قلم لار ټولنه

۲

زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي.

که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي،

د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ.

د ویسا ورونو دې کور ودان وي چې زما د وړاندیز پر اساس یې د خپلو فعالیتونو لنډ ګزارشونه پر وخت په ځیونو ویبپاڼو او فیسبوک کې له عکسونو سره خپاره کړل. د دوی د هڅو ګزارش په تاند ویبپاڼه، روهي ویبپاڼه لراوبر ویبپاڼه ټول افغان ویبپاڼه او ځینو نورو پاڼو کې د هیواد والو د خبرتیا او د مطالعې او کتاب ویشنې د دود د عامیدو په خاطر، په خپل وخت کې خپور شوی دی. د  روهي ویبپاڼې د ګزارش په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«قلم لار ټولنه یوه مدني ټولنه ده چې مسئولین یې له خلکو کتابونه را ټولوي او بیا همدا کتابونه لیري پرتو سیمو ته د ځوانانو د لوست له پاره رسوي، دا چي لا تر اوسه د لیرو پرتو سیمو ځوانان د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د یوې خوا غربت او ناچاري او د بلي خوا  کتاب، قلم، ښوونځي او د نورو وسایلو نه شتون، هغه ستونزي دي چې زموږ ځوانان یې د زدو کړو او پرمختګ څخه شاته پرې ایښي دي. د قلم لار ټولني مسئولینو تر اوسه د هیواد په پنځو لیري پرتو ولسوالیو کې د ځوانانو د لوست له پاره هغوي ته کتابونه رسولي او د هغوي دا ستونزه یې حل کړې ده چې یاد کتابتونونه، دکندهار په سپین بولدک، پنجوائي، د هلمند مارجه، د زابل ښار صفا او پنځم یې هم د خوست په یعقوبیو ولسوالي کې پرانیستلی.»

ویسا ورونه د یو ستر انساني ارمان د پوره کیدو له پاره کار کوي چې هغه د تعلیم عامول او د نوي نسل روزل دي، لکه ملنګانو غوندې په ښارونو او کلو باندې ګرځي، د کتاب ټولولو د کمپاین په ترڅ کې د کتابونو خیر ټولوي او بیا یې بیرته هغو سیمو ته رسوي چیرته چې خلک کتاب ته لاسرسی نه لري. دغه یو پروګراف مې د ښاغلي مطیع الله ویسا له پاڼې نه د ګزارش په ډول را واخست:

«بیا هم د خوشحالۍ خبر

نن اووم عامه کتابتون د کونړ ولايت خاص کنړ ولسوالي کي پرانستل سو.
چي د سيمي خلک به د مطالعي له پاره ورڅخه استفاده کوي. د ښاغلی رضوان الله شپون نه نړۍ مننه چي راسره یې پوره مرسته وکړه او هم له ټولو هیوادلو هیله کوم کتاب راټولولو کمپاین ته کتابونه وسپاري، ترڅو د هیواد هري سیمي ته کتاب ورسوو. د ټولو هاغو دوستانو نه مننه کوو چي د کتابونو مرسته یې کړې وه، کور یی ودان، همدا لړۍ به نورو سیمو ته هم غځوو.»

دا جملې هم د عطا الله ویسا دي:

«په کوم څه چې ډیر خوشاله کیږم او روحي سکون پیدا کوم، هغه د خپلي ټولني او رنځور ولس چوپړ دی. دا راته مهمه نه چې څوک او کوم ځای دی، خو زما هیودوال او زما ولس د ی. زه ژمن یم چې خپل ولس ته څه وکړم، خو تاسو هم راسره مرسته وکړئ تر څو تر ولسه مو څه ورسوو، د خوست په یعقوبیو ولسوالي کې مو د ځوانانو د لوست له پاره ستاسو ملګرو هغه راټول کړي کتابونه ورسول کوم چې تاسو د صدقې په توګه خپلي ټولني ته وړاندي کړي وو. د هغو خوستوالو ټولو ملګرو یې کور ودان.»

ویسا ورونه په دې نظر دي چې تعلیم د ټولنې په ژوند کې د ډیرو ستونزو د حل لاره ده. د همدې پالیسۍ پر بنا ښاغلي مطیع الله ویسا په خپله فیسبوک پاڼه کې یو وار داسې ولیکل:

«راځۍ تعلیمي انقلاب راولو،

د هیواد د ټولو ستونزو د حل لاره یوازی تعلیم دی،
راځئ هر افغان ماشوم د ښوونځي خاوند کړو، ترڅو د هیواد او ولس آینده وژغورو.»

دا ښه خبره ده چې موږ باید د یو بدلون په لټه کې اوسو او دا کار د نوي نسل د سمې روزنې، سواد عامولو، کتاب ویشلو او مطالعې له لارې ښه تر سره کیدای شي، خو د دوی پام دې دې ټکي ته هم وي چې څه ډول کتابونه ویشي، د کتاب محتویات لوستونکو ته څه ورکوي او …

که د ویشل کیدونکو کتابونو محتویات، د هغو له لوستونکي سره د نوې او پرمختللې ټولنې په پیژندلو او په هغې ټولنې کې د ور ګډیدو او د تولید په ور پیژندلو کې مرسته وکړي ښه به وي، تر دې چې هغه تکراري موضوعات په کتابونو کې لیکل شوي وي چې لوستونکي ګنګسوي او لاره ور نه ورکوي.

د ویسا ورونو د دې نیکو کارونو په باب که هر څومره ولیکل شي، کمه به وي. د دوی د ورستیو فعالیتونو په باب ډیرو فرهنګیانو او قلموالو خپل نظرونه څرګند کړي دي چې د څو تنو لنډه یادونه به یې وکړم:

نجبیب الله ژمن د ویسا ورونو د دې فعالت په باب داسې نظر څرګند کړی دی:

« دوه ځوان وروڼه، چې د هیواد د ټولو ماشومانو د زده کړې، په لویانو او ځوانانو کې د مطالعې د فرهنګ دودولو او بندو ښوونځیو د خلاصون له پاره هڅه او مبارزه کوي. دوی وايي له بادغیسه تر نورستانه ۱۳۰۰ ښوونځي تړلي دي او اصلي لامل یې طالبان نه، بلکې مافیایي کړۍ دي.
د علم په برخه کې د دوی بل ستر کار د هیواد د مختلفو ولایتونو په ولسوالیو کې په شخصي لګښت د ۷ عامه کتابتونونو پرانیستل دي.
بریالي اوسئ.
پر علم مئین ولس له تاسو سره دی.»

عطاالله ویسا او مطیع الله ویسا

Matiullah Wesa Attaullah Wesa

سعید زابلي لیکلي دي:

«دې ته وايي اتلان،
د هېواد ګوټ ګوټ ته يې کتابتونونه ورسول، نن يې د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې کتابتون پرانيست، نه له چا امتياز غواړي او نه له چا ناز، دې ته يې کار ويلی، چې له زابله تر کابله، له فراه تر خوسته، له کندهاره تر ننګرهاره، له بادغيسه تر کونړه افغان زلمو او افغان بچو ته د علم رڼايي ورسوي.
ژوند ژوند
#‏دوه_وروڼه_دوه_اتلانmatiullah Matiullah Wesa Attaullah Wesa»

دغه راز ښاغلي رضوان الله شپون چې په کنړ کې یې له ویسا ورونو سره د کتابتون  په جوړولو کې برخه اخیستې وه، د دوی د هڅو په باب داسې لیکلي دي:

«پرون خوږو ملګرو عطاءالله ویسا او مطیع الله ویسا د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د قلم لار ټولنې په مرسته عامه کتابتون جوړ کړ، دا د قلم لار ټولنې له لورې د ټول هېواد په کچه پرلپسې اووم کتابتون دی چې پرانیستل کېږي، دا عامه کتابتون د خاص کونړ تنر کلي ګې د ښاغلي شاه محمود مېاخېل په دېره کې جوړ شوی چې د ټولو وګړو پرمخ به خلاص وي.
ملا د همت وتړو په خپله هلې ځلې کړو
ځئ چې ډیوې بلې کړو.»
#‏کتاب #‏کتابتون #‏کونړ #‏قلم #‏علم #‏پوهه #‎library #‎Book #‎Books

افغان فزیکپوه او د ښوونې روزنې د نهضت یو پلوي او عملي کار کونکی استاد محمد تنها د ویسا ورونو د فعالیتونو په باب داسې لیکلي دي:

            «د مطیع الله ویسا او اُستاد صابر حسیني دې په ډېرو هغو پوهاندانو، پروفیسورانو، ډاکټرانو، انجینیرانو، جنرالانو چارواکو او زور واکو بلاګۍ ګرده ورده وګرځي چې یواځې د خپلو شخصي ګټو لپاره هرڅه ته بېځایه هوا ورکوئ او بیا ځان هم په خلکو     واجب الاحترام بولي.

رب دې ویساګان او حُسینیان په دې خاوره ډېر کړي. آمین»

ویسا ورونه او د دوی په څیر نور د علم، کتاب او مطالعې پلویان هم شته چې د کتابونو د ویش او مطالعې د رواجیدو له پاره کار کوي، خو د څو بیسواده نسلونو، د ناپوهۍ پایله نن دا ده چې له هرې سیمې داسې خبرونه هم راځي چې د تباهۍ زیري په کې دي. د ناپوهۍ، بیسوادۍ او جهالت دوې ښې او دوه ډیر نوي او تازه مثالونه به یې له منابعو سره دلته وښیم:

یوه ورځ د میډیا په ستره نړۍ کې دا سرلیک را تر سترګو شو:

«سه ولسوالی پکتیا در 14 سال هیچ فارغ صنف دوازدهم ندارند»

تر دې سرلیک لاندې له څو عکسونو سره یو ګزارش او د هغې سیمې له خلکو سره خبرې راوړل شوې وې، خو زما له پاره یې دا پروګراف د مار او لړم د نیش تر زهرو هم زورونکی او وژونکی دی:

«ولایت پکتیا در جنوب‌شرق افغانستان به 14 واحد اداری (ولسوالی) تقسیم شده است

شماری از باشنده‌گان سه ولسوالی ولایت جنوب‌شرقی پکتیا می‌گویند که این ولسوالی‌ها تنها یک «لیسه» دارند و این لیسه نیز در 14 سال گذشته دانش‌آموزی از صنف دوازدهم فارغ نداده است …»

بله بیلګه یې بیا د فیسبوک په پاڼو کې را ښکاره شوه. څو ورځې مخکې د همدې خلکو په ویر او غم یو غمجن او خوا خوږي دوست په خپل فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې په ځینو ولایتونو کې لا یوې ښځینه مخلوق هم د پوهنتون د کانکور په آزموینه کې ګډون نه دی کړی او په ډیر درد او قهر سره یې داسې لیکلي وو:

«د چا چې پر خپل قام زړه سوځي دا چيغې دې شريکې کړي!
دې ته وايي غيرت!!!
د شمله ورو، مجاهدو، زړورو او پر دين مينو، غيرتي پکتيکاوالو او ارزګانيانو!!! لوڼو او خويندو د قسم له پاره هم يوې د سږکال په کانکور کې ګډون نه دی کړی.
سبا يې چې بيا ناروغه ښځه، خور او لور پړمخې يا د شا په تخته هندي يا پنجابي ډاکتر ته پرته وي او پردی لونډ يې پر پستو اندامونو لاسونه ورته وهي بيا به همدا غيرتي او شمله ور پښتانه له حکومته ښځينه ډاکترانې غواړي.
وه زما د جهل پر نيلي سپور قامه! آخر ترڅو؟ لږ له خپلو نورو هيوادوالو شرم وکړئ، په بدخشان، مزار ، هرات، باميان او دايکندي کې تر نارينه وو د کانکور ښځينه ګډونوالې ډېرې وې. ولې ستاسو غيرت او مسلماني تر بدخشيانو، غيرتي هزاره ګانو او مزاريانو ډېر دی که تر هغو ښه مسلمانان يئ. ای جهل ځپليو، ای تش په نوم غيرتيانو، ای ملاوې مو ماتې شه، د شرم بوټو! چې نه وايو له غمه يې وايو، دا مو څه لوبه را اخيستې؟ دا په تاسو څه شويدي؟ له ځان سره دښمني او دومره دښمني؟ وه غرق شئ، هغه خور و لور دې چې پنډې چلوي هلته غيرت نه درته درېږي؟ هغه ځوانه جانه ښځه دې چې ځنګله ته په خسو پسې روانه وي په هغه نه شرمېږې؟ هغه پنجابي او عرب لنډغر دې چې ته يې، که نه يې په حجرو کې د ټاليب او مجاهد په نوم ښکته پورته کېږي او له ګودره ستا د را روانې خور لور د شنو او سرو ټيکريو په ليدو اودس په اوړي او بيا تا ديوث نه د غسل اوبه غواړي، هلته غيرت نه درته درېږي ، خو مکتب ته د خور و لور په لېږلو دې غيرت، جګې، خيرنې او په جهالت ولاړې شملې ته تاوان رسېږي؟
زړه مې ډک دی نن مې زړه غواړي چې يو قوي لاوډوسپيکر مې لرلای او په زوره زوره مې خپل جهل ځپلي او جهاد وژلي قام ته نارې کړی وای چې:
ای بيغرتو، بيغرتو، بيغرتو!

ای په توپو والوزئ لکه چې الوزئ،

دا غيرت نه دی چې لور مکتب ته نه پرېږدئ، دا غيرت دی چې مکتب و وايي د وطن د نورو جنکو سياله شي او سبا له تپياکو جوړولو خلاصه وي.
پښتنو قسم دی چې له ملا، تاليب او د دين په نوم جهل نه ځان خلاص نه کړئ، تباه کيږئ، تباه کيږئ»

د همدې نا خوالو نه را زیږیدلو ستونزو او پر ټولنه باندې د ناپوهۍ او بیسوادۍ د بلا حاکمیت نن تر دې پورې را رسولي یو چې د خپلو مساپرو لیک هم په بل لولو او د خپلو عزیزانو د زړه حال د بل چا له خولې نه اورو، د سَتر ډیر شوقیان یو، خو ټول ناروغان مو د پردیو ډاکترانو پر میزونو او کټونو باندې پراته وي، هغوی یې معاینه کوي او …

که یې لنډه او ځای پر ځای و وایو د دې اصلي دلیل همدا بیسوادي، د ښونځي، پوهنځي او د زدکړو او مطالعې نشتوالی دی.

زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ.

د معارف، زدکړو او مطالعې د رواجیدو په برخه کې د ویسا ورونو فعالیتونه او د نوي نسل روزلو ته د نورو زړه سواندو قلموالو او فرهنګیانو پاملرنه او جدي هلې ځلې سړی دې ته امید واره کوي چې یو وخت به پر وطن او خلکو باندې د خپرې تیارې ځای رڼا ونیسي.

د دویمې برخې پای

—————————————

د دې لیکنېې تېره برخه 

په تاند کې د پوهندوی بهاند نورې لیکنې

په پل کې د پوهاندوی بهاند لیکنې 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *