رینسانس- رنسانس

” Renaissance”

رينساس د نړۍ په تاريخ کې له سترو او مهمو پېښو ګڼل کېږي چې شپاړسمه پېړۍ کې رامنځته شوه، د رامنځته کېدو لومى ځاى يې اېټاليا هېواد ګڼل کېږي او له دې وروسته فرانسې، المان، اسپانيا او هالنډ ته وغځېده چې پر مټ يې د يادې شوې دورې ادبيانو او هنرمندانو داسې شهکار اثار رامنځته کړل چې تر ننه پورې يې خپل ادبي او هنري ارزښت ساتلى دى.

دې دورې له ادب پرته، فکر او بشري پوهې ته پوره پراختيا او وده ورکړه. لامل يې هم په اروپا کې د لرغونو علمي او فلسفي اثارو په ځانګړې ډول په منځنيو پېړيو کې په يونان کې پنځول شوي او هېر شوي اثار وو چې د منځنيو پېړيو خلکو تر خبر نه درلود.

رينسانس د بيا ژوندي کېدو په مانا کارېږي، د يوې ځانګړې دورې نوم دى ،د اروپا په ادب او فرهنګ پورې تړلى مفهوم ګڼل کېږي چې اوس له اروپا پرته د نړۍ په نورو ادبياتو کې هم دا مفهوم دود شوى او له يوې زړې لارې راګرځېدو، د نوې لارې د ټاکلو او نوي فکري بهير لپاره کارېږي.

رينسانس د فرانسوي ژبې (رُن – سا) کلمه ده چې د ژوند، ژوند ته را ستنېدو او نوي زېږون مانا ورکوي چې د ټولو مفهوم يې يو دى. د رينسانس رامنځته کوونکي په دې باور وو چې د دوى زمانه له منځنيو پېړيو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې په لرغوني روم او يونان پوري تړلي دي.

لکه وړاندې چې يادونه وشوه ، رينسانس په ځانګړي ډول دهغه حرکت نوم دى چې له منځنيو پېړيو په اروپا کې له پخوانيو ادبياتو نه په تقليد، د ادبياتو، علومو او صنايعو د بيا ژوندي کولو لپاره پيل شو، خو د پنځلسمې پېړۍ پيل او د شپاړسمې پېړۍ لومړۍ نيمايي يې ځلاند دوره ګڼل کېږي.

ګڼ لرغوني پېژندونکي او پوهان، لرغونى يونان او روم د پوهې، فلسفې، هنر، تاريخي اثارو، لرغونو مجسمو، مفکرو او عالمانو ټاټوبى بولي چې پېړۍ پېړۍ يې د نړۍ نورو ملتونو ته د فکر او پوهې الهام ورکړى او د رينسانس دروې بنسټګرو او مخکښانو هم ورباندې تمرکز درلود.

د تاريخي رواياتو له مخې دا اثار د مسلماناتو د فوتحاتو پرمهال د ختيځ روم امپراطوري( بيزانس) کې د مسلمانانو لاسته ورغلل، د ١٢مې زېږديزې پېړۍ پرمهال يې يوه برخه د افريقا د شمال او اندلس له لارې اروپا ته ولېږدوله او څه يې د صليبي جګړو پرمهال بېرته اروپايانو ته لاس ته ورغلل او نورو اروپايي ژبو ته وژباړل شول.

ددې يوناني اثارو په ډله کې يو زيات شمېر يې علمي او فلسفي اثار وو، د اثارو ژباړه او پرلپسې خپرېدل ددې سبب شول چې د هغه مهال فلسفي، ادبي او علمي اثار له نوو فکرونو سره راژوندي شي.

د دې دورې د رامنځته کېدو بل لامل په ادب او فرهنګ او نورو ټولنيزو چارو کې د کليسا ( کاتوليک کليسا) زياته لاسوهنه او پر فکرونو د محدوديتونو وضع کول وو چې دې موضوع ادبيان او مفکرين زړه تنګي کړل.
د کليسا له حاکميت او قيد نه خپلواکې ددې لامل شوه چې فکري په فردي او ټولنيز لحاظ وده وکړي، ليکوال او پوهان نوو پنځونو، اختراعاتو او ازادو فعاليتونو ته د کليسا له وېرې پرته دوام ورکي او اروپا له يوه درانه خوبه را وېښه کړي چې نورې نړۍ ته يې هم الهام ورکړ.

دوى فکر کاوه چې په١٦مه پېړۍ کې ادب او فرهنګ له يو ډول بې خوندۍ او بندښت سره مخ شوى دى، نو فکر يې وکړ چې له دې دورې نه د دوى ادبيات په منځنيو پېړيو کې غوره وو او بايد بېرته له هغه ځايه په نوې بڼه پيل شي.

په اروپا کې ددې دورې د پيل په اړه د رينسانس دورې تاريخ ليکونکو ګڼ بحثونه کړي، خو مهمه خبره داده چې رينسانس دوره د يوې برخليک ټاکنونکې دورې په توګه په يو ځل نه پيل شوې او نه بشپړه شوې ده.
بل روايت دادى چې دا دوره د ١٣مې مېلادي پېړۍ په منځنيو لسيزو کې د يوه خپلواک فکري حرکت په توګه پيل شوې او د نظام پر وړاندې په ځانګړي ډول د کاتوليک کليسا پر وړاندې چې فکرونه او فرهنګي فعاليتونه يې هم د سياست په څېر مهار کړي وو، درېدلې ده، خو ددې دورې حاکميت له ١٥مې پېړۍ پيل او په ١٦مه کې يې حرکت عام شوى او رينسانس نوم ورکړل شوى.

د دې عصر بله ځانګړتيا دا وه چې پاچاهان او اميران هم د کليسا له واکمنۍ خپلواک شول، مذهبي ارزښتونو او پاپانو( مذهبي مشرانو) ته يې شا کړه او خپلواک فعاليتونه يې پيل کړل.

سوداګرو او کاروباريانو هم د کليسا له درنو ماليو او بسپنو ملاوې سپکې کړې، کارونه يې وغوړېدل او ورو ورو يې لومړى خپل او وروسته د خپلو ټولنو اقتصادي کچه لوړه کړه.

ليکوالو او شاعرانو په خپلو اثارو کې هغه خبرې او خيالونه وړاندې کړل چې په منځنيو پېړيو کې پرې کليسا او مذهبي مشرانو د کفر ټاپې وهلې، ځکه خو دا کار د ادب او فکر د غوړېدو سبب شو، صنعتي انقلاب رامنځته شو، د چاپ ماشينونه او د کتاب خپرېدو وسايل عام شول.

فکر او فرهنګ د يونان له فيلسوفانو او عالمانو ټولې اروپا ته خور شو، اثار او نوښتونه رامنځته شول او په ټولنيزو علومو کې داسې خوځښتونه او نوښتونه په عملي او علمي ډول منځته راغلل چې په وړاندينيو پېړيو کې يې چا خوب هم نه و ليدلى.

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *