د بست روغتون مسؤلين وايي، د عامې روغتيا وزير يې يو شمېر هغه غوښتنې منلي چې دوی د روغتيايي خدمتونو د پراخوالي په اړه کړي.

د هلمند د عامې روغتيا د بر رسۍ امر او په روغتيايي برخه کې د هلمند ولايت سلاکار ډاکټر اشرف نادري وايي، په دې غوښتنو کې د ياد روغتون ۳۰۰ بستريز کېدل، د غوږ، پزې، ستوني او سترګو د درملنې څانګې جوړېدل او د اورتوپيدي خدمات پراخېدل شامل دي.

نادري وايي، له مرکز څخه به د سيمه ييزو روغتياپالانو د روزنې لپاره يو شمېر ډاکټران هم راځي، ترڅو دغلته په روغتيايي برخه کې د کيفيت برخه لوړه شي.

هلمند بست روغتون چې د بې پولو ډاکټرانو ټولنه هم ورسره همکاره ده، د بېلابېلو ولايتونو ورته سلګونه ناروغان راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *