حکمت الله رښتین –

که تاریخ ته مخ ورواړو افغانستان داسی یوه جغرافیا وه چی خپله یی د نړیوالو اړیکو میدان ته نه دی را ټوپ کړی بلکه په ۱۷ پیړی کی دوه سترو قدرت تونه انګلستان او روسیه سبب ګرځیدلی ترڅو افغانستان د نړیوالو اړیکو او سیاستونو ډګر ته راولی. هغه مهال ټکنالوژی پرمختګ نه وو کړی هر قدرتمند امپراتور به چی د هند په طبیعی ښکلا او سرشاره طبیعی زیرمو مین شو د هند د نیولو هڅه به یی پیل کړه خو دا هڅی هند ته د اوبو د لاری په ننوتلو ناکامی وی ځکه چی ټکنالوژی دومره قوی نه وه له همدی خاطره افغانستان د توجه په محور کی ځای درلود ٬افغانستان یوازینی وچه لاره وه چی د هند د نیولو خوب یی رښتیا کاوه لا تراوسه د افغانستان له خاوری ۲۶ امپراطوران تیر شوی چی لمړنی یی سکندر مقدونی وو (۳۳۰ ق م).سکندر مقدونی قدرتمند امپراطورانو ته د هند لویی وچی  د نیولو لاره ورپه ګوته  کړه هند ته د امپراطورانو لیوالتیا دوام درلود ،په هند مین انګلیس هیواد په ۱۶ او ۱۷ پیړی کی د هند د نیولو لپاره له احمد شاه ابدالی او زمان شاه سره ډیر پنجی نرمی کړی چی بالاخره انګلیسان د کلکتی او ممبیی د بحری لارو نه هند ته داخل شول انګلیسی سیاست مدارانو برتانوی هند د خپلی امپراتوری د مالی ځواکمنتیا لپاره شیدی لرونکی غوا بلله برتانویان په دی باورمند وو چی د هند له دریو لارو نه چی له بحر سره تړلی دی هیڅوک د حملی کولو جرًت نلری هغه ځکه چی برتانویانو پر بحر ځواکمن تسلط درلود یوازینی وچه لاره افغانستان وو چی انګلیسانو ګومان کاوه هرات او قندهار د هند دروازی دی او له دی دروازو دښمن ډیر په آسانی سره کولای شی برتانوی هند ونیسی٬له بلی خوا روسیی ګرمو اوبو او د هند طبیعی زیرمو ته د رسیدلو لپاره افغانستان یوازینی لاره ګڼله چی تری ګټه واخلی له یوی خوا د انګلیسانو د هند څخه د دفاع سیاست له بلی خوا د هند د نیولو د روسیی بریدګر سیاست د دی سبب شو ترڅو افغانستان د حایلی منطقی Buffer State په توګه د انګلستان او روسیی ترمنځ ګیر شی٬

خو دابه سمه خبره نه وی چی موږ همیشه زموږ جغرافیه ملامته کړو چی په داسی ځای کی موقیعت لرو چی پر نورو هیوادو د فشار٬نفوذ او د هغوی ترمنځ د وصل کیدلو نقطه یو او ووایو چی همدغه حساسیت د دی لامل ګرځیدلی چی ترڅو زموږ د میږی پښه همیشه د غویانو په جنګ کی ماته وي.

که نړیوال قوی دولتونه مطالعه کړو هغه هیوادونه د نړیوال قدرت واکداران دی کوم چی د ستراتیژیک جغرافیایی موقیعت ٬ متعادل او باسواده نفوس٬طبیعی زیرمو٬اقتصادی او نظامی توان٬ او په اخر کی د ښی او برجسته سیاسی رهبری څخه برخه من وی.

خو په پورته لیکل شوو فکتورونو کی ستراتیژک جغرافیاوی موقیعت او سالمه سیاسی رهبری تر نورو ذکر شوو فکتورونو زیات ارزښت لری که چیری سالمه سیاسی رهبری ستراتیژیک موقیعت په نړیوالو سیاستونو کی له قوی دریزه استفاده کړی هم مو نفوس باسواده کیږی هم له طبیعی زیرمو څخه په ګټه اخیستنی اقتصادی توان لوړیږی او د اقتصادی توان په لوړیدلو سره نظامی ځواکمتیا چی د ملی حاکمیت٬ سیاسی بقا او ارزښتونو ساتنه کوی لا قوت مومی.

د بیلګی په ډول کله چی د برتانیا دښمن فرانسوی امپراتور ناپلیون بناپارت د ایران له شاه سره قرارداد امضا کړ چی د افغانستان شاه زمان خان دی ته راضی کړی چی د هغوی قوتونو ته اجازه ورکړی د افغانستان له خاوری تیر شی بناپارت ویل موږ له افغانانو سره غرض نه لرو زموږ هدف هند دی چی هلته برتانویانو ته ماتی ورکړو د دی موافقی په بدل کی ناپلیون حاضر وو د افغانستان څخه د لاسه تللی ځمکی تر نیولو وروسته افغان حکومت ته تسلیم کړی.

زمان شا د افغانستان ستراتیژک موقیعت د خپل سیاست ښکار کړ هغه دا چی په جنګ کی حلوا نه تقسیم کیدله که دوه قدرتونه سره مخامخ شوی وای دواړه ضعیف کیدل ګرچه که یو یی بریا ته هم رسیدلی وای افغان حکومت هم په هغه وخت کی قوت درلود زمان شا کولای شو د همدغه ضعف څخه په ګټه اخیستنی بیا ځلی د احمد شا ابدالی امپراتوري راژوندی کړی وای خو هغه جغرافیاوی کښتی په سم لور ونه خوځوله.

اوسنی قدرتمند هیوادونه هغه هیوادونه دی چی ستراتیژک موقیعت لری او سالمی سیاسی مشری همدغه موقیعت د هغوی د ښه ژوند کولو سبب ګرځولی

خو دا چی د افغانستان جغرافیایی کښتی د ګاونډی نهنګانو د حملو ښکار ده او د افغانستان طلایی جغرافیایی موقیعت په سکروټه بدل شوی  د افغانستان سیاسی رهبری کولای شی چی د افغانستان د جغرافیاوی موقیعت څخه په ګټه اخیستنی په سیمه ایزو او نړیوالو سیاستونو کی مثبت رول ولوبوی او هغه هوسی چی په افریقایی ځنګلونو کی د پړانګانو په منځ کی راګیره ده خلاصه کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *