سیف الله مبارک

سیف الله مبارک

زما په اند ژوند د ملګرتيا په مراندو تړلی دی،  ژوند کې ملګري ځانګړی ځای لري، يو داسې څوک چې تل يې د خپل ولس غږ پورته کړی دی.

د منصب او چوکۍ وير اخيستی نه دی، داسې يو څوک چې تل يې په ژبه د حق او حقيقت خبرې ښکاري، هغه څوک چې که يې ورور هم وي، خو ښکاره او بربنډه خبره کوي.

شاید همدغه سپېڅلتيا يې ددې لامل شوې وې، چې د هر ملګري په زړه کې يې ځانګړی کور جوړ کړی دی،سیف الله د ملګرتيا ځوان دی، په هره برخه کې ښه ځانګړې مطالعه لري.

په هيواد کې  انتخاباتي منډې ترړې وې، نو سيف الله مبارک هم په دغه کمپاین کې هم خورا زياتې منډې  وکړې، تر دې چې په ورځو، ورځو يې د ولسمشر له کمپاين سره ملګری و.

سیف الله مبارک په خپله فیسبوک پاڼه نه سپور د نيلۍ پرې ايښی او نه يې هم خوار د شړۍ، بلکې تل يې  د حق  خبره کړې ليکلې او تر ملګرو يې رسولې ده.

سيف الله مبارک يو ښه مدبر مدير هم دی، په  لوړو پوسټونو يې کار کړی دی،  لا لګيا دی خپل ويده ملت راويښوي، د حقيقت په راز يې پوه کوي.

نوموړی د اندړو د سلام ګوډلو اوسېدونکی دی، د سلطان شهاب الدين غوري عالي لېسه يې لوستې ده، ملګرتيا يې  په اخلاص ځواکمنه ده، که  له هر ملګري پوښتنه وکړې، نو د ښاغلي مبارک له ډېرو داسې خاصيتونو څخه به مو خبر کړي، چې تر اوسه  موږ لا ډېر کم پوهېږو.

په ۱۳۹۳ل کال د وږي د مياشتې په دوولسمه نېټه چې د کليوال ملګري ټولنې سرلاری غني خان غالب په  شهادت ورسېدل، نوموړي اوښکې مې تر نن ورځې پورې يادې دي، چې نوموړي پر شهيد غالب تويي کړې.

ما ډېر د کار ملګري ليدلي، نژدې ورسره پاته شوی يم، هرملګری مې د سترګو تور دی، خو سيف الله مبارک مې زړه کې خاص ځای لري، د فيسبوک پر ډېرو پوسټونوزیات  تهديد شوی  دی.

 ښه مبصر او ليکوال هم دی، د ليکوالي ښه ځانګړنه يې همداده، چې تل يې د مظلومو   درد پکې منعکس کړی، ټوپکوال يې غندلي او د ننۍ بدبختي لامل همدغه د چوکۍ وږي جهادي رهبران  بولي.

وخت ناوخته  په فيسبوک کې مزاجیه پوسټونه هم کوي، چې هر ملګري  خندوي او په حقيقت کې  يې  د مزاجيه پوسټ له سنګر څخه په ظالم ګوزار کړی دی.

د بېلګې په توګه د ددفاع پخوانی وزير بسم الله محمدي چې د فاع وزارت کې يې  زیات اختلاس کړی و، نوموړي دپچو په غله مشهور کړی او غندلی دی.

 خدايه د سیف الله مبارک په څېر د کار سټې راته وساتې، ته يې په قلم او فکر نور هم برکت کېږدې، چې دغه جنګ ځپلې ټولنې  ته چې تل پکې د ترور او وېر اچونې خبرې وي، مثبت فکر او ذهنيت ورکړي.

نوموړي سيکا ايسټ، د يونيسکو او  يو شمېر نورو ادارو په لوړو پوسټونو باندې هم کار کړی دی.

خبرې به په دغه پښتو لنډۍ رالنډې کړم

 ستا د ښايست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

One thought on “مېړني دي چې یادېږی/ مجید ژړاند”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *