تاند- ساینسپوهانو د یوې حشرې په شان روبوټ جوړ کړی څو د هغو کسانو لپاره ورڅخه مرسته وغواړي چې د نړېدلیو ودانیو په کنډوالو کې ګیر پاتې کېږي.
دا روبوټ د ګړندۍ یا د ورږو د مور په شان دی او په حقیقت کې له ګړندۍ څخه په الهام اخیستلو جوړ شوی دی.
دا کوچنی روبوټ د فشار او ګوزار په وړاندې مقاومت لري او د ورږو د مور په شان چټک دی.
څېړونکي هیله لري چې له دې روبوټ سره به کمره، میکروفون او نور سینسرونه نصب کړي او د نړېدلیو ودانیو له کنډوالو څخه به د هغو په وسیله ګیر پاتې شوي انسانان وژغورل شي.
دا روبوټ به تر کنډوالې لاندې د بند پاتې انسان د وضعیت په اړه معلومات استوي.