محمد نعمان دوست

په کلیو او بانډو کې ځینې متخصص ملایان هم معلوم وي. مثلا: ځینې غاښونه دموي، ځینې ژیړۍ پرې کوي او ځینې حتی هغه ماشومان په تعویذونو راموي چې ځیله (ضد) کوي.

د ماما له زوی سره مې یو ملا صیب ته لاړم. هغوی کور کې کوم مریض درلود او تعویذ یې پکار و. دا ملا د جلریز بازار نه لرې د خواجه صاحب په سیمه کې میشت و. د ملا صاحب کور د سړک په غاړه و. باد را الوتی و له شنو او سرو مڼو ډک ښاخونه اخوا دیخوا داسې کږیدل، را کږیدل، لکه له بنګړیو ډک لاسونه چې اتڼ کې تاویږي را تاویږي.

لاندې د جلریز سیند دی. د سیند په دواړو غاړه ګور او دنګ – دنګ چنارونه ولاړ وو. شاید چنارونه د سیند په اوبو ډاریدل او په دې ویره وو چې دا هم نور هیوادونه پټې نکړي. دروند سیوری یې پرې کړی و او له سترګو یې پناه کړې وې.

ملا صاحب ډير مبارک شخص ښکاریده.د شوبینو تسبو دانې یې لاس کې اړولې را اړولې. مخې ته یې کوچینۍ چاینکه ایښې وه او د پیالې له سره په مزه – مزه ، تپ پورته کیده.

ملا صاحب خلکو اموخته کړی و. چې څوک به نږدې شو، ده به له مخکې لاس ور وړاندې کړ او د سترګو په رپ کې به د مقابل لوري شونډې پرې ولګیدې. رګونه به یې داسې تازه شول، لکه ډاکټر چې له پیچکاري وړاندې پر لاس له الکولو ډکه پاغونده را کش کړي.

هغه ماته هم لاس را وړاندې کړ، خو زما اشتهاء نه وه. غلی ودریدم. ملا صاحب ماته اشاره وکړه او زما ملګري ته یې وویل: دی څه تکلیف لري؟

نعمان دوست، جلال اباد

د سلواغې ۲مه، ۱۳۹۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *