله د ۲۰۱۶ کال د اسیا جام له سیالیو پاتې شوه، لوبډلې ښه لوبه وکړه، په ځانګړې ډول د هانګ کانګ خلاف چا چې څو ځل زموږ لوبډلې ته ماتې ورکړې ده، بدبختانه چې د متحده عرب اماراتو پر وړاندې یې وبایلله او له همدې کبله له اسیا جام څخه هم پاتې شوه. ډېری مینه وال په دې غوسه دي چې د عرب اماراتو کمزورې لوبډله یې ولې له افغانستانه وګټي؟ ما مخکې هم وویل چې ګټل بایلل د لوبې برخه ده، ډیری وخت کمزوریو لوبډلو له غښتلو لوبډلو لوبې ګټلي، تاسې شاهد یاست چې په تېر نړیوال جام کې د کرکېټ د نړیوالې شورا دوهمې درجې لوبډلې آیرلینډ د کرکېټ غښتلي لوبډلې انګلینډ په ګونډو کړ. د بنګله دیش نسبتا کمزوري لوبډلې د هند په څېر غښتلي لوبډلې ته ماتې ورکړې دي، آن د کینیا نوي ټوکېدلې لوبډله په نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې رسیدلې وه.
کرکېټ یواځنۍ هغه وسیله او لوبه ده چې د هېوادوالو په وچو او چاودلو شونډو موسکاوې خپروي، د څو شېیو لپاره یې د غمونو له ګردابه رااوباسي او نوې هیلې وربښي. ګټل خو هسې هم د هر چا هیله ده، نو چې کله لوبه وبایلو نو څه کول په کار دي؟؟
د هرې لوبې له بایللو وروسته باید لوبډله هغه نېمګړتیاوې پیدا کړي چې له کبله یې لوبه بایللې، په نورو لوبو کې یې د تکرار مخنېوی وکړي، او له تېرې لوبې لا ښه کارګردګي وښیي، دا مهمه ده چې لوبډلې څومره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
که نړیوال جامونه، نورو هېوادونو لوبډلو سره د لوبو لړۍ او یا کورنی کرکېټ وي او که نه وي، ملي لوبډله باید د تمریناتو خپل مهالوېش ولري، بدبختانه زموږ لوبغاړي چې له سیالیو هېواد ته راستانه شي بیا د کرکېټ اکاډیمیو ته تمرین لپاره نه ځي. د ملي لوبډلې د تکړه توپ اچوونکي شاپور ځدران په اړه مشهوره ده چې چا ترې پوښتنه کړې وه چې ولې په عادي ورځو کې تمرین ته نه ځي، هغه ورته ویلي وو: تمرین په درد نه خوري پته به یې په میدان لږي. پخوانې روزوونکي کبیرخان هم د لوبغاړو له ناراستۍ او په تمرین کې د فعالې ونډې نه اخېستو څخه ناخوښ و او په دې اړه یې څو ځل اندېښنه هم ښودلې وه، د هغه په وینا چې لوبغاړې د تمرین په وخت کې خوبونه کوي.
کبیر خان همدا ډول د لوبغاړو له بې پروایۍ سر ټکوه، هغه ویل: په میدان کې لوبغاړي هغه لارښوونې او هدایات په نظر کې نه نیسي چې د روزوونکي لخوا ورکول کېږي او هر سړی پخپله خوښه لوبه کوي، چې څه یې زړه غواړي هغه پر مخ وړي، د کپتان او لوبغاړو تر منځ همکاري او هماهنګي کمه وي.
لوبغاړي باید په ټینس بال لوبه ونکړي، دا چاره ورته ښه نه تمامیږي، د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي له محلي کرکېټ لوبډلو سره لوبیږي او په ټینس بال لوبه به کوي، دا یې په نړیواله کچه شخصیت زیانمنوي او په نړیوالو لوبو کې پرې بد اغېز لري.
کرکېټ بورډ او د سلیکشن یا انتخاب کمیټه باید وړ او با استعداده لوبغاړي انتخاب کړي، د کرکېټ ډیری مینوال د کرکېټ په مشرتابه او د کرکېټ بورډ په اجرایوي رئیس نیوکې کوي چې کوښښ کوي خپلوان او دوستان ملي او نورو لوبډلو ته ننباسي، ژوندۍ بېلګه یې د کریم صادق ده، هغه نور کرکېټ نه شې کولی، خو په لوبډله کې د خپل ورور تاج ملوک عالم په سترګو اخېستل شوی دی. د کرکېت مینوال وایې د هغې پر ځای یې باید تکړه او ذمه وار توپ وهوونکی شفیق الله شفق لوبیدلی وای، د کرکېټ بورډ دا تبعیض یواځې په ملي لوبډله کې نه بلکې د زونونو په سطحه او کچه روان دی. دا چارې د مینه والو زړونه ځوروي او د کرکېټ بورډ سره یې د نفرت لامل ګرځي.
په کرکېټ بورډ کې باید مسلکي کسان وګومارل شي، چې ټول تمرکز یې په کرکېټ او په لوبغاړو وي، له کرکېټ سره یې سر او کار وي، د لوبډلې نېمګړتیاوو او مثبتو اړخونو ته متوجه وي، نه د تاج ملوک په څېر کسان چې د لوبې پرمهال هم خپل تبلیغ کوي، د هر شي خپل ځای مالوم وي، تاسې لږ د تاج ملوک د فېسبوک اکاونټ ته سرښکاره کړئ متنازع موضوعاتو باندې غږیږي. تاج ملوک داسې انګېرې چې په هېواد کې کرکېټ د هغه په برکت روان دی.
دا او دې ته ورته نورې ګڼې ستونزې دي چې کرکېټ بورډ ورته باید د کرکېټ د پرمختګ او د لوبغاړو د ځلېدو په پار ډېره پاملرنه وکړي.
د غښتلې او كمزورې لوبډلې په نامه كوم څه نشته. هغه لوبډله غښتلې ده چې لوبه وگټي
زمونږ ښه لوبغاړی لرو نبی سمیع دولت حمید راشد اصغر فرید ملک نورعلی خو ستونزه مو مدیریت کی همدا نبی په psl&bplکی څرنګه کارکردګی کوی د کرس ګیل پیټرسن حفیظ او شكیب غوندی توپوهنكی تری په اسانی سکور نشی کوی ولی هلته قوی مدیران موجود دی كرکټ لوبغاړی تیر کی پاتی شوی شیراغا زمونږ مدیر حتی دی په انګلیسی هم ندی خبر دی په دی نه پوهیږی چی کوم لوبغاړی ته سرنګه پلان وركړی مجاهد زمونږ سلیكټر ده یعنی شه او بد لوبغاړی چاڼ کوی چی دی نه د کركټ لوبغاړی پاتی شوی او نه کركټ سره بلدتیا لری
Waseeta Paissy