(کب- ۴) لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو شپږ تنه قومي مشران د کب د میاشتې په دوهمه نیټه تښتولي و چې تېره شپه بیرته ازاد شول.
د یادو مشرانو د تښتولو وروسته د لوګروالي محمد حلیم فدایي په سیمه کې د ولایتي شورا وکیل ډاکټر عبدالولي وکیل او ولسوال ته دنده وسپارله ترڅو د قومي مشرانو په مرسته یاد کسان راخوشي کړي چې بلاخره د دوه شپو څخه وروسته یاد مشران چې پنځه د ببرو او یو د اکبرخیلو د قوم و، د وسله والو مخالفینو له منګولو څخه تیره شپه ازاد شول.
وسله والو مخالفینو دغه مشران هغه وخت وتښتول کله چې د سلواغې په ۲۶ نیټه افغان امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات وکړل او د وسله والو مخالفینو یو کس د لعل بیک په نوم مړ او له دوی سره ۷۳۳ کیلوګرامه تاریاک ونیول شو.