محمد عارف رسولي

(دریمه برخه)

زموږ د سیمه ایز ستراتیژیک موقعیت فرصتونه

په تیره دوهمه برخه کې موږ د خپل هیواد جغرافیایي موقعیت، ننګونو او ستونزو ته یو کتنه وکړه او د بهرنیاینو په لاسونو، دهغوي په عواقبو او پایلو مو خبرې وکړې. دلته په دې دریمه برخه کې زموږ د سیمه ایز ستراتیژیک موقعیت څخه د ګټو اخیستو او د شته فرصتونو په هکله بحث کوو.

که انسانان له درایت او نوښت څخه کار واخلي زیاتې ننګونې په فرصتونو بدلیدلای شي. بشري تولنې او ملتونه هم داسې دی. افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت په اساس که له ګڼو ننګونو سره مخ دی خو که موږ هوښییار و اوسو، سمه ګټه هم ورڅخه واخیستلای شو او دا په فرصتونو هم بدلیدلای شي. په نړۍ کې زیات اختراعات د جنګونو په وخت شوي دي. دلته موخه دا نده چې جګړو ته ښه ووایو، بلکه موخه داده چې دې واقعیت ته ګوته ونیسو چې که شرایط سم وي تهدید او سپکاوی خلک راویښوي او خپلې دفاع ته یې هڅوي. که د نورو لخوا تپل شوی جنګ ننګونه ده خو یو ملت دا بهرني لاسوهنه په ملي بسیج او تیارۍ هم بدلولای شي.

  که په کوم ملک کې وړتیا لرونکي مشران، کارپوهان او تریوې کچې امکانات شتون ولري او د کوم بل لوري له تهدید سره مخ شي، نو ستره ویښتیا، انرژي، د خپلو پرګنو یووالی او وړتیا له ځانه ښيي. داټولنه او ملت له ټولو امکاناتو، پوهې او نه ستړي کیدونکو هڅو کار اخلی، ترڅو د ځان دفاع وکړي، پخپلو پښو د دریږي او نجات ومومي.

له بلې خوا، که له ځانه دفاع او نظامي وړتیا ښودل مهم دي خو په نن زمانه کې د یوه سنجول شوي داخلي سیاست په بنا د یوه رغنده بهرني سیاست لرل او د اقتصادي رغنده تګلارو پلي کول هم خورا زیات رول او اهمیت لری. هیواونه باید د خپلو ستراتیژیکو ګټو په خونديتوب ښه پوه وي، چې له کوم ملک سره په څه وخت کې څنګه چلند وکړي. د کارپوهانو له نظره په اوسنۍ نړۍ کې د سیمه ایزو اقتصادي ظرفیتونو نښلول او انتګرشن د ځینو ملکونو په نورو یو طرفه وابستګي کمولای شي، د سیمې نور ملکونه هم په دې ملکونو د اقتصادي نظره تړل کیږی، او په دې توګه په انرژۍ، تجارت او ترانزیتي مسئلو کې په یو بل باندې په تړاو کې انډول راځي. دا کار بیا له اقتصادي راکړې ورکړې او سولې سره مرسته کولای شي. خبره به شعارونو کې نه بلکه په عمل کې د خپل هیواد ګټې د نورو هیوادونو له ګټو سره توازن ورکول او ساتل یې مهم دي.

افغانستان ښه چانسونه لري چې د اسیا د انرژۍ د راکړې ورکړې او د سترو نړیوالو مرکزنو ترمنځ یو څو اړخیزه اقتصادي دهلیز شي. همدارنګه، تمه ده چې زر زموږ هیواد  د مرکزي او جنوبي اسیا او د وریښمو دلارې پر سر په یوه ترانزیتي څلورلارې او د مالوماتي تکنالوژۍ او نوري فایبر په معبر هم بدل شي. ځینې به ووایي چې دا اقتصادي دهلیز، د نوري فایبر معبر نو موږ ته څه ګټه لري. ګته نه بلکه زیاتې ګټې زموږ د هیواد لپاره لري. موږ به د انرژۍ له لیکو هم په خپله په سمه بیه په خپله سیمه کې ګټه واخلو، د انرژۍ منابع به مو متنوع شي، که په یوه منبع کې څه ستونزه پیښیږي، بله به تشه ډکوي. همدارنګه، افغانستان به له نورو ملکونو د ترانزیت حق اخلي چې یو دوامداره عاید به د ملک خزانې ته ځي. د افغانستان پرستیژ او ستراټیژیک اهمیت به د یوه سیمه ایز او نړیوال لوبغاړي په توګه زیات شي، زموږ زیاتو خلکو ته به کار پیدا شي، دهغوي اقتصاد به ښه شي، د دې خلکو د پیرلو قدرت به زیات شي او په ملي اقتصاد به مثبته اغیزه وکړي. همدارنګه، زموږ زیاتې کمپنۍ به په راز راز مسلکي کارونو کې په کار وګومارل شي، وړتیا به یې زیاته شي. په داسې شرایطو کې نورې نړیوالې کمپنۍ هم په افغانستان کې کاروبار ته زړه ښه کوي او پانګونه مو په ملک کې زیاتیږي.

زموږ موقعیت او زموږ د اوبو منابع. زموږ له هیواد څخه پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا ملکونو ته د اوبو سیندونه جاري دي، که په تیر وخت او ان تر اوسه راته د ستونزو تومنه وه خو که هوښیار واوسو، خپله وړتیا زیاته کړو، دا اوبه موږ ته یوه ستراتیژیکه پانګه هم کیدای شي. موږ په هغو بندونه جوړولای شو، او د کرنې او انرژۍ په برخه کې ورڅخه کار اخیستلای شو. خو اړ یو چې  نړیوال قوانین مراعات کړو، لکه د ایران سره چې موږ دهلمند سیند په هکله یو تړون لرو له نورو سره هم هوکړې ته ورسیږو ترڅو نړیواله پانګه، مرسته او تخصص راجلب شي. له خپلو ګاونډیانو سره په ګډو هڅو داسې شرایط رامنځته کولای شو چې د ګډو ګټو، اقتصادي نښلونې او ستراتیژیکو اړیکو اساس شي. کله چې زموږ وړتیا زیاته شي، په تخنیکي، علمی او دیپلوماتیکي ساحو کې د خپل ملک له حقونو څخه سمه ننګه وکړو، له ګاونډیانو سره په اړینو ځایونو کې د انرژۍ په سکتور کې د ګډو ګټو د پروژو عملي کول شوني کړو نو اوسنی حالت به یو څه بدل شي او د انرژۍ په سکتور کې به د نورو وابستګي په موږ هم پیدا شي.

د دې کار لپاره زموږ ملک اړینو حقوق پوهانو، دیپلوماتانو، د اوبو د منابعو ورزیده انجنیرانو، د کرنې، چاپیریال ساتنې، اقتصاد او د نړیوالو اړیکو کارپوهانو ته اړتیا لری. دا خلک بیاکولای شي، چې په ملک کې زموږ د خلکو، د هغوي د نمایندګانو پوهاوی به اړینو مسئلو کې د ملک په ګټه زیات کړي ترڅو د ملک په ګټه په ملي کچه پریکړې کول شونی کار شي.

دلته باید ووایو چې څو لسیزې مخکې زموږ د ملک یوه رښتیني بچي، د وخت لمړي وزیر شهید موسی شفیق او د افغانستان د هغه وخت دولت دا توان او وړتیا درلوده چې له ایران سره د هلمند د اوبو په هکله چې له افغانستان څخه ایران ته بهیږي تر مذاکراتو وروسته یوې مناسبې هوکړې ته ورسیږي. د هیواد دا ملي شخصیت یو ورزیده دیپلومات او حقوق پوه او خپلو ملي ګټو ته ژمن انسان وه. د نړیوالو سیندونو د هوکړو کارپوهان داسې نظر لري چې دا یوه ګټوره او ماهرانه پریکړه وه. د هیواد یو بل همداسې ملي شخصیت او د نړیوالو مذاکراتو او د اوبو د منابعو کارپوه فقید جمعه محمد محمدي و، چې نړیوال شهرت لري او په ترکیه او نورو ملکونو کې یې د نړیوال بانک سره کار کړی، خو په خواشینۍ سره کله چې هیواد ته راستون شو او د افغانستان د کانونو د وزیر په توګه یې دنده پیل کړه موږ د خپل تاریخ په یوه ډېره حساسه مرحله کې ورڅخه محروم شوو. الله تعالی د دواړو روح ښاده ولري او جنت برین دې ورپه برخه کړي. زموږ د ملک یوه بدبختي داده چې خپل ملي شخصیتونه او کدرونه په ژوند هیڅکله هم نه پیژنو او تر مرګه وروسته ورپسې لاس مروړو.

دا ویلای شو چې هغه هوکړه زموږ د هیواد په تاوان نه بلکه په ګټه وه. خو په خواشینۍ سره د سیاسي ملحوظاتو او د پردو د لمسون په بنیاد په هغه تور پورې شو چې زموږ اوبه یې خرڅې کړي دي او وروسته بیا شهید کړی شو. وروسته تر اوږدو شخړو وروسته زموږ د ملک د ظرفیتونو کمښت په تخنیکي، علمي او اقتصادي ساحو کې د دې لامل شو چې موږ له خپلو زیرمو او اوبو څخه ګټه نه ده اخیستې او په غلطو سوچونو کې ډوب یاستو. د امو سیند چې  د افغانستان خاوره د هغه د اوبو ۲۵ سلنه جوړوي خو موږ یوازې د هغه د ۲ څخه تر ۳ سلنه برخې ګټه اخلو او بس.

د نړیوالو هغو سندونو په هکله چې له یوه هیواده بل هیواد ته بهیږي زیاتې ډول ډول مذاکرې او هوکړې د اړوندو هیوادونو په منځ کې د نړیوالو سازمانو په مرسته ترسره شوې دي، چې څه ناڅه د ټولو ګټې په کې خوندي شوی دی، ګډې د انرژۍ او د سیلاوونو د کنترول د مخنیوي لپاره ورباندې ټول ګټې سترې سترې پروژې جوړې شوي دي او دواړه خواوې ورڅخه د قوانینو په اساس ګټه پورته کوي.

د مثال په توګه، د کولمبیا [i]سیند د امریکا دمتحده ایالاتو او کاناډا ترمنځ بهیږي او له کاناډا څخه پیل کیږی، بیا د امریکا متحده ایالاتو ته ځي، او بیا بیرته د کاناډا خاورې ته ننوځي. د اوږدو مذاکراتو په لړ کې دواړو هیوادونو داسې پروژې په ګډه جوړې کړې چې د انرژۍ د تولید او سیلاوونو د کنترول لپاره د دواړو هیوادونو په ګټه وې. تر ژورو مطالعو وروسته امریکایانو ته مالومه شوه چې که په کاناډا کې ستر ستر بندونه جوړ شي په ټوله دریایي حوضه کې به سیلاوونه کنترول شي او زیاته انرژي به هم تولید شي. همغه و چې په کاناډا کې د امریکا په مرسته دری لوی بندونه جوړ شول او ټول ټال ۴۴۷۰ مګاوا واټه د بریښنا انرژي یې تولید کړه. بیا وروسته کاناډا خپله بل بند هم جوړ کړ. همدارنګه، د دریایي حوضې په کښتنۍ برخه کې د امریکا به خاوره کې زیات نورو بندونه هم جوړ شول او په ټوله دریایي حوضه کې د ( ۳۶،۰۰۰) شپږ دیرشو زرو مګاواټو په اندازه انرژي په کې تولیدیږي. په دې توګه، په دواړو ملکونوکې هم انرژي تولید شوه، هم سیلاوونه کنترول شول او هم د کرنې لپاره اوبه برابرې شوې. او له بله پلوه د امریکا او کاناډا دواړو ملکونو اقتصادونه یو له بل سره وتړل شول او په ګټه او تاوان کې سره شریک شول. د دواړو ملکونو داقتصاد دا تړاو یو طرفه اړتیا کمه او د هغوی په مناسباتو یې هم مثبته اغیزه کړې ده.

همدارنګه، په  شمالي افریقا کې د هغو هیوادونو په منځ کې چې د نیل په سیند پراته دي د پخوا په نسبت اوس د ګډو هڅو، تخنیکي مرستو او زیاتو مذاکراتو په مرسته داسې امکانات ورځ تربلې زیاتیږي چې د ګډو ګټو لپاره د نیل په سیند باندې سترې سترې پروژې پلي شي. کیدای شي، په اتیوپیا کې د ځمکې پرسر تر ټولو ستر بند جوړ شي، چې د انرژۍ په تولید کې به ورڅخه نور هم ګټه واخلي. په همدې توګه، د نړۍ په نورو برخوکې لکه د میکانګ سیند، د هند او پاکستان ترمنځ او نورو ځایونو کې ورته هوکړې شوي دي.

تر اوسه زموږ تجارتي، اقتصادي، ترانزیتي او د انرژۍ د راکړې ورکړې مناسبات له نورو سره یو طرفه جاده وه. موږ نورو ته محتاج وو، خو د هغوي موږ ته یا بیخي اړتیا نه وه او یا بیخي کمه وه.  خو روښانه ده چې که د ټاپي، کاسا، له ترکمنستانه تر پاکستانه د بریښنا د لین د غزولو د انرژۍ پروې بلې شي د هغوي په مټ به د انرژي په سکتور کې د افغانستان محوریت تثبیت کړي. په دې به تریوې کچې د نورو اړوندو هیوادونو په موږ هم د انرژۍ په سکتور کې وابستګي زیاته شي. که موږ وکولای شو چې د خپل تجارت لارو ته تنوع ورکړو، لکه د لاجوردو لاره، د چابهار بندر، د افغانستان او چین تر منځ مستقیمه ترانزیتي لاره، د شیرخان بندر څخه تر اقیني بندره او هراته پورې، له اسلام قلا څخه تر چمنه پورې، له شیرخان بندره تر تورخمه پورې د ریل پټلۍ سره ونښلي نو په تجارتي او ترانزیتي مسئلو کې به له اوسنۍ یو طرفه وابستګۍ څخه را ووزو او نور به په ځینو ساحو کې راباندې تکیه وکړي.

 همدارنګه، زموږ د خپلو سترو طبیعي زیرمو د مرکزونو لکه عینک، حاجي ګک، په شمال، جنوب او غرب کې د نورو پروژو په فعالیدو به په هیواد کې د ننه اقتصادي دهلیزونه رامنځته شي، او هم د هیواد څخه د باندې د نورو سترو نړیوالو اقتصادي مرکزونو لکه د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا، چین او منځني ختیځ به منځ کې د اقتصادي مبادلاتو په دهلیزونو هم بدلیدای شو. دا زموږ هیواد ته زیاتې رنګارنګ ګټې لري.

خو دا هرڅه د سولې، ښه مشرتابه، ملي عزم او په عقلاني پریکړو سره کولای شو. باور شته چې زموږ په ملک کې اوس دا وړتیا د راټوکیدو په حال کې ده چې له خپل دې پوتنسیال څخه ګټه واخلو او خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسیږو. خو شرط دادی چې زموږ هیوادوال، د شخړو ټولې خواوې سرونه  ګریوانونو ته ټیت کړي، په ملت زده وخوږوي، له خدایه وډار شي او حق ته سره غاړه کیږدي.

نور بیا …

د یوه سرلوړي، خپلواک او هوسا افغانستان په هیله

محمد عارف رسولي

کابل، افغانستان

[i] https://en.wikipedia.org/wiki/List_of_dams_in_the_Columbia_River_watershed

—————————————-

د ښاغلي رسولي د دې لړۍ نورې برخې او نورې لیکنې

One thought on “د افغانستان ستونزو او فرصتونو ته یوه کتنه/ محمد عارف رسولي”
  1. انجینر صاحب،

    څومره ښه او ګټور مضمون مو لیکلی. دا ډول مضامین زموږ د ځوانانو درک او پوهه پیاوړي کوي.
    تمه ده چې حکومتی کړۍ هم ګټه ترې واخلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *