دتیرو څو لسیزو جنګ جګړو یو لامل داهم شولو ، چې زمونږ ډیری افغانانو دافغانستان ګاونډیو او نورو هیوادونو ته مهاجرتونه وکړل ، که څه هم دغه مهاجرتونه دیو شمیر افغانانو لپاره ښه وه ، ځکه چې ډیر کسبونه اونور څه یې د ګاونډیو هیوادونو داوسیدونکو څخه زده کړل.
خوبلخوا دیوشمیر افغانانو لپاره دغه مهاجرتونه دژوند په بیه تمام شول ، یعني چې په مهاجرت کې دنشه یې توکو په استعمالو لو روږدي او معتاد شول چې نن سبا یواځي دمرګ په انتظار ورځي او شپې سباکوي .
که څه هم یوشمیر افغانان دهیواده بهر په نورو هیوادونو کې په نشه اخته شول ، خو په دې وروستیو کې دهیواد په داخل کې هم ډیر شمیر افغانان د راستانه شویو معتادو مهاجرو څخه اغیزمن شوي او نشه کولو ته یې مخه کړي ده ، چې دراپورونو لمخې نن سبا په افغانستان کې تر دوه میلیونونوڅخه زیات معتادین لرو.

فرض کړئ دافغانستان اوسنی نفوس ۳۳ میلیونه دی نو په هرو ۳۳ کسانو کې ۲ کسان دنشه یې توکو په استعمال اخته دي.
که څه هم تردامهاله دوه میلیونه معتادین لرو ، خو کیدای شي چې په نژدي راتلونکي وختونوکې دغه تعداد لاپسی ډیر شي او دنشه ی توکو دمعتادینو ترڅنګ به قیلوني معتادین هم ولرو.
داځکه چې نن سبا دنشه یې توکو څخه ډیر خطرناک شی چې قیلیون نومیږي او د کابل ولایت د ځینوهوټلونو ترڅنګ د افغانستان د ډیرو نورو ولایتونو په مرکزي هوټلونو کې هم شته او خلک یې څکي او دهوټل لرونکي یې مسافرینوته دغه قیلون په دې نوم ورکوي ،چې دا د ګلانو او میوو شیره ده او تاسي ته کوم نقصان نه رسوي.
په دې وروستیو کې طبي څیړنو ښودلې ، چې دسګریټ په مقابل کې له قیلون څخه استفاده کول ۴۰۰ ځله خطرناکه ده ، او یو قیلون د ۱۸ سګریټو برابر دی ، دقیلون په یو دود کش کولو سره دانسان بدن ته له ۵۰۰۰ څخه زیات کیمیاوي مواد داخیلیږي ، چې دهغې له جملې څخه 100 ډوله کیمیاوي مواد دسرطاني ناروغیو سبب ګرځي.
که چیري افغان دولت او خلک دکابل په شمول دنورو ولایتونو په هوټلونو او میلمستونونو کې دقیلون مخنیوی ونکړي او دغه لړۍ همداسي جاري او سي هغه ورځ به لري نه وي ، چې زمونږ ډیر شمیر افغانان دنشه یې توکو ترڅنګ د قیلون په دایمي استعمال اخته شي ، او دافغاني معتادینو ګراف به ډیر لوړشي.
نیټه : 2016-02-25
———————————–
ایرانیان چلم ته قلیان وايي. په تهراني لهجه کې بیا قلیان ته قلیون وايي. په افغانستان کې دا اصطلاح ښايي اوس په دې خاطر دود شوې وي چې افغانانو په چلم کې یوازې تنباکو څکول خو ایرانیان په چلم کې پر تنباکو سربېره د تریاکو په شمول نور تخدیروونکي مواد هم څکوي. (تاند)