(د فراه لرغونې ښار په شمال کې د فريدون تاريخ کلا انځور)
فــراه په اويستا کې
له مېلاده شاوخوا ۱۲۰۰ کاله پخوا
د لرغونې افغانستان د آريايې خلکو دوهم مدنيت له ننه شاوخوا ۳۲۰۰ کاله پخوا دهندوکش په شمالي او سويلي برخو ، همداسي دهيتومنت (هلمند) په وادې کي پيل سوی دی چې (فرارود) متمدنه حوزه هم دهلمند له مرستيالانو څخه شمېرل کيږي او د اويستايې دورې سويل ختيځه خوايې په هيتومنت پوري تړلې ده ، اويستا ترې مستقيم د فراداتا او غيرمستقيم په هغو دوولسو سيمو ، سيندونو کې شامل دی چې شپږمه سېمه يې هريوا (هرات) همداسي له برکته ډک سېند يې ای تومنت (هلمند) دی.
د زردښت د تبليغ او رامنځته کېدو ځای بخدي (بلخ) او سيستان (هلمند او فراه) دی.( )
اويستا (فراه) د (فرا داتا) ( ) په نامه ياده کړې ده او د هلمند سيند د ټولو معاونينو د هريوه نوم يې بېل بېل ياد کړی دی ، له دې څخه معلوميږي چې اويستاد آريانا دا سيمه ډېره ښه پيژندله ( )
اويستا د فارا داتا (پارا داتا) په نوم د آريانا لومړنی سلطنتي کورنۍ هم راپيژني هغه چې لومړی پاچايې يما (جمشېد) دی او د (ويوان ګاهانا) زوی دی.( )
داکورنۍ د اويستا په يشتونو کې لومړنۍ ټولګه اريايې پاچاهان همدا د (پارا داتا) په نامه ياد سوي دي چې معنی يې د جلا (عدل او انصاف) بنسټګر ده ، پارا داتا يا دبلخې پشيدا ديانو کورنۍ او دفرا داتا د رود سره يې فرهنګي او مذهبي اړيکي ښکاري، ځکه مخکي مو و ويل چې د رزدښت دتبليغ لومړنی مرکز همدا د (هيتومنت) هلمند غاړې وې چې (فراه رود) هم د هلمند سيند دمرستيال په توګه په دې اويستايې حوزه کې دپوره ارزښت وړ بلل کېږي.
د فراه د نامه وجه :
فرا داتا(فراه سيند) په اويستاکې څرګنديږي چي دغه نوم دفراه سيند لپاره کار سوی دی او له دوو برخو جوړ دی ، يعني مرکب نوم دی ، يويې (فرا) + (داتا) لومړی برخه يې برم ، جلال او شوکت سره معنی سوی دوهمه برخه يې په عدل او انصاف سره ژباړل سوی دی ، چې په غير مستقيم ډول هغو اباديو حاصل خيزيو او ښېرازيو ته اشاره کوي چې د دې سيند له برکته د واړو خوا وته شتون لري (فرا) د اويستايې نوم لومړی برخه هغه کلمه ده چې په لرغونو او پخوانيو دورو کې ديوه لوی ښار په نوم کې ليدل کېږي ، هغه چې د دې سيند پرغاړه ودان سوی و.( )
په وروسته کې ويلای سو چې داسېمه اوسيند له ننه شاوخوا(۵۰۰۰ ) پنځه زره کاله پخوا د فرا داتا (پراتا داتا ) يا اوسنۍ فراه د (برم او انصاف) په نوم ياېدله.( )
فـــــراه ، په يوناني متونوکې
(له ننه ۲۰۰۰ دوه زره کاله پخوا)
لرغونو يوناني ليکوالو او جغرافيه ليکونکو هم د اوسني (فراه) څخه دوه زره کاله ، مخ او شاته يادونه کړې ده ، پليني ( ) يې په (۲۳۰ميلادي) کې ژوند کړی دی، فراه د ( اوفرادوس) په بڼه او نامه ياده کړې ده (ايسډور) د فرا سيند څنګ ته د (فراه) ( ) په نوم د يوه ښار يادونه کړې ده چې د اوسنۍ فراه څخه پرته يې بل څه نه سو بللای .
بطليموس په دوهمه ميلادی پيړۍ کې د (پروفتازيا) دنوم يه يادولو سره چې دفراه سيند په کښتنۍ برخه کې يوبل ښار دی او محل يې په (پشاوران) کې ورټه ټاکلی دی، چې دلرغوني (فرادتا) معنی يې ادا کړې ده ،(استفانوس بيزانسي) هم بطليموس ته ورته نظر وړ کړی دی.( )
په تاريخ کې دفـــــراه نومونه
فراه دتاريخ پرپاڼو په ډيرو نومونو يادسوي دي چي موږ يې دتاريخ له پاڼو څخه دلته تر لسو شاوخوا زيات نومونه پېژندلي دي ، دا نومونه چې ځيني يې د وخت او عصر په تېرېدو سره تغير سوي ، ځيني يې دلهجوي او ګړدودي تاثيراتو په اثر بدلون موندلی او ځيني يې دبيلو ــ بيلو ژبو دقاعدو او خصوصياتو سره تغير کړي، هغه نومونه چې يې معلوم دي په لږ او ډېر توپير په لاندي ډول دي:
فراه ، فراداتا ، پرا ، فرادوس ، پارا داتا اوفرا دوس ، فره فراوه ، پروفتازيا.( )
پهرا ( ) نه (= نيه) پشاوران ، فرا ( ) ( = د برم او جلال په معنی).
پروفتازياد ( درنجيانا له لويو ښارونو څخه دی ، تردې چې د دې ولايت مرکز يې ګڼي اراتوس تنس ( ) په (۲۷۴ ترميلاد مخکي) زيږيدلی ، دنظرياتو له مخي د اريون له سکندريې (هرات)څخه ۱۵۰۰ ــ ۱۶۰۰ (استاديا) واټن درلود (ويلسن ) د دې ښار موقعيت دسيستان په (پشاوران = فراه) کې ښيې او وايې : چې فاصله يې له هرات څخه (۱۸۳ ميل دی دځمکې په منځ شواهدو څخه څرګنديږي چې داځای يولوی ښار و ، پشاوران ، د (دوشک) ( ) او فراه يعني لږ څه د سيند شمال ته واقع دی (کرندل) په دې اند دی چې دپشاوران کنډوالی او زړې ودانۍ دومره لرغوني نه ښکاري ، غوره داده چې دا (پروفتازيا) وبولو ځکه مقدوني سکندر دانقطه پروفتازيا بللې ده.( )
اخځلیک او لمنلیک:
1) ــ علامه ، پوهاند حبيبي ، د افغانستان لنډ تاريخ ، ۱۳
2) ــ Fradathe .
3) ــ استاد احمد علي کهزاد ، آريانا ، دوهم چاپ ، انتشارات اميري، ۱۳۸۶ ، ۱۰۶ مخ .
4) ــ نجيب الله ، تورويانا، آريانا يا افغانستان چاپ سوم ، ۱۳۸۸ ، ۲۹ مخ.
5) ــ استاد کهزاد ، د افغانستان پخواني تاريخ ، لومړی ټوک ، ۳۴۷ مخ.
6) ــ يوه بله خبره چې د يادولو وړه هغه داچی ، مکرو نالډ کرنډل ، په لرغوني هنر کتاب ، کې فراداتا ګټه اخيستونکي ، پرمختګ او استنباط ژباړلي دی ، چې له پورتنيو معناوو څخه زيات ليري نه دی ، ځکه په سيند سره پرمختګ راځي، ګټه ورڅخه اخيستل کيږي ، ښيرازي غوړيږي پراختيا راځي. وګورئ آريانا ، لمنليک ۱۰۷ مخ.
7) ــ پليني ، ديوه تاريخپوه په توګه د ژوند وخت تر (۷۹ ميلادي) ټاکل سوی دی ، نوموړی د روم د جنګونو تاريخ په شل ټوکه کې ليکلی دی ، معاصر تاريخ يې په ۳۱ ټوکه رسالو ليکلي ، د زده کوونکو لپاره يې کتاب په دريو ټوکونو کي ليکلی دی اوس يې دټولو ليکلو څخه يو دائرة المعارف (پوهنغونډ) جوړ کړی چې خلکو دګټه اخيستني وړ دی.( وګورئ ، ډاکتر ګل جان ور دګ ، د آرياناموقعيت او دآريانا نو ځيني جغرافيايې سيمي ، ۱۰۴ مخ).
8) ــ Fhra.
9) ــ آريانا ، مخکينی اثر، ۱۰۶ مخ.
10) ــ بطليموس او انتفانوس بيزاني ، پروفتازيا دپخواني افرادا تاسره ورته بللي دی .(وګورئ آريانا ، ۱۰۷ مخ).
11) ــ Phra د اسيدور.
12) ــ Prophthasia .
13) ــ Dushak. په پاور.
14) ــ آريانا ، ۱۰۸ مخ .
15) ــ آريانا دکوشاني پاچاهانو پرسکوهم (فر) توري ليکلی دی.
—————————————